د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د کانادا د ملی دفاع وزرات د اګست په دريمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د کندهار په ښار کی د کانادا ځواک له بريد سره مخامخ شوی چې په پايله کی يی څلور تنه مړه او لس تنه نور ټپيان شوی دی.
د کانادا صدراعظم ستيفن هارپير په همدې ورځ د کانادا د سرتيرو د مړينې له امله خواشينی څرګنده کړه او و يی ويل دغه پېښه به په افغانستان کی د کانادا د ځواکونو پر عملياتو اغېزه وا نه چوی او د کانادا حکومت او خلک د دغې دندې ملاتړ کوی.