هر تن په يو ساعت کي يو زرو دوه سوه ځلې تنفس کوي ، نو د ټول عمر په موده کي به يو مليونه پنځه لکه مکعب متره هوا مصرفيږي .
د بيلا بيلو نژادونو د ويښتانو شمير بيل دي ، د هغه تن د ويښتانو شمير چه ويښتان يي تور دي ، تقريبأ يو سلو شل زره دانې ، د هغه تن د ويښتانو شمير چه د سرو ويښتانو خاوند دی ، نوي زره دانې دي خو هغه تن چه ويښتان يي طلايي دی ، يو لک پنځوس زره دانې ويښتان لري .
د انسان د اعصابو شمير لس مليونه دي چه عمومي اوږدوالي يي درو لکو کيلومترو ته رسيږي .
د انسان په سږي کي هوايي سلولونه اوو مليونه پنځوسو زرو ته رسيږي او د هغه ډاي کاربن اکسيد اندازه چه هره شپه هر تن له سږي څخه بهر ته خوشي کوي ، د پنځوسو مربع مترو په مساحت د چمن اړتيا پوره کولي شي .
د انسان په بدن کي د وينو د رګونو عمومي اوږدوالی يو لکو پنځوسو زرو کيلومترو ته رسيږي چه دغه اندازه د زمکې د استوايي خط سره څلور چنده برابره ده .
د انسان په بدن کي شپږ سوه اوږد يا لنډ هډوکي شته چه د عضلو له درو سوو مليونو اليافونه ورڅخه عبارت دي . که دغه اليافونه په يوه لوري منقبض شي ، د پنځه ويشتو ټنو په اندازه به قوه راپيدا شي .
د انسان د مغز په قشر کي څوارلس ميلياده دانې عصبي سلولونه شته . که څوک د سلو کالو عمر ژوند وکړي ، يوازي يو ميليارده داسي سلولونه به استعمال کړي په بله
ژبه په سلو کي اتيا يا نوي برخه عصبي سلولونه استعماليداي نشي .
هره دقيقه د انسان د معدې په ديوالونو کي پنځه لکه سلولونه لويږي او په هرو درو ورځو کي دغه سلولونه نوي کيږي .
استراليا په نړۍ کي لومړني لوي ټاپو دی چه دوه سوه مليونه کاله دمخه د اسيا او افريقې له وچو څخه جلا او أرام بحر ته انتقال شو .
د انسان د ګوتو مهرې په خپل عمر کي نه بدليږي ، خو د ځينو کسانو د وينو انواع تبديليږي .
په نړۍ کي څلور سوه ډوله نباتات شته چه حشرات خوري .
د شاتو د کارګرو مچيو عمر په اوړي کي يوازي اته ديرش ورځې دي ، خو په ژمي کي يي نيم کال دي .
نبات د څارويو په شان هر وخت تنفس کوي .
اوس په نړۍ کې نبات هر کال پو سل ميلياد ه ټنه هيدروجن جوړوي . که په ځمکه کې نباتات نه وای ، په ځمکه کې موجود هيدروجن به يوازي د پنځو سوو کلونو لپاره کارول شي .
په کوټه کې پنځه سوه ډولونه زهرلرونکي مواد شته چه دغه شمير د کوټې له بهر څخه شلګونه چنده زيات د ی.
د ځمکې دپاسه د هوا پونډوالي يو زر متره دی او هغه هوا چه د انسان د ژوند اړينه ده ، د ځمکې له سطحې څخه له لسو څخه تر دوولسو کيلومترو پوري موجوده ده .
د انسان ځيني هډوکي د ډبرو په شان کلک دي مثلا د ورون هډوکي.
که د ګهواره جنبان سر پري شي ، لا هم لږ تر لږه دوولس ساعته ژوند او انعکاس کولي شي .
د کوترو د روزلو تاريخ څلور زره کاله اوږد دی .
د روسيې عالم چيورکوفسکي لومړني عالم و چه د راکټ په واسطه يي کيهاني سفر تر سره کړ ، نو هغه د کيهان نوردۍ د پلار په نامه بلل کيږي .
د خيتځ په نامه لومړني انسان وړونکي بيړۍ په نولس سوه يوشپيتم کال کي د پخواني شوروي اتحاد لخوا وتوغوله شوه .
په فضا کي د انسان لومړني تګ د پخواني شوروي اتحاد د کيهان نورد ليونوف
لخوا دنولس سوه پنځه شپيتم کال د مارچ په مياشت کي تر سره شو .
سپوږمۍ ته د انسان لومړي سفر د نولس سوه نهه شپيتم کال د جولاي د مياشتې په شپاړسمه نيټه د اپولو په نامه د امريکي د کيهاني بيړۍ لخوا ترسره شو.
د کولمبيا په نامه لومړني هوايي الوتکه د نولس سوه يو اتيايم کال د اپريل د مياشتې په دوولسمه نيټه د امريکي لخوا وتوغوله شوه .