<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-10 18:50:49    
په غره کی د دو لونګ قوم کلی

cri

د چين د جنوب لوېديځ په يون نان ولايت کی د دوو لونګ سيند ترڅنګ د دوو لونګ په نامه يوه ملی لږکی ژوند کوی چې نفوس يی يوازی څه ناڅه ٥٨٠٠ تنه دي . هغوی د دغه سيند اصلی خاوندان دی او د چين له ډيرو کوچنيو ملی لږکيو څخه هم شميرل کيږی . د دوو لونګ قوم خپل ليک دود نه لری او په تاريخ کی د دوی په اړه ليکونه او يادونه هم ډير لږ دي . په ١٩٤٩ کال کی د چين د ولسی جمهوريت له جوړېدو مخکی دغه قوم لاهم په ډير وروسته پاتی حالت کی و چې يوازی يی د ښکار له لارې يی ژوند کاوه . د پروګرام په دغه کړۍ کی به مونږ له تاسو سره يو ځای د دو لونګ قوم يو کلی ته ولاړ شو .

( اواز )

مونږ د يوې ورځې په سهارکله چې باران هم اوريده ، د يون نان ولايت د نو جيانګ لويی ولسوالۍ په يوه کوچنی خپلواکه ولسوالی کی غرنی کلی ته ولاړو چې د سمندر له سطحې څخه په څه دپاسه ١٨٠٠ متره جګ ځای کی پروت دی چې شياو چا لا نوميږی . غره ته د ختلو په ترڅ کی مونږ له يوې نجلۍ سره ګورو . ١٨ کلنه بای يان جوان اوس په ولسوالی کی اوسيږی او هغه وخت هغې غوښتل چې له خپل اصلی کور څخه کتنه وکړي .

أغلی بای په روان کال کی د نڅاو له يوه ښوونځی څخه فارغه شوه او په ولسوالی کی يی د قومی سندرو او نڅاو په يوه ډله کی ومنل شو . هغې زمونږ د راډيو خبريال ته وويل چې له دغه کار سره ډيره مينه لری .

( اواز )

زما د قوم د وګړو شمير ډير لږ دی . مونږ د سندرو او نڅاو په ډلو سره د نندارو له لارې خپل دودونه ، قومی ځانګړيتوب او قومی جامې نورو وګړو ته ښيو ځکه چې هغوی زمونږ د قوم په اړه ډير کم معلومات په لاس کی لری .

کله چې مونږ د غره په سر کی د دولونګ قوم کلی ته ورسيدو ، لومړی د ښاغلی مو ګوانګ مينګ د يو سپی غږ تر غوږونو کيده .

( اواز )

د ښاغلی مو ګوانګ مينګ کورنۍ څلور تنه غړی لری چې لور او زوی يی په منځنی ښوونځی کی درس لولی . د دولونګ وګړي ډير مېلمه پال دی او د دوی په نظر کی په کور کی د مېلمنو زيات شمېر د کور خاوند مهربانی څرګندوی .

کله چې ښاغلی مو او کورنی يی زمونږ لندې جامې وچولې ، مونږ وليدل چې : دغه کور دومره روښانه نه دی او يوازی ځينی ساده فرنيچرونه موجود دي خو د کور په يوه ګوښه کی يو نوی تېلېويزيون زمونږ تر سترګو شو . ښاغلی مو په خوشحالۍ سره وويل :

( اواز )

پخوا مونږ تېلېويزيون نه و کتلی او اوس زما د تېلېويزيون له لارې څه ناڅه شل چنلونه ليدل کيږی .

ښاغلی مو زياته کړه چې تېلېويزيون ته د بريښنا د برابرولو لپاره يی په ځانګړی توګه په ښار ګوټی کی د څه دپاسه ٤٠٠ سوو يونو په لګولو سره د اوبو له لارې يو کوچنی جنرتور واخيست . په دې وروستيو کلونو کی يی د غرنی محصولاتو د پلورلو او د حکومت له خوا د کرنې د مالياتو لغوه کولو له امله په دغه کلی کی د وګړو ژوند ښه

شوی دی او نورو څو کورونو هم تېلېويزيونونه اخيستی دي .

دغه تېلېويزيون د ښاغلی مو کورنيو غړو ته په تيره بيا د ښاغلی مو لور ته زياته خوشحالی رامنځ ته کړې چې مو جين هوا نوميږی او ويی ويل :

تېلېويزيون زما ډير خوښ دی ځکه زه له ده څخه زيات معلومات ترلاسه کولی شم چې له کتابونو څخه يې نه شم اخيستلی او دباندی نړۍ هم کتلی شم .

د ښاغلی مو کلنی عايدات يوازی څه ناڅه زر يونه دي . که څه هم دغه اندازه کمه خو په ښوونځی کی د ده لور او زوی زده کړې وړيا دی او د حکومت د مرستو په رڼا کی يې ژوند سخت نه دی .