د سين هوااژانس د خبر له مخې : د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې ائتلافی ځواکونو د اګيست په ١٧مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل دوی د روانې مياشتی په ١٦مه نېته د دغه هېواد د کنړ په ولايت کې اته تنه وسله وال کسان وژلي دي .
په دغه اعلاميه کې ويل شوی چې ځينو وسله والو کسانو د دغه ولايت په مرکز اسعدأباد کې پر ائتلافی ځواکونو باندی بريدونه کړي ، ورپسی دغو ځواکونو د ټوپکونو او لاسی بمونو په وسيله بير ته پری بريدونه کړي او اته تنه وسله وال کسان پې وژلي دي . په جګړه کې ائتلافی ځواکونو ته کومه مرګژوبله نه ده اوښتی .
له اوږدې مودې راهيسی د کنړ په ولايت کې د القاعدی او نورو وسله والو ډلو د کسانو فعاليتونه ډير زيات دی .