<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-17 17:52:36    
د توياو وګړو سمسور ژوند

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوو !

د چين په جنوب د ګوانګ شی د جوانګ قوم په خپلواکه سيمه کی يو ځانګړی قوم شته چې تو ياو نوميږی . توياو د ياو قوم يوه څانګه ده چې د وګړو شمير يی يوازی څه ناڅه شپږ زره دی . هغوی نسل په نسل په غرونو کی ژوند کاوه او له بهرنۍ نړۍ سره يی اړيکی ډيرې کمې وې ، نو د ژوند او اقتصاد سويه يی هم ډير وروسته پاتی وې . په دې وروستيو کلونو کی د حکومت په مرستو او خپلو کوششونو سره د توياو د وګړو ژوند سويه لوړه شوې ده . د پروګرام په دغه کړۍ کی به مونږ له تاسو سره يو ځای د ګوانګ شی هه جو ښار ته ولاړ شو او د توياو قوم د وګړو له ژوند څخه به ليدنه وکړو .

( موسيقی )

د هه جو ښار شی دونګ کلی د توياو قوم يو ځانګړی کلی دی چې پکی د کليوالو شمير څه ناڅه يو زراته سوه تنه دی . دغه کلی په ليرې غرنيو سيمو کی پروت دی او د سمندر له سطحې څخه هم ډير جګ دی . د دغه کلی شاوخوا غرنی سړکونه هم ډير ګران او کږ ليچ خو کله زمونږ د راډيو خبريال په دغه کلی کی د خلکو ډيره ګڼه ګوڼه ليدلی ده . ځکه په هماغه ورځ په دغه کلی کی د واده مراسم ترسره کيدل .

( اواز )

له پخوا راهيسی د توياو وګړی د واده مراسمو ته ډير پام کوی او د دوی د دود سره سم د زوم او ناوی پلرونه او ميندۍ د واده د لويې ميلمستيا د ترسره کولو توان و نه لری ، نو په راتلونکی کی به حتمأ يوه بله لويه مېلمستيا جوړوی . ځينو زومانو د واده

لپاره حتی پورونه اخيستی دی .

په دې وروستيو وختونو کی د ځايی حکومت په بلنه د توياو وګړو د واده مراسمو اصلاحات موندلی دی . پخوا به د واده مېلمستيا پنځه ورځې دوام درلود او له اصلاحاتو وروسته دوو ورځو ته کم شوی چې لګښت يی هم ټيټ شوی دی .

دغه اصلاحات د توياو ځوانانو خوښ دي او ښاغلی فن تيان ده چې دغه کلی ته زمونږ د خبريال د رسيدو په وخت کی يې د واده مراسم ترسره کيدل ، مونږ ته وويل :

ډيره ښه ده چې وخت کم شوی او لګښت هم کم شوی دی . اوس مونږ د پخوا په شان دومره دروند بارونه نه لرو .

ناوی يی وويل چې هغې پيسې چې مونږ د واده له مېلمستيا څخه کم کړی ، په نورو ښو کارونو کی به ولګول شی .

( اواز )

دغو اصلاحاتو زمونږ د کورنۍ لګښتونه کم کړي او مونږ ځوانان په دغو کموشويو پيسو او وختونو سره زده کړه او توليد کولی شو . دا د دواړو کورنيو لپاره ټول ګټور دی .

( اواز )

د شی دونګ کلی په شان په دې وروستيو کلونو کی د توياو په نورو کليو کی هم مثبت بدلونونه رامنځته شوی دي . په دې اړه د هه جو ښار د يوې سيمې يو چارواکی ښاغلی ليو جينګ وويل :

په دې کلونو کی ځايی حکومت له مونږ سره زياتې مرستې کړي او سړکونه يی هم جوړ کړي دي . د ياو قوم وګړو د طبی او اقتصادی نباتاتو د کښت له لارې ګټې اخيستی دي . ځينو وګړو موټر بايسيکل او رنګه تېلېويزيون اخيستی دی .

په همدې وخت کی ځايی حکومت د ياو قوم وګړی هڅوی چې خپل قومی دودونه وساتی او تر څانګ يی سيلانی چارې ترسره کړی .

اوس د توياو قوم په هر کلی کی يوه هنری ډله شته چې د هېواد له بيلابيلو ځايونو څخه راغلو سيلانيانو ته نندارې وړاندی کوی .

په دې اړه په شی دونګ کلی کی ښاغلی فن شی هوا وويل :

مونږ به تل خپل قومی دود دستور وساتو او نور ښه پرمختګ به هم وکړو . مونږ هېله من يو چې قومی دودونه مو ټول هېواد او نړۍ ته وړاندی کړو .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيده او ستاسی له غوږ نيولو څخه مننه کوو !