د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، په افغانستان کې نړيوال سوله ساتی مرستندويه پوځ د اګيست په درويشتمه نېټه څرګنده کړه چې په همدې ورځ پنځلسو تنو وسله والو طالبانو د قندهار ولايت په يو ځاي کې د يوه پټ بريد لپاره تياری نيول ، د عامو وګړو د نشته والي په حال کې نوموړی پوځ پرې بريد وکړ او يوولس تنه طالبان يي ووژل . د روان کال له پيل راهيسی، د طالبانو په ګډون د حکومت ضد وسله والو کسانو په افغانستان کې څو څو ځله بريدونه کړي او له امله يی څه دپاسه يو زر او اته سوه تنه وژل شوي دي.
|