ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغې کړۍ ته مو هرکلی کوم !
د چين په شمال لويديځ د شينجيانګ د ويغوری قوم خپلواکې سيمې د اتوشی ښار يو ښارګوټی له قرغزستان سره د څه دپاسه سلو کيلومترو ګډه پوله لری . په دغه ځای کی له سرحدی سرتيرو پرته د قرغز قوم د مالدارانو له خوا جوړه شوې يوه پوله ساتونکی ډله هم شته . د پروګرام په دغه برخه کی به تاسو ته د يو سرحد ساتونکی ښاغلی أسمان په اړه څه معلومات وړاندی کړو !
ښاغلی أسمان د ياد شوی ښارګوټی يو عام مالدار دی چې عمر يی د دی د کلی په نهو رسمی سرحد ساتونکو کی ترټولو زيات دی . کار يی په عمده توګه له ځايی سرحدی پوليسو سره مرستې ، د سرحدی کرښې څارنه کول او له سرحدی کرښې څخه د سړيو او کورنيو څارويو د تګ راتګ مخنيوی دی .
( اواز )
زما د کورنی دری نسلونه دا سرحد ساتی اوس زه په دې اړه خپل زوی ته روزنه ورکوم .
ښاغلی أسمان په شپاړس کلنۍ کی د خپل پلار په ملګرتيا د سرحد په ساتنې پيل وکړ . هغوی په ځانګړی توګه د بوتموناک دره ساتی چې جګوالی يی د سمندر له سطحې څخه نژدی پنځه زره متره لوړ دی او چاپيريال يی ډير سخت دی . که څه هم په ډوبی کی هلته د تودوخې درجه هم کله کله منفی شلو ته رسيږی .
ښاغلی أسمان په دغه دره کی شپږ ويشت کاله د سرحد ساتنې کار ترسره کړی او د ژوند د سخت چاپيريال بر سيره کله کله خطرونه هم ورته پيښ شوی دی .
نولس کاله دمخه يوه ورځ کله چې ښاغلی أسمان د خپلې کورنۍ له غړو سره په غره کی ګزمه کوله ،سخت واوره اوريدله . نو له امله يی د ده د کورنی اووه تنه غړی په غره کی بندپاتی شوی وو . په پنځمه ورځ چې هغوی له ژوند څخه ناهيلی وو خو سم په هماغه وخت کی د چورلکې غږ د دوی تر غوږونو شو . د ښاغلی أسمان ښځې ميرمن ورلوجين وويل :
( اوا ز )
ځايی حکومت د چورلکې له لارې مونږ ته ډوډۍ او زمونږ کورنيو څارويو ته خوراکونه راوړی وو .
له دې وروسته د دوی د سرحد ساتنې نيت نورهم ټينګ شو .
د بوتموناک په دره کی جغرافيايی حالت پيچلی او غره ته ختل ډيرې ستونزې لری نو نژدی هېڅ سړی نه ليدل کيږی په دی سبب ځينی کسان غواړی چې د دغه غره له لارې بهر ته ولاړ شی . د تيرکال د می مياشتې په يوه ورځ ښاغلی أسمان خپل کور ته په لاره کی څو تنه نااشنه کسان وليدل او د خپلو تجربو له مخی ورته معلومه شوی چې دغه کسان غواړی له سرحدی کرښې څخه ووځی . نو هغه سمدلاسه د يو أس په وسيله د پوليسو مرکز ته ولاړ او وروسته يی د پوليسو په مرستې ٣٥ تنه تورن سړی و نيول .
اوس ښاغلی أسمان له ځايی پوليسو سره ډيرې نژدی او ښې اړيکی ساتی او دغه پوليسان ښاغلی أسمان خپل خپلوان ګنی . پوليس ياليکون وويل :
( اواز )
کله چې مونږ له ستونزو سره مخامخ شو ، نو ښاغلی أسمان مونږ ته لاس اوږد وی .
ياليکون وويل چې يو ځل د ګزمی په ترڅ کی د نس د ناڅاپ دردوالی له امله يی له أس څخه ولوېده . ښاغلی أسمان او يو بل ملګری د يوې ورځې له منزل وروسته ياليکون
ځايی روغتون ته وليږدوه .
ډاکتر وويل چې ياليکون په اپنديسيت اخته شوی وو که نور ځنډيدلی وای هغه به د مرګ له خطر سره مخامخ وو . ياليکون وويل چې ښاغلی أسمان هغه له مرګ څخه بچ کړی دی .
ښاغلی أسمان پنځه زامن لری او کشر زوی يی اوس هم يو سرحد ساتونکی دی .
( اواز )
ګرانو اوريدونکو ! د قرغز قوم په چين کی د سرحد ساتونکی قوم ګڼل کيږی . د دوی په فکر کی غره پلار او سيند مور دی نو هغوی د وطن له هر ګل او واښه سره ژوره مينه لری .
د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده . ستاسی د نيکمرغۍ په هېله !