<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-08-26 16:56:10    
سي آر آی راډيو د پرمختيا په حال کې ده

cri
سپوږمۍ– ګرانو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه سپوږمۍ او زما همكار امان الله عمران هركلى كوو، د پروګرام په تېره كړۍ كې مو د (زه او د چين بين المللی راډيو) په نامه معلوماتي مسابقې په لړ كې د (سی آر آی راډيو د جوړېدو د لومړنيو کلونو) په اړه معلومات وړاندې كړل، د پروګرام په دغه کړۍ کې به تاسو ته د سی آر آی راډيو د پرمختيا په اړه دوهم مضمون وړاندې کړو خو په پيل به له اورېدونكيو څخه د ننۍ كړۍ دوې پوښتنې وکړو:

لومړۍ _ د سي آر آی راډيو تر اوسه پوری د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې څومره نمايندګۍ لري؟

دوهمه _ سي آر آی راډيو اوس هره ورځ په څو ژبو خپرونې کوي؟

( غږ ١)

عمران- د تېرې پيړۍ د اوومې لسيزې په وروستيو کلونوکې چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې په پلي کولو پيل وکړ. له همدې برکته د چين د بهرنيو خپرونو چارو هم د پرانيستنې او پرمختيا پر لوري پرمختګ وکړ او اغېزه يې ورځ په ورځ پياوړې او پراخه شوه.

د چين له اقتصادي پرمختيا سره د نړۍ بېلا بېل هېوادونه غواړي چې د چين په اړه لا زيات معلومات ترلاسه کړي، نو له دې امله سي آر آی راډيو د خپلو پروګرامونو د بډايتوب او د خپرونې د بڼې غوره والي لپاره په خپلو کوښښونو پيل وکړ. اويا کلن ښاغلی وانګ ځوو جو چې د تېرې پېړۍ د شپږمې لسيزې په لومړيو کې يې سي آر آی راډيو ته په خپل خدمت پيل کړى، په خپلوکارونوکې د تکړه والي او ښو اخلاقو له امله د هغو خبريالانو له لومړۍ ډلې څخه و چې له هېواد نه بهر لېږل شوي وو. د څه د پاسه دوو لسيزو خپلې سابقې د يادونې په ترڅ کې نوموړي وويل: ( غږ ٢)

له هېواد نه بهر د سي آر آی نمايندګيو د پرانيستلو په لومړۍ ورځ مو په پوره توګه خپلو کارونو ته ځانونه ورسول او د ډېرو ستونزو په ليري کولو سره مو هڅه وکړه چې په چټکۍ سره اړوند خبرونه د اورېدونکيو غوږونو ته ورسوو. د بېلګې په توګه کله چې په ژنيو کې د افغانستان د سولې په اړه يو تړون لاسليک شو، خبر يې يوازې څه د پاسه شل دقيقې وروسته خپور شو.

سپوږمۍ - له ١٩٨٠ کال راهيسې سي آر آی په وار سره د نړۍ په نورو هېوادونو او سيمو کې خپلې نمايندګۍ پرانيستلې چې د جاپان په پلازمېنه توکيو او د يوګوسلاويا په پلازمېنه بلګراد كې نمايندګۍ له نورو مخکې پرانيستل شوې. مېرمن ليو سو وين چې يوه غوره او تكړه خبرياله ده او په بيت المقدس کې يې د پرله پسې څو کلونو لپاره کار کړى، اوس خپل هېواد ته راستنه شوې ده. دې وويل : ( غږ ٣)

د ٢٠٠٠کال د اکتوبر په مياشت کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ جګړه پيل او زياتې نښتې د غزې په سيمه کې وشوې، موږ پرېکړه وکړه چې د هېواد له يو ملي بيرغ سره سمدلاسه هلته مخه کړو، او د لومړی ځل لپاره مو له نژدې وليدل چې يو فلسطينی د

ډزو له امله پر مځکه ولوېد او له ورانه څخه يې وينې بهېدلې، په دې توګه مو احساس وکړ چې ژوند او مرګ له موږ څخه څومره نژدې و. ( غږ ٤)

تر اوسه سي آر آی راډيو د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو او سيمو کې ٢٧ نمايندګۍ لري. هره مهمه پېښه چې پېښېږي، زمونږ خبريالان کولای شي پر وخت اړوند خبرونه د راډيو مقر ته راورسوي چې ورپسې يې راډيو په بېلا بېلو ژبو خپروي.

عمران – سپوږمۍ دغه راز نن سبا سي آر آی هره ورځ په څه د پاسه ٧٨٠ ساعتونو کې په ٤٣ ژبو خپرونې کوي او د ژبو، مهالونو او د اورېدونکيو د ليکونو له پلوه سي آر آی په نړۍ كې د نړيوالو خپرونو په دريو لويو راډيوګانو کې شامله شوې ده. (غږ ٥)

په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کولو راوروسته هغه بهرنيان چې د کار، زده کړې، سيلانۍ او سوداګرۍ لپاره چين ته راځي، ورځ په ورځ زياتېږي. د دوى له خوا پروخت د چين د کورنيو او بهرنيو تګلارو په اړه د يو لړ معلوماتو ترلاسه کولو او چين ته په سمه سترګه كتلو، دغه راز د هېواد د ساينس او تکنالوژۍ، کلتور او ښوونې او په بهرنيو چارو کې د کارکوونکيو او ځوانو زده کوونکيو لپاره د آسانتياوو برابرولو په موخه، سي آر آی په ١٩٨۴ کال کې د بېجېنګ د سيمې لپاره انګليسي خپرونه هم پيل كړه. د دغې خپرونې د مدير مرستيالې وانګ لو په خوشحالۍ سره وويل: (غږ ٦)

شک نه شته چې تر اوسه پورې د سي آر آی د (اېف اېم) څپو له لارې خپرونه په چين کې تر ټولو ډېره اغېزمنه انګليسي خپرونه بلل کېږي. ( غږ ٧)

سپوږمۍ - په ١٩٩٨ کال کې سي آر آی د انټرنيت له لارې هم د څو ژبو خپرونو په پرانيستلو پيل وکړ او تر اوسه د سي آر آی د آن لاين ( ON LINE) په نامه وېبپاڼې په چين کې لومړۍ داسې انټرنېټپاڼې دي چی په ٤٣ ليک دودونو او ٤٨ ژبو سره لوستونكيو ته معلومات وړاندې كوي. د يوې اړوندې شمېرنې له مخې د نړۍ د لويو نړيوالو راډيوګانو لخوا د پرانيستل شويو وېبپاڼو په پرتله د سي آر آی آن لاين ډېرشهرت لري. په دې موخه چې چينايان د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو کلتور او دودونه ښه وپېژني، د سي آر آی کارکوونکيو د داستان او ناول، فلم، ټلويزيوني داستاني فلم او علمي اثارو په شمول زيات شمېر معلوماتی سندونه ژباړلی دي، دغه راز يې بېلا بېلو ژبو ته د چين يو شمېر مشهور ادبي او هنري آثار هم ژباړلي او د چين کلتور يې د نړۍ بېلا بېلو سيمو ته خپور کړی دی.

عمران- سپوږمۍ كه څه هم د پروګرام وروستۍ شېبې دي خو بيا به هم مخكې له دې چې سندرې ته ورورسېږو، نو د يو شمېر هغو اورېدونكيو نومونه به واخلو چې ليكونه يې رارسېدلي دي. د صوبه سرحد له مانسهرې څخه لطيف الله وفا او ورسره ملګريو يې، د صوبه سرحد په كوهاټ كې له ګمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشردوست او ورسره ملګريو يې، بيا هم له مانسهرې څخه حسن خان قلميار، د آريانا كلب غړي دين محمد احمدي او ورسره ملګريو يې، د صوبه سرحد كلب غړي سردار خان باريكي او ورسره ملګريو يې، د آريانا كلب غړي غلام رسول او نورو ملګريو يې، عبد الله صديقي او ملګريو يې او دغه راز د صوبه سرحد كلب غړي عبد الصبور صابري ليكونه رارسېدلي دي. پر دوى سربېره بيا هم له مانسهرې څخه خادم الحق رحيمي او ملګريو يې، د پېښور له جلوزيو كمپ څخه محمد الله روحاني او ملګريو يې او همداراز له مانسهرې څخه لقمان الله عمري، حضرت ولي دروېش او ملګريو يې هم ليكونه او د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه را استولي دي.

سپوږمۍ – مخكې له دې چې سندرې ته ورورسېږو د مسابقې به دوې پوښتنې يو ځل بيا وړاندې کړو:

لومړۍ _ اوس د چين بين المللي راډيو له هېواد نه بهر څومره نمايندګۍ لری؟

دوهمه _ سي آر آی راډيو هره ورځ په څو ژبو خپرونې کوي؟

او عمران صاحب دغه بله پوښتنه ستا نه ده چې د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې او كه نه؟

عمران- سپوږمۍ راځه چې دا ځل د خوږ غږې سندرغاړې هما سندره واورو.

(خوبه راشه جانان ته مې يوسه) د هما په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، تاسې کولئ شئ زمونږ پروګرامونه د انټرنټ له لارې هم واورئ. د پښتو وېبپاڼه ده، http://pu.chinabroadcast.cn او دغه راز كولاى شئ د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ،

پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هې چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.