د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پوليسو يو چارواکی د اګست په اوه ويشتمه نېټه وويل د دې هېواد حکومتی پوځ د روانې مياشتې په شپږويشتمه نېټه د هلمند په ولايت کی لس تنه طالبان ووژل او شپږ نور تنه يی ونيول.
په همدې ورځ د دغه ولايت پوليسو د ګرمسير په سيمه کی شپږ تنه طالبان نيولی او د دې خبری پخلی شوی چې دغو کسانو په وروستيو ورځو کی د حکومت پر ضد په يو لړ وسلوالو فعاليتونو کی ګډون کړی.
په روان کال کی د افغانستان امنيتی وضعه په دوامداره توګه د ترينګلتيا په حال کی ده او تر اوسه پوری يو زر نهه سوه تنه په بيلا بيلو وسلوالو شخړو کی مړه شوی دي.