د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګيست په نهه ويشتمه نېټه د افغانستان په څو جنوبی ولايتونو کې لږ تر لږه د بريدونو دری پېښې شوي او له امله يی څلور تنه وژل شوي دي. د افغانستان د حکومتی پوځ يو چارواکي د سين هوا اژانس خبريال ته وويل چې د اګيست د نهه ويشتمې نېټې په سهار اته بجې د ناتو بلاک يو پوځ د کندهار هوايی ډګر ته په نژدی سيمه کې د موټر له يو ځان مرګی بريد سره مخامخ شو او له امله يی يو افغان سرتيری ټپی او بريد کوونکی او د موټرچلونکی مړه شول. د هلمند ولايت د والي وياند څرګنده کړه چې د همدې ورځې په سهار نهه بجې په دغه ولايت کې وسله والو کسانو د مين په استعمالولو سره د يو پوليسو پر موټر بريد وکړ او له امله يی دوه تنه پوليس وژل شوي دي. په همدې ورځ د زابل په ولايت کې وسله والو کسانو په پټه سره پر يو موټر بريد وکړ او له امله يی څلور تنه ټپيان شول.