د بو يی قوم د چين له ٥٥ ملی لږکيو څخه شميرل کیږی چی نفوس يی څه ناڅه دوه مليونه شپږ لکه تنه دی او اکثريت يی د چين د جنوب لويديځ په ګوی جو ولايت کی ژوند کوی . د پروګرام په دغه کړۍ کی به مونږ د بويی قوم يو کلی ته ولاړ شو چی يوی ليانګ څون يعنی د سپوږمۍ کلی نوميږی . دغه کلی د خپلې ځانګړې قومی بڼې له امله د بويی قوم لومړی کلی ګڼل کيږی .
( موسيقی )
په دغه کلی کی د هر کور په شاوخوا د بانکس ونې ولاړې دی او د دغه کلی ترڅنګ د سپوږمۍ په نامه يو سيند هم بهيږی نو طبعيی چاپيريال يی ډير ښکلی دی . د دې سيمې يوې اوسيدونکی اغلی وانګ هوی زمونږ خبريال ته وويل چی د دغه کلی نوم د سپوږمۍ د سيند له مخی و ټاکل شو او د دغه سيند په اړه يوه په زړه پوری کيسه هم شته :
( اواز )
د روايت له مخی په ډير پخوانی وخت کی يوه نجلۍ چی ماو مۍ نوميده له يو سپوږمۍ نومی هلک سره مينه کوله . خو د دغه ځای پادشاه وغوښتل چی ښکلی ماو مۍ خپل يوه ميرمن وټاکی . خو ماو مۍ د شاه نيت ته تابع نه شوه او مرګ ته يې ځان چمتو کړ . نو شاه وويل چی که دغه سيند مخالفې خوا ته وبهيږی ته له سپوږمۍ سره واده کولی شی . نو سپوږمۍ هره ورځ د دغه سيند ترڅنګ ژړل . بيا
يوه ورځ سپوږمۍ د سيلاب له خوا ځان ور ورساوه او ماومۍ په دې حال کی ډيره غمجنه شوه او د مين په نوم له پاڼ څخه يی کښته کړه .
له هغه وخت نه وروسته دغه سيند له ختيځې خوا څخه لويديځې خوا ته بهيږی نه د لويديځې خوا نه ختيځی خوا ته چی د چين د نورو سيندونو په شان نه دی . او دغه سيند او کلی د سپوږمۍ په نوم ونومول شول .
په دغه کلي کی د بويی قوم زيات دودونه ساتل شوي دي چې پکی مسی ډول زيات ځانګړيتوب لري . کله چی زمونږ خبريال دغه کلي ته ورسيد د بويی قوم عنعنوی فيستوال يعنی د غرنيو سندرو فيستوال ترسره کيده او د خوښۍ خبره خو دا وه چې په دغه فيستوال کی ده هم دغه مسی ډول ليدلی دی .
( اواز )
د دغه ډول په مخ د لمر په شان تصوير او شاوخوا يی د زياتو حيواناتو شکلونه ښکل شوی . د بويی قوم په هر کلي کی لږ ترلږه يو مسی ډول شته او عمومأ دغه ډول د سپين ږيرو سړيو په کور کی ساتل کيږی . د سپوږمۍ په کلی کی ٧٠ کلن ښاغلی چن جونګ هنګ د مسی ډول ساتونکی او ډول وهونکی دی . هغه وويل :
( اواز )
مسی ډول زمونږ د بو يی قوم ګران ګنج دی او زمونږ د ملت د يووالی څرګندونه هم کوي . پخوا له مسی ډول څخه په جګړو کی ګټه اخيستل کيده .
په دغه کلی کی د چن کورنۍ نسل په نسل مسی ډول ساتی او د ده په کور کی د بو يی قوم د مسی ډول د وهلو لپاره د غږونو يو بشپړ نوټ شته او په دې اړه د ښاغلی چن وراره ښاغلی چن ژو جيانګ وويل :
په خوا زمونږ مشران بی سواد وو نو هغوی بايد د يوې مياشت لپاره د ډول دغږونو مهارت کشرانو ته ورزده کوله . د بو يی قوم خپل ليک دود نه لري نو مونږ د چين د ميعاری ژبې له ليک دود څخه په استفادې سره د ډول د وهلو نوټ ليکلی دی .
هغه زياته کړه چې دغه نوټ به زمونږ په قوم کی نسل په نسل وساتل شی او زمونږ د مشرانو د عبادت سره به زمونږ د قوم وګړو ته نيکمرغۍ ورسوی .