<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-02 16:41:14    
ځلانده راتلونکی

cri
ګرانو اورېدونکيو، په مخکنيو دوو پروګرامونو کې مو تاسو ته د سی ار ای راډيو د جوړېدو د پنځه شپېتو کلونو د پرمختيايی تاريخ وړاندی کړل او په ننني پروګرام کې به تاسی زمونږ د راډيو د ځلاندې راتلونکي په باب څه معلومات واورئ.

د پروګرام د پيل نه مخکې به مو لومړی د دې معلوماتی مسابقې دوې پوښتنې وکړو:

لومړی، د چين بين المللی راډيو په کوم هېواد کې د اېف اېم خپل لومړنې بهرنی راډيو جوړه کړی ده؟

دوهم، د سی ار ای راډيو ويبپانه کومه ده؟

( لومړی اواز)

ګرانو اورېدونکيو، د مخکنيو دوو پروګرامو په اورېدو سره تاسی پوه شوی چې د چين بين المللی راډيو د چين د بهرنيو خپرونو په چارو کې يوازنی راډيو ده. د جوړېدو راهيسی دغه راډيو تل نړيوالو ته د چين په هکله معلوماتو ته ورکولو دنډه په غاړه اخلی او زمونږ د راډيو په اورېدو سره ستاسی په څير بی شمېره اورېدنکيو د چين او زمونږ د راډيو په باب زيات معلومات تر لاس کړل. په تېره موده کې زياتو اورېدونکيو د اېف اېم له لارې زمونږ پروګرامونه واوريدل، خو په دې وروستيو کلونو کې بدلون رامنځته شوی دی.

د ٢٠٠٦ کال د فبرورۍ اوه ويشتمه د چين د بهرنې خپرونې په تاريخ کې يوه مهمه ورځ ده. په دغه ورځ کې د چين بين المللی راډيو د کينيا په پلازمېنه ناروبی کې د سی ار ای اېف اېم ٩١.٩ راډيو په رسمی توګه په کار ولويدله.

( دوهم اواز)

په کينيا کې د اېف اېم راډيو زمونږ په بهرنيو هېوادونو کې د راډيو له خوا جوړ شوی لومړنی اېف اېم راډيو ده. د دغه راډيو په جوړېدو سره د چين د بهرنيو خپرونو زيات شمېر کارکوونکو خوب تر سره شو. د پنځه شپېتو کلونو راهيسی، که څه هم زمونږ راډيو د اته ديرشو بهرنيو ژبو، د چين د معياری ژبې او د څلورو سيمه ايزو لهجو خپرونې لرلي، خو د پروګرامونو خپرېدل تل د تکنولوژۍ له ستونزو سره مخامخ شو. په کينيا کې د اېف اېم راډيو په جوړېدو سره له اورېدونيکو سره زمونږ د راډيو اړيکې لا ټينګې شوې دي. زمونږ د راډيو مشر وانګ ګنګ نيان دې ته اشاره وکړه چې په راتلونکيو پنځو کلونو کې به سی ار ای راډيو د زياتو وسيلو او لارو چارو په واسطه د اېف اېم لا زياتې راډيوګانې جوړې کړي.

( دريم اواز)

په راتلونکيو پنځو کلونو کې زمونږ راډيو پلان لری چې د اسيا، افريقې، لاتينی امريکا په پرمختيايی هېوادونو او د شمالی امريکا او اروپا په هېوادونو کې د اېف ايم او منځنې څپې سل راډيو ګانې جوړي کړي. په همدې وخت کې مونږ به د اېف اېم او منځنې څپې له لاری د خپورو شويو پروګرامونو کيفيت لوړ کړو. د داسی تدبيرونو په نيولو سره به مونږ لا زيات اورېدونکي ځانته راجلب او له اورېدونکيو سره زمونږ اړيکې به نژدی کړو چې نړيواله ټولنه په هراړخيزه او رښتيايی توګه د چين په باب معلومات تر لاسه کړي.

د راډيويی پروګرامونو پر پرمختګ برسيره زمونږ راډيو هم د خپلې ويبپانې د ابادۍ لپاره کوښښ کوی چې د نړۍ له پرمختيايی بهير سره سمون لری. نن ورځ تاس کولی شی چې د موږکي په کليکېدو سره زمونږ د راډيو ويبپانه وګوری چې نوم يی CRI ONLINE دی او زمونږ تازه جوړ شوی پروګرامونه واوری. برسيره پر دې، تاسئ د دغې ويبپانې د زياتو ژبو ويبپانو له لارې د خبرونو، سپورت او ژوند په شمول د چين رنګا رنګ معلومات تر لاسه کړئ.

اوس په دغه ويبپانه کې تاسئ د څه دپاسه دوه سوه لس ساعتونو راډيو پروګرامونه اورېدلی شی. د هرې ژبې پروګرامونه به په يوه اوونی کې ساتل کيږی او هره ورځ په منځني توګه اته مليونه تنه زمونږ د راډيو ويبپانه ګوری. د تېر کال د جولای له مياشت څخه زمونږ په ويبپانه کې د انترنيت له لارې د زياتو ژبو د پروګرامونو اورېدو د خدمتونو د تر سره کولو لپاره انترنيتی راډيو پرانيستل شوه او پروګرامونه يی د خبرونو، موسيقۍ او د ژبې د زده کړې په شمول له څو ساحو څخه عبارت دي. د انترنيتی راډيو له پرانيستلو وروسته د انترنيت استعمالونکو زياتې ستاينې تر لاسه کړې.

د چين د بين المللی راډيو د عمومی ايديتر مرستيال او زمونږ د ويبپانې عمومی ايديتر ښاغلي ما وی ګونګ څرګنده کړه چې مونږ غواړو داسی يوه ويبپانه جوړه کړو چې پکې ويديو، عکسونه، غږونه او لغتونه ليدل يا اورېدل کيدای شی.

( څلورم اواز)

د خپل ځانګړيتوب پر ساتلو سربيره مونږ بايد:

لومړې، په راتلونکی کې به د انترنيت استعمالونکو لپاره د غږونو، موسيقی او مقالو د خپرولو خدمتونه برابر کړو.

دوهم، له نوی تکنولوژۍ څخه په استعمالولو سره په موبايل ټليفونونو کې راډيويی او ټلويزيونی پروګرامونه برابر کړو.

برسيره پر دې، مونږ به د انترنيت له لارې اورېدونکيو ته د چينی ژبې د زده کړې لوستونه برابر کړو.

ګرانو اورېدونکيو، د چين په اقتصادی او ټولنيز چټک پرمختګ او له بهرنيو هېوادونو سره د تګ راتګ په زياتېدو سره زيات چينايان د زده کړې، سفر او معاملې لپاره نورو هېوادونو ته تللی دي. د چين د بهرنې خپرونې د يوازنی راډيو په توګه د چين بين المللی راډيو نړيوالو ته د چين په باب د معلوماتو ورکولو دنده پر غاړه اخلی. اوس د نړيوالو خبرونو او معلوماتو په شمول د سی ار ای راډيو زيات شمېر پروګرامونه د بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول څو لويو ښارونو کې خپريږی او محتويات يی د نړيوال سياست، اقتصاد، کلتور، سپورت، ښوونې، پوهنې او تکنولوژی او ټولنې په شمول له زياتو ساحو څخه عبارت دی.

د چين د بين المللی راډيو مشر ښاغلي وانګ ګنګ نيان د راډيو د راتلونکی پرمختيايی هدف د يادونې پر وخت څرګنده کړه

( پنځم اواز)

غواړو چې د راډيو، انترنيت، ټلويزيون او ورځپاڼې په ګډون يوه عمومی او معاصره خبری رسنی جوړه کړو. مونږ نه يوازی بايد د چين په باب د زياتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره له بهرنيو اورېدنکيو سره مرسته وکړی، بلکه چينايانو ته به د نړۍ د نورو هېوادونو معلومات ورکړو.

ښاغلي وانګ ګنګ نيان وويل تر ٢٠١٠ کال پوری به زمونږ راډيو د تکنولوژۍ، تجهيزاتو، د پروګرامونو د جوړېدو، د پروګرامونو د ساعتونو او په بهرنيو هېوادونو کې د خبريالانو د شمېر سويې د نړۍ له نورو عمده و بين المللی راډيوګانو سره برابرې وی او د تاسيساتو د جوړېدو او د اغېزې د لټولو په ساحه کې به د بهرنيو هېوادونو له بين المللی راډيوګانو سره واټن کم شی او پر دې بنسټ به د راتلونکو څو کلونو د کوښښونو له لارې، زمونږ راډيو په يو نړيواله اغېزه لرونکی عمومی او معاصره راډيو بدله شی چې توان يی د چين له ځواک سره برابر وی.

ګرانو اورېدونکيو، د پروګرام په پای کې به مخکنيی دوې پوښتنې يو ځل بيا تکرار کړو:

لومړی، د چين بين المللی راډيو په کوم هېواد کې د اېف اېم خپل لومړنې بهرنی راډيو جوړه کړی ده؟

دوهم، د سی ار ای راډيو ويبپانه کومه ده؟