د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې د ناتو پوځی وياند کوينتين اينيس د سپتمبر په پنځمه نېټه وويل : د دوی ځواکونو او د افغانستان حکومتي پوځ په همدی ورځ د کندهار ولايت د پنجوايی په سيمه کې يو لړ پوځي عمليات تر سره کړل چې په ترڅ کې يی شپيته تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، خو د ناتو او د افغانستان حکومتی پوځونو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې .