د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبری رسنيو د سپتمبر په شپږمه نېټه د دې هېواد د قندهار په ولايت کی د ملی منځګړيتوب کميټې د مسئول له قول وويل چې د روانې مياشتی په پنځمه نېټه په دغه ولايت کی د ناتو بلاک د هوايی بمباری له امله يوويشت تنه عام وګړی وژل شوی دی.
خو د امنيت د مرستندويه نړيوال ځواک وياند دا خبر رد کړی او و يی ويل چې په هغه ورځ د ناتو بلاک او د افغانستان حکومتی ځواکونو د پنجوايی په سيمه کی په پوځی عمليات کی شپېته تنه ټول وژل شوی کسان طالبان وو او نور اوه سوه تنه طالبان محاصره شول.