ګرانو اورېدونکو، پنځه کاله کيږی چې د سپتمبر د يوولسمې نېټېه پېښه شوه، خو په ګرده نړۍ کې زيات شمېر ترهګرې پېښې او د ترهګرۍ ضد عمليات لا هم ليدل کيږی. په وروستيو پنځو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدی سيمه کې دواړه هېوادونه تل د القاعدې له سازمان او طالبانو سره په مبازرې بوخت و، خو ترهګرې پيښې له منځه نه دي يووړل شوي، حتی نورو هېوادونو ته يی نفوذ کړی. په دغه سرحدی سيمه کې د ترهګرۍ ضد عمليات له کومو ستونزو سره مخامخ دی؟ د دغو ستونزو د حل ښې لارې چارې شته؟ په پاکستان کې زمونږ د راډيو خبريال د دغه هېواد د ستراتيجۍ د انستيتيوت له کارپوه سيد عدنان علی شاه بوکفاين سره يوه مرکه کړې. د روانې مياشتې په لومړنيو لسو ورځو کې د پاکستان حکومت او د شمالی وزيرستان د قبايلی سيمې له مشرانو سره د سولې تړون لاسليک کړ او د دغه تړون له مخې، بی له اجازې نه د دغې قبايلی سيمې اوسيدونکي له دغې سرحدی سيمې څخه تېرېدای او بهرني ترهګران هم نشی پټولی. ښاغلي عدنان دې ته اشاره وکړه چې دغه تړون له سرحدی سيمې څخه د ناقانونه تېرېدو د مخنيوي او د افغانستان په جنوب ختيځه سيمه کې د ثبات د ټينګولو لپاره ګټور دی. (لومړی اواز) د پاکستان او افغانستان ترمنځ په لويديځه سرحدی سيمه کې د زور زياتی او نارامتيا له کبله د پاکستان حکومت د شمالی او جنوبی وزيرستان له قبايلی سيمو سره يو سياسی تړون لاسليک کړ او له دوی څخه يی غوښتنه کړې چې له طالبانو څخه پلوی و نه کړی، د اجازې له تر لاسه کولو وروسته له سرحدی سيمې څخه تېر شی، بهرني وسله وال کسان په تېره بيا عربان پټ نه کړی. په دغه تړون کې ويل شوي چې د يوې اوږدې مودې لپاره په دغو قبايلی سيمو کې اوسيدلي بهرنيان بايد د خپلو نومونو د ثبتولو لپاره سيمه ايزو حکومتونو ته ور شی چې په همدې وخت کې يوه سيمه ايز ضمانت ته د تامينولو اړتيا ولری. بر سيره پر دې، پاکستان او افغانستان پر دې موافقه کړې چې په سرحدی سيمه کې ګډې ګزمې وکړي. څو ورځې دمخه د ناتو په مشرۍ په افغانستان کې د کانادا پوځ په اشاره توګه دا نيت څرګند کړ چې ځواکونه يی له سرحدی سيمې څخه په تېرېدو سره په پاکستان کې ګزمه وکړی او د پاکستان پوځ هم له دې لارې په افغانستان کې ګزمه وکړی. دغه تدبيرونه له سرحدی سيمو څخه د ناقانونه تېرېدو د مخنيوي او د افغانستان په جنوب ختيځه سيمه کې د سولې او ثبات د تر سره کولو لپاره ګټور دي. د پاکستان د فدرالی حکومت تر مشری لاندی اوه قبايلی سيمې شته، نفوس يی نژدی پنځه مليونه او اوه لکه دی او اکثريت يی پښتانه دي. د پاکستان مرکزی حکومت د اوږدې مودې لپاره د قبايلی سيمو د خپلواکې ادارې او د پيچيلی جغرافيايی چاپيريال له امله دغې سيمې نشی کنترولولی. نو ځکه نړيوالې ټولنې پر دغه حکومت زيات فشار اچولی دی. د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف څو ځله څرګنده کړې چې طالبانو ته اجازه نه ورکوی چې په پاکستان کې ترهګرې پېښې جوړې کړی. د ښاغلي عدنان په أند سوله ايز لار تر ټولو ښه دی. ( دوهم اواز) د پاکستان د قبايلی سيمو لپاره سوله زيات اهميت لری او پوځی عمليات هېڅ مسئلې نشی حلولی. زه باور لرم که چيری د سياسی خبرو اترو له لارې دغه مسئله حل شی، نو تر ټولو به ښه وی. له٢٠٠١ کال يعنی د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګيدو وروسته په افغانستان کې کورنی حالت تل کړکېچن دی. په دې هکله ښاغلي عدنان وويل که څه هم د افغانستان د بيا رغاونې لپاره د انتقالی حکومت او اساسی قانون د جوړېدو او د ولسمشری او پارلمانی ټولټاکنو په شمول د لومړنې مرحلې دندې تر سره شوي، خو اوس د افغانستان په حکومت کې پوليسی او پوځی څانګې موثرې نه دي. بر سيره پردې، له افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې بايد پوځی او مالی مرستې کافی نه دي. ( دريم اواز) د افغانستان سياسی بهير بشپړ او پکې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي. خو پوځونه، پوليس، قانونی نظام او د مختلفو کچو حکومتونه عملی اړتياوې نشی پوره کولی. اوس په افغانستان کې امريکا يوازی شل زره سرتيري لری او دا کافی نه دی. په ٢٠٠٣ کې د امريکا له خوا د عراق په جګړه کې له پيل وروسته دغه هېواد په افغانستان کې د دغه هېواد پوځی عمليات کم شوی دی. عمومأ له ٢٠٠٢ کال څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری د بيا رغاونې لپاره له افغانستان سره د مرستې په هکله د نړيوالې ټولنې ژمنه نه ده پوره شوې.