د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان يوه حکومتی چارواکي د سپتمبر په دوولسمه نېټه دغه خبره منلې چې د افغانستان د جنوبی ولايت نيمروز يو بل ښار د روانې مياشتې په يوولسمه نېټه د حکومت ضد د وسله والو کسانو لخوا نيول شوی دی. نوموړي وويل چې دغه ښار د نيمروز ولايت د دلارام په مرکزی سيمه کې پروت دی. دغه ښار ته نژدی د فراه ولايت ځينې سيمې هم د وسله والو کسانو له ګواښونو سره مخامخ شو او ښايی چې هر وخت د وسله والو لخوا ونيول شی. په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان امنيتی حالات ورځ په ورځ خراب شوی او د طالبانو په ګډون وسله الو ډلو د افغانستان په جنوب کې پر څو ښارونو بريدونه کړي.
|