<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-16 17:37:09    
سي آر آى په افغانستان كې

cri

سپوږمۍ – قدرمنو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه سپوږمۍ هركلى كوم، زموږ همكار امان الله عمران په دغو نژدې وختونو كې افغانستان ته تللى و، هلته د سي آر آى راډيو په اړه له خلكو سره غږېدلى چې دغې مركې به د موږ او اورېدونكي په پروګرام كې خپرې كړو.

عمران – هو سپوږمۍ، زه د خپل سفر په ترڅ كې د وردګو ولايت ته هم تللى وم، د دغه ولايت په مركز ميدان ښار كې مې له والي عبدالجبار نعيمي سره خبرې وكړې چې د دغو مركو پيل به له نوموړي سره په خبرو وكړو. ښاغلي نعيمي د سي آر آى رآډيو اورېدونكيو ته د خپلو خبرو پيل په دې ډول وكړ:

(بسم الله الرحمن الرحيم، لومړى خو تاسې ميدان وردګ ته ښه راغلاست وايم، او اميدوار يم چې زموږ د دغه ولايت ټولې هغه ستونزې او لاسته راوړنې چې په يو نيم كال كې مو لاسته راوړې دي او د خلكو ستونزي د خپلې راډيو له لارې ولس ته واورولى شئ، په دغه ولايت كې الحمد لله د بيا رغونې كار تر يو حده په چټكۍ سره روان دى، په هره ساحه كې، د كرهڼې په ساحه كې، د ښوونې په ساحه كې، د روغتيا په ساحه كې او ډېرې نورې داسې پروژې شته چې د خلكو لپاره ډېرې ګټورې دي، خو ډېرې ستونزې هم لرو، د مثال په توګه يو سل او شپږدېرش ښونځي چې دلته هلكان او نجونې زده كړه په كې كوي هېڅ ودانۍ نه لري، هلته د څښاك د اوبو چارې نه دي سمبال،د ولايت ډېر سړكونه وران دي، سږكال د ميدان وردګ په ولايت كې ډېره سخته وچكالي راغلې ده، مېوه جات اكثره په ناروغيو اخته دي، نو زما له ټولو ډانرانو (بسپنه وركوونكيو) نه دا هيله ده او هغه وروڼه چې په دې هكله له موږ سره كومك كولى شي چې په دغه ولايت كې سږ كال د وچكالۍ په مخنيوي كې مرسته وكړي.

پوښتنه: محترم والي صاحب تاسې د ډونرانو (بسپنه وركوونكيو) خبره وكړه، په دې كې شك نه شته له هغه راهيسې چې تاسې د دغه ولايت دنده پر غاړه اخيستې ده په ولايت كې ډېر پرمختګ راغلى، تاسو د ډونرانو (بسپنه وركوونكيو) خبره وكړه، آيا د وردګو ولايت د بيا رغونې په چارو كې د چين د هېواد او يا د چين له خوا كومه مرسته شوې او يا د مرستې هيلې كېږي كه څنګه؟

عبدالجبار نعيمي: تر اوسه پورې كومه ځانګړې مرسته په دغه يو نيم كال كې د چين د هېواد له خوا څخه نه ده ليدلې، په داسې حال كې چې ما تېر كال د چين له سفير سره د هغه په سفارت كې ملاقات وكړ، هغوى راسره ژمنه وكړه چې دى به راځي د ميدان وردګو ولايت به له نژدې څخه ګوري او دلته كه څه همكاري كولى شي همكاري به كوي، خو تر اوسه پورې څه نه ليدل كېږي، په داسې حال كې چې دلته زموږ يوه ډېره لويه پروژه چې له ميدان ښار څخه تر باميانو پورې د څلور پنځوس كيلو مترو په اوږدوالي سړك دى، د دغه سړك په جوړولو كې د ايټاليا حكومت د افغانستان له حكومت سره مرسته كوي، خو د جوړولو ګټونكې كمپنۍ يوه چينايي كمپنۍ ده، د چينايي كمپنۍ انجينيران د هغوى مسئولين چې راغلل، ما هغوى ته د امنيت ژمنه وركړه او ما د هر ډول همكارۍ ژمنه ورسره وكړه، خو د خلكو، د ميدان وردګو د ولس ټولو توقع همدا ده چې بايد د چين حكومت له موږ سره په اكثرو برخو كې مرسته وكړي.

پوښتنه: تاسو په دې برخه كې لكه څنګه مو چې وويل ښايي چين په دې برخه كې د بيا رغونې د سړكونو په جوړولو كې لكه څنګه چې د افغانستان په نورو برخو كې د چين كمپنۍ د سړكونو په جوړولو كې په كار بوختې دي نو تاسو داسې اټكل كوئ او هيله لرئ چې د چين شركتونه به ستاسې په پروګرامونو يا پلانونو كې چې په نظر كې يې لرئ برخه واخلي او دغه دنده پرغاړه واخلي؟

عبد الجبار نعيمي: اوس خو زه فكر كوم چې عملا دغه قراداد چينايانو وګاټه، يعنې چينايانو په داوطلبۍ كې د سړك دغه قراداد وګاټه، د خلكو دوه هيلې دي له دوى څخه يو داچې د سړك د جوړولو كيفيت له قرارداد سره سم وي، بل وخت او زمان، پردې سر بېره دا خو يوه سوداګريزه خبره ده، خو له موږ سره بشري مرسته وكړي، زموږ سره د كرنې په برخه كې مرسته وكړي، د ښونې په اكثرو ښوونځيو كې چې موږ په كې له ستونزو سره مخامخ يوو چېرې چې ودانۍ او اوبه نشته په دې اړه راسره مرسته وكړي، نور په روغتيايي چارو كې راسره مرستې وكړي، واقعا دغه ولايت د پنځه ويشتو كلونو جګړې په موده كې تباه شوى دى، له سره نوى پيل كړى دى موږ د دغه ولايت كار، په دې هكله د چين د حكومت د چين د دوست هېواد مرستې به له موږ سره ډېرې ګټورې وي.

پوښتنه: تاسو ښايي د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورېدلې وي، تر اوسه پورې لكه څنګه چې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه د لنډو څپو له لارې خپرېږي، آيا تاسې د دغې خپرونې، يا د چين د راډيو د خپرونو په هكله چې پياوړې شي څه وړانديز يا څه غوښتنه لرئ؟

عبد الجبار نعيمي: زه فكر كوم چې مطبوعات په نړۍ كې ډېر مهم رول لري، ډېر زيات مهم رول لري، هر څومره چې په دې هكله كار وشي، هر څومره چې يې انعكاسات خلكو ته ورسېږي، زه فكر كوم چې ډېر زيات ګټور به وي، د چين راډيو واقعا يو ډېر مهم رول ادا كولى شي په دې هكله، نو چې هر څومره په دې هكله تقويه شي او ستاسو غوندې تكړه او پوه ژورنالستان په كې وګومارل شي زه مطمئن يم چې نتيجه به يې ډېره ښه وي.

پوښتنه: ډېره مننه، تاسو كه د دغې مركې په وروستۍ برخه كې څه پيغام لرئ كولى شئ د دغې راډيو له لارې اورېدونكيو ته او دغه راز د چين خلكو ته ووايئ:

عبدالجبار نعيمي: اول خو زه دا وايم چې ځينې وخت په مطبوعاتو كې د بې امنۍ خبرې ډېرې مطرح كېږي، زما توقع له مطبوعاتو څخه دا ده چې بې امني خو په هر صورت خو د بيا رغونې خبرې دې هم خپرې شي، د ملي وحدت خبرې دې هم خپرې شي، په افغانستان كې دې د جوړښت او د افغانستان د بيا ودانولو خبرې دې هم خپرې شي، او د چين له خلكو څخه مې دا توقع ده چې زموږ له خلكو سره دې مرسته وكړي زموږ نويو ځوانانو ته دې د زده كړې بورسونه وركړي، چې په انجينيرۍ كې، د طب په ساحه كې او په نورو ساحو كې هلته زده كړې وكړي او بيا راشي خپل ولس ته د خدمت سرچينه وګرځي.

درنو اورېدونكيو سي آر آى په افغانستان كې د لړۍ له مركو څخه مو لومړى د افغانستان د وردګو ولايت له والي عبد الجبار نعيمي سره ځانګړې مركه او ورپسې د حفيظ الله ګردش په غږ يوه سندره هم واورېده، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn ،او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.