د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د افغانستان د حکومتی پوځ او نړيوالو ګډو ځواکونو شاوخوا اوو زرو تنو سرتيريو د سپتمبر په شپاړسمه نېټه د دغه هېواد په ختيځی او منځنی سيمه کی د طالبانو پر ضد لوی پوځی عمليات پيل کړی.
په همدې ورځ په افغانستان کی د ګډو ځواکونو په اعلاميه کی ويل شوی د غره قهر په نامه نوموړی پوځی عمليات به په عمده توګه د پکتيا او لوګر په ولايتونو کی د پټو طالبانو پر ضد وی او دغه عمليات به تر هغه وخت پوری دوام ولری چی د نوموړو سيمو امنيتی حالات ښه شي.