د سين هوا اژانس د خبر له مخی،د افغانستان د قندهار ولايت په مرکز قندهار ښار کی د سپتمبر په اوه لسمه نېټه سهار د موټر بم يوه ځانمرګی چاودنه وشوه او په پايله کی يی يو تن اوسيدونکی مړ او څلور تنه ټپيان شول.
د پوليسو په اند، د دغه بريد هدف د کانادا د موټرونو کاروان و. خو د کانادا پوځ ته يی هېڅ تلفات نه دی رسولی او څو عام وګړی پکی سخت ټپيان شول چې يو پاکستانی کارکوونکی ژر مړ شوی و.