<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-23 18:25:14    
سي آر آى په افغانستان كې

cri

سپوږمۍ – قدرمنو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه سپوږمۍ هركلى كوم، د پروګرام په تېره كړۍ كې مې تاسو ته وويل زما همكار امان الله عمران په نژدې وختونو كې افغانستان ته تللى و، او هلته د سي آر آى راډيو په اړه له خلكو سره غږېدلى دى. د پروګرام په تېره كړۍ كې مو د وردګو ولايت له والي عبدالجبار نعيمي سره مركه واورېده، په دې كړۍ كې به تاسو ته يوه بله مركه وړاندې كړو.

عمران – سپوږمۍ دا ځل به د ادب لوري ته مخه كړو، افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ كې په كابل كې د پښتو ادبي بهير غونډو ته هم ورغلى وم، هلته مې د پښتو ژبې له يو نوميالي شاعر او ليكوال پير محمد كاروان سره خبرې وكړې، له نوموړي څخه مې په پيل كې په بېجېنګ كې د چين له بين المللي راډيو څخه د پښتو خپرونې د ارزښت په اړه وپوښتل، ده خپلې خبرې داسې پيل كړې:

پير محمد كاروان: لومړى خو تر ټولو وړاندې د چين راډيو د پښتو خپرونې له لارې ټولو اورېدونكيو ته سلامونه وړاندې كوم او خداى دې وكړي چې دا راډيو د پښتو په پرمختګ كې او د پښتنو اورېدونكيو د ذوق په لوړتيا كې ښه رول ولوبوي، كه رښتيا درته ووايم دا دچين راډيو پښتو خپرونه ما ډېره موده مخكې نه، ډېر كلونه وړاندې په هغو وختونو كې چې په افغانستان باندې جګړې وې او د شوروي اتحاد يرغل راغلى و، په هغو وختونو كې به ما خپله هم ډېره اورېده، او ډېر اورېدونكي يې درلودل، او زه اوس هم كله كله چې دغه راډيو اورم په دې باندې ډېر خوشاله كېږم چې له چين نه چې ډېر مثلا زموږ يو ګاونډى هېواد هم دى د پښتو خپرونه وړاندې كېږي او په پښتو ژبه باندې خبرونه وايي، پروګرامونه لري، نو په دې باندې زه ډېر خوشاله كېږم او د چين نوم يو داسې افسانوي نوم هم دى موږ چې ماشومان وو د ښاپېريانو كيسې مو اورېدې نو د چينماچين ښاپېرۍ، دا نو زموږ هغه د ماشومتوب د وختونو خاطرې هم راتازه كوي، نو خداى دې وكړي چې دا راډيو ډېر پرمختګ وكړي او خداى دې وكړي چې نور هم دوى د پښتو لپاره كار وكړي.

پوښتنه: ډېره مننه، د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې په پيل سره چې له بېجېنګ نه خپرونې كوي تاسو څه فكر كوئ چې آيا له بېجېنګ نه د پښتو خپرونې په دوام سره به د دواړو هېوادونو تر منځ كلتوري اړيكي نور هم پياوړي شي او د داسې كلتوري اړيكو د درلودلو لپاره تاسو څه وړانديزونه لرئ؟

پير محمد كاروان: زما په نظر ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده او انسانان چې خپل احساسات بيانوي، خپل غمونه او دردونه بيانوي، خپلې خوشالۍ بيانوي يو بل ته اړ دي يو له بل سره بايد مرسته وكړي، هغه د چا خبره هېڅوك هم پوره نه دى، پوره يو خداى دى، نو ملتونه هم، هغه ملتونه چې څنګ تر څنګ پراته دي هغوى خو لا بايد يو د بل له كلتور نه خبر شي، يو د بل له ارزښتونو نه خبر شي، يو د بل له هنر او كلچر او له ادب نه خبر شي، دا ډېره مهمه ده چې چين زموږ ګاونډى هېواد دى او له بېجېنګ د پښتو خپرونه وړاندې كېږي دا به خامخا له افغانانو سره په كلتوري لحاظ هم نېژدېوالى كوي او نېژدې كېږي به، دا به يو د بل په دردونو هم خبرېږي، يو د بل له كلتور نه به دوى په اصطلاح هغه ښكلا را اخلي، او يو پر بل به خامخا مثبته اغېزه لري، هغه پښتو لنډى ده چې وايي:

مينه په تلو راتلو زياتېږي كله راځه كله به زه درځم مينه

نو دا ډېره ښه خبره ده چې چين له بېجېنګ څخه په پښتو ژبه خپرونې كوي، كېدى شي دوى په پښتو ژبه چې زموږ مورنۍ ژبه د چين تاريخ موږ ته وړاندې كړي، د چين هنر موږ ته وړاندې كړي، په چين كې ډېر لوى لوى فيلسوفان تېر شوي دي، ډيېر لوى لوى هنرمندان او شاعران تېر شوي دي، او خپله د دوى هغه كلتور د دوى هغه شعر هم تقريبا دغسې هغه د پښتنو شعر ته يا زموږ هغه فلكلوري كيسې چې ما څومره لوستلې دي د چين ځينې كيسې په پښنو ترجمه شوې دي ما لوستلې دي، ډېرې هغو كيسو ته ورته دي چې په ماشمتوب كې يې زموږ تنده راماتوله اوس يې موږ هم په ياد لرو دغسې كيسې دي، نو دا ډېره ښه خبره ده.

پوښتنه: كاروان صاحب تاسې د يو اديب د پښتو ژبې د يو مخور شاعر په توګه تاسې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې د لا ښه والي، د پروګرامونو د ښه والي او دغه راز دا چې پښتو خپرونه د پښتو اورېدونكيو لپاره لا نور غوره مطالب او پروګرامونه وړاندې كړي، څه وړانديزونه، څه كول په كار دي او تاسې څه په نظر كې لرئ چې بايد وكولى شي؟

پير محمد كاروان: زما په نظر لومړى خو دا چې پښتو خپرونه ده او په پښتو وړاندې كېږي، اول خو مثلا سيمه ايز د سيمې او د نړۍ خبرونه دي او سيمه ايز حالات دي، پر دې بايد ډېرې تبصرې دوى ولري، تر څو اورېدونكي هغه واوري او يو څه ترې له نورو شيانو خبر شي، تر څنګ يې ادبي خپرونې مثلا يا پښتو موسيقي ده په دې برخه كې هم بايد دوى يو څه ګام واخلي، پښتو شعر، پښتو ادب، پښتو افسانه، پښتو كلتور او پښتو ارزښتونه،پښتو موسيقي، دې ته بايد ډېره توجه وكړي او بله خبره داده، د دې لپاره چې ددوى دا خپل پروګرامونه او يا هغه څه چې دوى يې وړاندې كوي په ښه توګه باندې اورېدنكيو ته ورسېږي نو د دې لپاره دغه د اورېدو لاره بايد ښه وي، زما په نظر دغه راډيو مخكې په لنډو څپو خپرېده، په هغه وختونو كې چې زما په ياد دي او اوس كله په كې ستونزې راځي په اورېدو كې يې، ځينې راډيو ګانې دي اوس مثلا په افغانستان كې په اف ام باندې خپرونې كوي، ښې اورېدل كېږي، نو كه دغه راډيو د اف ام په څپو هم خپلو خپرونو ته دوام وركړي، كېدى شي چې اورېدونكيو ته به لا ورنېژدې شي، او دوى به هغه څه چې وړاندې كوي يې، ډېر به په كې كامياب وي.

پوښتنه: د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه يوه مطبوعاتي خپرونه هم لري چې (پښتو هېنداره) نومېږي، نه پوهېږم چې تاسې به لوستلې وي او كه نه، او دغه راز پردې سربېره پښتو څانګه د انټرنېټ پاڼه هم لري كه تاسو كتلې وي، نو دغه شان خپرنيز توكي چې د چين بين المللي راډيو يې خپروي، دا هم تاسو د پښتو ژبې لپاره او يا د چين او افغانستان تر منځ د تړاو د پرمختګ لپاره څه ډول ارزوئ؟

پير محمد كاروان: دا خو لا ډېره ښه خبره ده ځكه چې اوس خو نن سبا په اصطلاح دغه نړۍد يو كلي په بڼه خلك يادوي، نو فاصلې كمې شوې دي، انسانان يو بل ته سره نېژدې شوي دي، يو د بل له اختراع نه خبرېږي، يو د بل له غم او درد نه خبرېږي، يو د بل د شكستونو او كاميابيو نه خبرېږي، يو د بل له هنر نه رنګ اخلي، له كلتور نه يې رنګ اخلي او د علم نه يې رنګ اخلي، دا ډېره ښه خبره چې مثلا دوى پر انټر نېټ پاڼه لري او ورسره يو نشراتي ارګان لري، دا خو يې د راډيو تر څنګ يو بل خدمت دى، دا زما په نظر كله كله له راډيو نه هم ښه ثابېتېداى شي، هغه په دې باندې چې راډيو كېداى شي كله څوك وا نه وري، مثلا يا داسې وخت وي چې كله راډيو ورسره نه وي، نو كېدى شي چې له مطبوعاتو نه يې كار واخلي يا د انټر نېټ پاڼه يې وګوري دا ښه خبره ده، خو زه له بده مرغه چې تر اوسه ما پر انټر نېټ د چين پښتو پاڼه نه ده ليدلې، دا چې تاسې يادونه وكړه نو ان شاء الله چې وروسته به د دې آدرس هم له تاسې نه واخلم او كله كله به يې ګورم.

پوښتنه: مننه، تاسو په پاى كې د افغانستان او د چين دولسي جمهوريت د وګړو تر منځ د اړيكو د زياتوالي او دغه راز د دواړ هېوادونو تر منځ د ملګرتيا د لا ټينګوالي لپاره څه پيغام لرئ؟

پير محمد كاروان: زما په نظر خبره دا ده چې انسان له انس څخه اخيستل شوې كلمه ده چې الفت او محبت ته وايي، لومړى خو دغه ټوله نړۍ يو له بل سره محبت وكړي، يو له بل سره انس وكړي، دا چې هر څوك دي، د هر چا ارزښتونو ته او كلتور ته درناوى وكړي او بيا چين او افغانستان چې په خپله ګاونډيان دي نو افغانستان په اصطلاح د ډېرو ګړو ګړو نه راتېر شوى دى، له ډېرو تراژيديو نه راتېر شوى دى او چين يو اقتصادي قوت هم دى يو لوى متمدن ملك هم دى دغه خپل ګاونډى هېر نه كړي، ځكه د ګاونډي په غم باندې هغه بل ګاونډى بايد ودردېږي. نو خداى دې وكړي چې د افغانستان او چين تر منځ اړيكي ډېر پسې خواږه وي، ځكه چې ګاونډيان يو د بل په غم او درد باندې بايد ودردېږي، او د ګاونډي حق هم ارزښت لري، لكه څنګه چې افغانان ټول مسلمانان دي نو د دغو اسلامي ارزښتونو په رڼا كې باي د افغانانو د خپل كلتور په رڼا كې، افغانان د ګاونډيانو سره ډېره نېكه رويه لري د هغه درناوى كوي، د هغه مال ته درناوى لري، د هغه انسان ته درناوى لري، نو هيله ده چې چين اړ افغانان په خپلو كې يو بل ته متقابل احترام ولري يو د بل په غم او درد كې سره شريك شي، يو پر بل باندې ښې پېرزوينې ولري، يو له بل نه نفرت و نه كړي او يو بل بايد تقويه كړي.

سپوږمۍ: درنو اورېدونكيو سي آر آى په افغانستان كې د لړۍ له مركو څخه مو دا ځل د پښتو ژبې له نوميالي شاعر او اديب پير محمد كاروان سره ځانګړې مركه واورېده، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn ،او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.