د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د بلغاريا د دفاع وزير ويسلن بليزناکوف د سپتمبر په څلورويشتمه نېټه وويل په افغانستان کی د ځواکونو ميشتول به د دغه هېواد د بهرنيو چارو يوه مهمه برخه وي.
د روانې مياشتې په درويشتمه نېټه د بليزناکوف په شمول د بلغاريا يو پلاوی له کابل څخه لنډه ليدنه وکړه. خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته، ښاغلی بليزناکوف په يوه مطبوعاتی غونډه کی وويل د افغانستان د پيچلی وضعې له امله، د بلغاريا پوځ پلان لری چې په دغه هېواد کی د نورو دريو او يا پنځو کلونو لپاره پاتی شی. خو حکومت يی لا تر اوسه د نور زياتو سرتيريو د ليږلو په اړه پرېکړه نه ده کړی.