د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د فرانسی د بهرنيو چارو وزير فېليپ دوست بلازی د سپتمبر په څلورويشتمه نېټه دا خبره رد کړه چې د القاعدې سازمان مشر اوسامه بن لادن مړ شوی او و يی ويل چې د معلوماتو له مخې، بن لادن روغ دی.
نوموړی دغه خبره په همدې ورځ په يوه ټلويزيونی خپرونه کی وکړه او و يی ويل د سعودی عربستان استخبراتی ادارې د بن لادن د مرګ خبر رد کړی دی، او فرانسې هم تر اوسه پوری د بن لا دن د مرګ او يا د ناروغۍ حالت په اړه هېڅ خبر نه دی تر لاسه کړی.
له دې وړاندی امريکا او پاکستان هم د بن لادن د مرګ خبر رد کړی و.