
ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی يم او د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری له ما سره پاتی شی . د تايوان تنګي د دواړو غاړو د ښځو ترمنځ د پرمختګ او تګ راتګ دريم سيمينار په تېرو څو نژديو ورځو کې په بېجينګ کې پرانستل شو او د تايوان تنګې د دواړو غاړو د بېلا بېلو ساحو ښځينه استازو پکې ګډون کړی .دغه سيمينار د دواړو غاړو ترمنځ د تګ راتګ او همکاری د پياوړتيا لپاره يی مهم رول لوبولی دی . نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغه سيمينار په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .
د دغه سيمينار عنوان وو :د دواړو غاړو ښځې د ګډ پرمختګ لپاره کوښښ کوی . برخوالو استازو په عمده توګه د ښځو د کار او استخدام او اقتصادی پرمختګ ، د ښځو تعليم او د ښځو او نارينه وو ترمنځ د برابرولو ، د کورني تعليم او د ماشومانو پرمختګ په شمول پر يو شمير مسئلو بحث وکړ . د چين د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټی مرستيالې او د چين د ښځو د ملی ټولنې مشرې ګو شيو ليان د دغه سيمينار په پرانستونکی مراسيمو کې وويل : ( اواز)
د تايوان د ښځو په ګډون د چين ښځې په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې مهم رول لوبوی . زه هيله لرم چې ټول ښځينه هېوادوال به د دې سيمينار له لارې په
بېلا بېلو ساحو کې خپل منځي اړيکې نژدی کړی او لا زياته همکاری به تر سره کړي
څو چې د دواړو غاړو ترمنځ په اقتصادي ، کلتوری ، تخنيکی او تعليمی ساحو کې تګ راتګ زيات او ګډې ګټې او سمسورتيا رامنځ ته شی .
د چين د ښځو د ملی ټولنې په مشرۍ د تايوان تنګې د دواړو غاړو د ښځو ترمنځ د پرمختګ او تګ راتګ سيمينار د ښځينه هېوادوالو د احساساتو او تجربو د تبادلې او ګډ پرمختګ لپاره يو ښه فرصت دی چې لومړی او دوهم سيمينارونه يی په جلا جلا توګه په ١٩٩٣ او ٢٠٠٠ کلونو کې تر سره شول . دغو سيمينارونو په دواړو غاړو کې ډېر ښه رول لوبولی دی . برخوالو استازو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې د دغو سيمينارونو له لارې يی د اطلاعاتو او نظريو تبادله کړی ده .
له شپږو کلونو وروسته د دريم سيمينار د تر سره کولو په وخت کې د تايوان تنګې د دواړو غاړو ترمنځ حالات بدل شول . د چين د دولتی شورا د تايوان چارود دفتر مرستيال چنګ لي جونګ په دغه سيمينار کې وويل : اوس د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو پرمختګ په حساس پړاو کې دي او د چين ستره برخه ټينګه اراده لرې چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو سوله ايز پرمختګ وساتی . هغه وويل : ( اواز)
که څه هم د تايوان اوضاع پيچلې ده او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو پرمختګ لا هم له يو شمير ستونزو سره مخامخ دی ، خو د چين ستره برخه ټينکه اراده لرې چې د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو سوله ايز پرمختګ وساتي . د چين ستره برخه به د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري تګ راتګ او همکاری او ګډې سمسورتيا په پياوړتيا ټينګار وکړي . د دې ترڅنګ به تايواني هېوادوالو ته د
خدمتونو لپاره کوښښ وکړي .
هغه زياته کړه : د دواړو غاړو د هېوادوالو اوسنۍ بيړنۍ دنده دا ده چې د
تايوان د خپلواکش غوښتنې پر ضد همکاری وکړي . هغه هيله څرګنده کړه چې د دواړو غاړو ښځينه هېوادوال به د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره همکاری وکړي .
په سياسی ، اقتصادی ، تعليمی ، روغتيايی ساحو کې د تايوان د څه دپاسه شل ولسوالو او ښارونو اوه سوه تنو ښځينه استازو د دغه سيمينار په پرانستونکيو مراسيمو کې ګډون کړي . د چين د ګو مين دانګ ګوند مرستيالې جانګ ژن شيانګ وويل : ( اواز)
مونږ باور لرو چې د دواړو غاړو ښځي به د خپلو هڅو له لارې د بشری حقونو او پرمختيا په ساحو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاری نژدی کړي او په سياسی ، اقتصادي او ټولنيزو ساحو کې به لا مهم رول ولوبوی .