<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-09-30 17:52:30    
سي آر آى په افغانستان كې

cri

سپوږمۍ – قدرمنو اورېدونكيو ستړي مشئ، هيله ده روغ او خوشاله وئ! د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه سپوږمۍ هركلى كوم، د پروګرام په تېره كړۍ كې مو سي آر آى په افغانستان كې له لړۍ څخه له نامتو شاعر او ليكوال پير محمد كاروان سره مركه واورېده، په دې كړۍ كې به تاسو ته يوه بله مركه وړاندې كړو چې عمران صاحب په افغانستان كې له يو شمېر اورېدونكيو سره تر سره كړې ده.

عمران – سپوږمۍ په كابل كې له يو شمېر هغو كسانو سره وغږېدم چې په دغه ښار كې اوسېږي او كار كوي، له دوى څخه ډېرى يې په خپلو خبرو كې راته وويل چې د چين بين المللي راډيو اوري، د راډيو له بېلا بېلو پروګرامونو او د پښتو له وېبپاڼې څخه د چين په اړه په زړه پورې معلومات تر لاسه كوي او په دې اړه د خپلې لېوالتيا تنده ماتوي، دوى ته به غوږ شو، چې خپل ځانونه راپېژنې او د پښتو خپرونې په اړه د زړه خواله راسره كوي.

پوښتنه: تاسو به د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ته ځان راوپېژنئ!

- زما نوم عزمت غرنى دى او زه د كمپيوټر ګرافېك ډزاينر يم.

پوښتنه: تاسو د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه پر راډيو اورئ؟

- هو، بلې اورو يې، ډېره مو خوښېږي.

پوښتنه: پر راډيو يې اورئ او كه د انټرنېټ له لارې؟

- پر رآډيو يې هم اورو او ځينې وخت يې د انټرنېټ له لارې هم اورو.

پوښتنه: د پښتو خپرونې د پروګرامونو په اړه څه نظر لرئ؟

- ټول پروګرامونه مو خوښېږي، په ځانګړې توګه خو يې يادولى نه شم، موږ ته په كې ډېره د خوښۍ خبره دا ده چې اكثر يا زياتره نطاقان چې دي هغوى په خپله چينايان دي او هغوى چې كومه پښتو وايي، زموږ ډېره خوښېږي، او دا ډېره زموږ لپاره د وياړ خبره ده چې زموږ په ژبه نور هم خبرې كوي، او واقعا دا د دوى يوه بېلګه ده چې دا يوه نړيواله راډيو ده.

پوښتنه: د پروګرامونو او يا دا راز د خپرونې د ښه والي لپاره تاسې څه وړانديز لرئ او څه نظر لرئ؟

-د ښه والي لپاره خو زه دا وړانيز لرم چې بايد د چين راډيو په كابل كې او په ځانګړي ډول په پښتنو سيمو كې خپلې څانګې جوړې كړي او دا هڅه وكړي چې ډېرې محلي خپرونې نشر او خپرې كړي، او د خلكو يا ټولنيز خبرونه بايد په كې ډېر وي او بل ژبه بايد په كې سوچه وساتي.

پوښتنه: تاسې پر راډيو سر بېره د پښتو وېبپاڼه ګورئ؟

- هو ګورو يې كله كله، خوښېږي مو.

له بل اورېدنكي پوښتنه: تاسو لومړى د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ته ځان راوپېژنئ!

- زما نوم اسماعيل نويد دى او يو آزاد ژورنالست يم.

پوښتنه: ښه ډېر ښه، له ستا نه به هم دا پوښتنه وكړو چې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- هو، زه د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه ډېره اورم، خو په ځانګړې توګه يې زه پر انټرنېټ ډېره اورم، او پر انټر نېټ باندې زه د چين بين المللي راډيو سايټ هر وخت ګورم، او په هغه كې د چين د ټولنې، د چين د زراعت، د چين د وګړو، د چين د فرهنګ او كلتور په اړه زه ځينې معلومات، اپډېټ نوي معلومات زه هلته ګورم او د چين له ټولنې خبرېږم.

- پوښتنه: څه ډول پروګرامونه مو ډېر خوښېږي؟

- ډېرى پروګرامونه، زما په نظر څرنګه چې د چين بين المللي راډيو چې كوم پروګرامونه لري، زه چې سايټ څومره ګورم هغه د چين د ټولنې په اړه وي، هغه ماته د دوى د پرمختګ تاريخ مثلا، د دوى رواجونه، د دوى د تاريخې ځايونو پېژندنه هغه ټول ماته د پام وړ دي او زه ډېره علاقه ورسره لرم چې زه د چين د ټولنې په اړه معلومات ومومم هغه ماته ټول په زړه پورې دي.

- پوښتنه: د راډيو د پروګرامونو د لا ښه والي لپاره څه نظر يا وړانديز لرئ؟

- د لاښه والي لپاره زما وړانديز دا دى چې دوى عملا بايد په افغانستان كې خبريالان ولري، د افغانستان د ټولنې رپوټونه دوى بايد همزمان له خپلو رپوټونو سره ولري، ژوندي رپوټونه، د افغانستان له پېښو نه، د افغانستان له ورځنيو كلتوري فعاليتونو نه، له ټولنيزو او اقتصادي فعاليتونو نه، ځكه په افغانستان كې د چين د مالونو د سوداګرۍ، افغانستان يو ښه مصرفي بازار دى د دوى لپاره يعنې له دې ټولو بايد دوى رپوټونه ولري، په افغانستان كې د چين كومې پروژې چې دي د دغو ټولو په اړه بايد موږ معلومات ولرو، د چين له راډيو يې بايد واورو.

- له بل اورېدونكي پوښتنه: تاسې لومړى ځان راوپېژنئ؟

- زما نوم اسرار كريمزى دى او د كمپيوټر پروګرامونه جوړوم.

- پوښتنه: ډېر ښه، تاسو لكه څنګه مو چې اورېدلي دي، ستاسې له دې پېژنګلوۍ سره موږ پخوا اورېدلي و چې تاسې په كمپيوټر كې، د پښتو پروګرامونو په جوړولو كې ډېرې جايزې اخيستې دي، كه د خپل كار په اړه لږ څه وغږېږئ؟

- ما ځينې پښتو پروګرامونه جوړ كړي، زه په كمپيوټر كې د پښتو د پرمختګ لپاره كار كوم، يو پښتو ويپانګه يا ډېكشنري مې جوړه كړې، له انګرېزۍ نه پښتو ته، له پښتو نه انګرېزۍ ته، بل مې يو پروګرام پښتو اسكي په نامه جوړ كړى او هغو پروګرامونو ته وړتيا وركوي چې پښتو په كې نه ليكل كېده، دا وړتيا وركوي چې اوس په كې پښتو وليكو، او يو مې پښتو مسنجر جوړ كړى چې استوزګر دى، په پښتو باندې موږ يو بل ته استوز ليږو رالېږو د انټرنېټ پر مخ باندې.

- پوښتنه: تاسو به د چين راډيو پښتو وېبپاڼه كتلې وي كه څنګه؟

- هو، راډيو مې متاسفانه نه ده اورېدلې خو وېبپاڼه وخت پر وخت ګورم او ډېر زيات خوشاله شوم، لومړى ځل مې چې دلته وليدل چينايان زموږ د ژبې لپاره كار كوي، دا يو ستر خوځښت دى، دا به د دواړو هېوادونو اقتصادي وضعه او اقتصادي اړيكي به هم قوي كړي او نور د كلتوري اړيكو لپاره خو ځانګړى كار دى.

- پوښتنه: تاسو لكه څنګه چې تخصص مو كمپيوټر دى، نو د چين بين المللي رايو پښتو خپرونې د وېبپاڼې د لا پرمختګ، د لا ښه والي لپاره تاسو څه وړانديز يا څه نظر لرئ چې بايد وشي؟

- د پښتو ژبې كومې ليك بڼې يې چې كارولې دي، نو له هغه چې ښكلې ليك بڼې وكاروي نو دا به ښه وي چې لوستونكي يې په آسانه ولوستلى شي.

عمران: سپوږمۍ په دې كړۍ كې به پر مركو همدومره بسيا وكړو، اوس به يوې سندرې ته وار وركړو كه څنګه دې خوښه ده؟

سپوږمۍ: سمه ده.

عمران: نو راځه چې د قمر ګل په غږ دغه سندره واورو.

سپوږمۍ: درنو اورېدونكيو سي آر آى په افغانستان كې د لړۍ له مركو څخه مو دا ځل په كابل كې له يو شمېر اورېدونكيو سره مركې واورېدې او ورپسې مو (ته مازديګر راشه) د قمر ګل په غږ يوه ښكلې سندره هم واورېده، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم لوستلى او اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn ،او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ : G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.