د سين هوااژانس د خبر له مخې : د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند د سپتمبر په دېرشمه نېټه وويل په همدې ورځ دغه وزارت ته نژدی د يوې ځان مرګې چاودنی له امله لږ تر لږه دوولس تنه ووژل او دوه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
د خبر له مخې دغه چاودنه په همدې ورځ سهار په اتو بجو پيښه شوه چې په دغه وخت کې د کورنيو چارو وزارت زيات شمېر کارکوونکي خپلو کارونو ته روان وو . د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يو چارواکی وويل په چاودنه کې د ټپيانو حالت سخت دی او امکان شته چې د وژل شويو کسانو شمېر زيات شي .