د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جورج بوش د سپتمبر په نهه ويشتمه نېټه دا خبره منلی چی په افغانستان کی د ترهګرۍ پر ضد مبارزه له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده. خو هغه وويل امريکا به هرومرو طالبان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کی ترهګران مات کړي.
بوش وويل اوس طالبان په افغانستان کی بيا راغونډ شوی او په جنوب کی وسلوالې نښتې په پر له پسی توګه زياتې شوی دي. امريکا به له دغو حالاتو سره سم خپلې تګلارې تنظيم کړي. بوش دا هم وويل د حامد کرزی په مشرۍ حکومت د افغانانو ملاتړ تر لاسه کړی دی.