<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-07 17:59:17    
سي آر آى په افغانستان كې

cri

سپوږمۍ – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې مې ومنئ، هيله ده روغ او خوشاله وئ! د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو بيا زه سپوږمۍ هركلى كوم، د پروګرام په تېره كړۍ كې مو د سي آر آى په افغانستان كې له لړۍ څخه په كابل كې له يو شمېر اورېدونكيو سره خبرې واورېدې، په دې كړۍ كې به هم له يو شمېر نورو اورېدونكيو سره مركې واورئ چې عمران صاحب په افغانستان كې ورسره كړې دي.

پوښتنه: تاسو لومړى د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ته ځان راوپېژنئ!

- زما نوم نذير احمد نذير دى، زه په كابل كې اوسېږم او د ژورنالېزم له پوهنځي نه فارغ شوى يم.

- پوښتنه: تاسو د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- زه د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورم، مخكې مې هم اورېده، كله چې په كلي كې وم هغه وخت مې ډېره اورېده، ځكه په كلي كې دغه د اف ام راډيو ګانې ډېرې نه وې، نو په هغه وخت كې ما ډېره اورېده، او ښار ته چې راغلى يم دلته نورې اف ام راډيو ګانې هم دي، نو اورم يې خو دومره نه، ښې خپرونې يې درلودې او زما خوښېدې او په كلي كې به مې ډېرې اورېدې.

- پوښتنه: په ښار كې يې د نه اورېدو دليل څه دى، يعنى تاسې نورې راډيو ګانې اورئ او كه څنګه او يا ستاسو د اورېدو بڼه بدله شوې ده؟

- بڼه به يې هم نه وي بدله شوې، په كلي كې اف ام راډيو ګانې نه وې، نو ځكه به موږ په لنډو څپو اورېدلې نو هلته به مو د چين راډيو هم اورېدله، دلته اف ام راډيو ګانې ډېرې دي او بېلا بېلې خپرونې لري، او د اف ام پر څپو تر ډېره رڼې اورېدل كېږي، نو د راڼه توب له مخې به موږ اورېدې.

عمران: د كابل پو هنتون له يو شمېر زده كوونكيو سره هم وغږېدم، دوى هم خپل ځانونه راپېژني او د سي آر راډيو په اړه راسره غږېږي:

- زما نوم احمد جاويد دى، د كابل پوهنتون د اداري او ديپلوماسۍ څانګې د دريم ټولګي زده كوونكى يم.

- پوښتنه: تاسو د چين راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- بلې كله كله موږ د چين راډيو پښتو خپرونه د شپې له خوا اورو.

- پوښتنه: ښه، پردې سربېره د چين راډيو خپله د پښتو انټر نېټ پاڼه هم لري، آيا تاسې كله كله د انټرنېټ پاڼه ګورئ؟

- نه خير زه په خپله له انټرنېټ او له وسايلو سره يې څه بلديت نه لرم، نو د انټر نېټ خپرونې يې نه ګورم.

- پوښتنه: پر دې سربېره تاسې د چين د هېواد په اړه څه نظر لرئ، تاسو ګورئ چې د افغانستان د بيا رغونې كله چې د افغانستان په بېلا بېلو برخو كې د بيا رغونې كارونه روان دي، چين په دې اړه څه كار كوي او څه برخه اخلي په بيا رغونه كې؟

- بلې موږ حتى كولى شو، حتى د طالبانو د رژيم په وخت كې هم موږ دلته چينايي انجينيران درلودل چې د برق د پروژو په ساحو كې يې كارونه كول، په هغه وخت كې د قندهار په ولايت كې، همدارنګه د هلمند په ولايت كې موږ ته يې افغاني انجينيران روزل، او په خپله ښه دوستانه مناسبات له افغانستان سره د چين هېواد لري، او اوس هم موږ ګورو چې حتى په سړكونو جوړولو كې چيي كمپنۍ كار كوي، نو دلته موږ دغه تقاضا لرو چې دغه دوستانه روابط نور هم قوي شي، او هر كله د چين هېواد له افغانستان سره دوستانه روابط لرلي دي او لري يې.

- بېرته راځو د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ته، تاسې د دغې خپرونې د نورو ښه كېدو لپاره څه وړانديزونه او نظرونه لرئ؟

- زموږ نوروړانديزونه دا دي چې دغه د چين راډيو په خپله په افغانستان كې دوى څه پوستي سيستم قوي كړي، او د دې لپاره يو څه سهولتونه رامنځ ته كړي، چې موږ په خپله په هر ولايت كې په خپله په مركز كې، په ناحيو كې پوستي سيستمونه ولري د ايميل سيستمونه ولري چې موږ په خپله په ښه ډول سره وكولى شو خپل پېشنهادونه، خپل وړانديزونه د چين راډيو ته په سهولت سره واستولى شو.

- له بل اورېدونكي پوښتنه: او ته خپل ځان د چين راډيو پښتو خپرونې اورېدونكيو ته وروپېژنه!

- صالح الرحمن كليوال دى، د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د دريم كال زده كوونكى يم، زه د افغانستان د ننګرهار ولايت د روداتو د ولسوالى د كان د كلي اوسېدونكى يم.

- بيا هم ستاسې نه هم پوښتنه كوم چې د چين راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- هو د چين د راډيو پښتو خپرونې البته سهارنۍ او ماښامنۍ موږ اورو، ډېرې ښې خپرونې دي خداى دې وكړي چې لا پسې ښې وي.

- پوښتنه: د پښتو خپرونې د لا ښه كېدو لپاره څه وړانديز لرئ؟

- د پښتو خپرونې د لا ښه كېدو لپاره وړانديز يوازې زموږ دا دى، دغه خپرونې چې دي لا پسې پراخې شي، اوس مثلا يوازې مطبوعاتي نه وي، يا خبرتياوي نه وي، له دې سره په خوا كې تفريحي پروګرامونه بايد رامنځته كړي، د خلكو هغه ټولنيز حالات په نظر كې ونيول شي، د هغوى لپاره بعضى خپرونې رامنځته كړي او داسې نورې خپرونې.

- له بل اورېدونكي پوښتنه: ښه خپل ځان راوپېژنه د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ته!

- زما نوم نقيب الله د كابلّ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د دريم كال د ديپلوماسۍ د څانګې زده كونكى يم.

- پوښتنه: د چين راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- هو د چين پښتو خپرونه د افغانستان په وخت په اووه نيمو بجو ماښام اورم.

- پوښتنه: پښتو خپرونه سمه اورېدل كېږي؟

- نه سمه نه اورېدل كېږي، كله كله نور غږونه ورسره مله وي، سمه صفا نه اورېدل كېږي، نو زموږ هيله دا ده چې دوى پر اف ام څپو هم خپلې خپرونې پيل كړي.

- پوښتنه: د راډيو د خپرونې د لا نور ښه كېدو لپاره څه وړانديزونه او نظريې لرئ؟

- د راډيو د لا نور ښه كېدو لپاره يو دا دى چې وخت يې ډېر كم دى، بايد د دوى وخت زيات شي، او بل دوى د اف ام په څپو كې شروع وكړي، او بل په افغانستان كې بايد دوى د پوست بكس شمېره پرانيزي، چې دوى ته اورېدونكي ليكونه په ډېره آسانه توګه واستوي.

- له بل اورېدونكي پوښتنه: ښه اوس تاسې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې اورېدونكيو ته وروپېژنئ؟

- زما نوم شهاب الدين د كابل پوهنتون د پښتو ادبياتو د دوهم ټولګي زده كوونكى يم.

- پوښتنه: ډېره ښه، تاسې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- بلې كله كله يې اورو.

- پوښتنه: له كومو پروګرامونو سره ستاسې مينه ده، يعنى كله چې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورئ څه ډول پروګرامونه تاسې ته په زړه پورې ښكارېږي چې اورئ يې؟

- د موږ او اورېدونكي پروګرام.

- پوښتنه: پر دې سربېره نور معلوماتي پروګرامونه چې د چين په اړه معلومات وركوي، لكه ژوند په چين كې او دغه راز نور د چين توريستي يا د سيلانۍ پروګرامونه دي، د چين د اقتصاد پروګرام دي، دغه راز نور بېلا بېل پروګرامونه دي، تاسې د كوم ډول پروګرامونو سره مينه لرئ چې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې له لارې يې اورئ؟

- يو خو دا دى چې افغانستان كې راډيو ګانې ډېرې زياتې شوې دي، او خلك ډېرې راډيوګانې نه اوري خو بيا هم د چين راډيو هغه خپل هويت ساتلى دى، ځكه يې خلك اوري دلته، نو داسې ده چې چين ته سفر دى، كه دغسې يو پروګرام دى، زما خوښېږي هغه ښه پروګرام دى، په وېبپاڼه كې هم هغه لېنك يې ما كتلى دى چې چين ته څوك څنګه سفر كولى شي، تر اوسه زه غواړم چې سفر وكړم، هيلمن يې چې چين ته سفر وكړم معلومات چې په وېبپاڼه كې دي هغه كله ګورم كه كله برابر شو، دغه خبره خو ډېره ښه ده.

- پوښتنه: نو د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې د لا ښه كېدو لپاره څه وړانديزونه لرئ چې اورېدونكي لا وكولى شي د پښتو خپرونې اورېدو ته لاسرسى ولري او په ښه ډول يې واوري؟

- داسې ده چې چين او افغانستان خو زما په نظر پخوا يې روابط درلودل چې موږ ورته تاريخي روابط ويلى شو، ډېرو چينايي سيلانيانو په افغانستان كې پخوا ريسرچ (څېړنه) كړې د تاريخي ځايونو په اړه، له دوى سره مواد دي كه هغې خوا ته لاړ شي دوى د افغانستان او د چين تر منځ چې كوم روابط وو پخوا هغه وڅېړي او هغه رابرسېره كړي او موږ يې واورو او ويې ګورو نو دا ډېره ښه خبره ده، او بل وړانديز دا دى چې كه دغه راډيو او د راډيو څپې روښانه شي په افغانستان كې په آسانۍ ونيول شي، هغه سټېشن ونيول شي په هغه راډيو كې او په آسانه واورېدل شي ډېره ښه خبره ده.

- له بل اورېدونكي پوښتنه: د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې اورېدونكيو ته ځان راوپېژنه!

- نوم مې نجيب الله دى، د پولي تخنيك پوهنتون د ساختمانۍ پوهنځۍ د دويم كال زده كوونكى يم.

- پوښتنه: د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونه اورئ؟

- هو اورو يې، له ډېر وخت راهيسې، تقريبا له دوو كلونو راهيسې زه د چين پر راډيو پښتو خپرونه اورم. د راډيو له لارې او كله كله د انټرنېټ پاڼه يې هم ګورم.

- پوښتنه: څه ډول موضوع ګانې ستاسې د خوښۍ او پاملرنې وړ دي؟

- زما د چين هېواد ته سفر او ژوند په چين كې او د نړۍ په اړه معلومات، موږ او اورېدونكي دغه پروګرامونه.

- پوښتنه: د خپرونې د لا ښه كېدو لپاره څه وړانديز لرئ؟

- وړانديز مې دا دى چې يو خو د چين راډيو په افغانستان كې يو نماينده ولري، دفتر ولري يا ځاى خلاص كړي تر څو له خلكو سره نژدې روابط ولري، مثلا دا لومړى ځل دى چې موږ د چين د راډيو يو ژورناليست دلته وينو چې له خلكو سره مركې كوي، نو زما هيله دا ده چې دلته يو دفتر ولري يا يو نماينده ولري چې هغه له خلكو سره له نژدې نه په تماس كې وي او خلك د چين له راډيو نه خبر شياو د هغوى په اړه معلومات تر لاسه كړي تر څو يې اورېدونكي زيات شي، نو زما هيله دا ده او بل يې په څپو كې بدلون راشي تر څو خلك وكولى شي په ښه توګه او په واضح ډول يې واوري، مثلا په اف ام څپو كې زما هيله ده چې دوى خپرونې پيل كړي.

سپوږمۍ: درنو اورېدونكيو سي آر آى په افغانستان كې د لړۍ له مركو څخه مو په وروستۍ مركه په كابل كې له يو شمېر اورېدونكيو سره مركې واورېدې، د موږ او اورېدنكي پروګرام هم ورسره پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn ،او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.