<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-12 18:28:13    
له ګرمو او رومانتيکو احساساتو څخه ډک ويغوري قوم

cri
ګرانو اوريدونکو ښايي تاسي په دې پوهيږي چې د چين د ويغوري قوم له ګرمو او رومانتيکيو احساساتو څخه يو ډک قوم دی ، ويغور په ويغوري ژبه کې د يووالی معنا لري ،د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د دغه قوم په اړه څه معلومات وړاندې کړو،

============== د ويغوري قوم موسيقي ===========

ويغوري قوم د چين د شمال لويديځ په سينجيانګ کې اوسيږي او د خلکو شمير يې اته مليون اته لکه اوشل زره تنو ته رسيږي چې د سينجيانګ سيمې د خلکو د عمومي شمير نيمه برخه نيسي ، هغوي پر اسلامي دين باندې عقيده لري او د ګرمو او رومانتيکي احساساتوڅخه يو ډک قوم دی ،

ويغوريان که نارينه وي اوکه ښخې ټول له سندرو ويلو او نڅاکولو سره ډېره مينه لري ، ډېر خلک د يو يا دوه ډوله سازي الو له ﻻرې موسيقي غږولای شي ، د ويغوري قوم دساز الات رنګارنګ ښکاري ،د بيلګې په توګه دوتار ، ژواپ او طبله په سينجيانګ کې ډېر زيات ليدل کيږي ٠

===================== موسيقي ================

سينجيانګ سيمه په چين کې د سندرو او نڅاګانود ټاټوبې په توګه بلل کيږي ، ميشيلايپ د ساعت تيري لپاره د ويغوريانو يوډول خوندوراو په زړه پوري فعاليت دی ، د دغه سيمې په مختلفو ځايونو کې د ميشيلايپ شکلونه يوشان نه دي ٠ داولانګ ميشيلايپ چې په کاشغرښار کې روان دی خپل ځانګړي سبک لري د دغه فعاليت په پيل کې لومړي د يوه هنرمند لخوا مقدماتي سندره ويل کيږي ،

ورپسي د موسيقي ډله خپل ساز غږوي ، بيا خلک په يوه کړۍ کې سره نڅاکوي ، له دې وروسته د خوښۍ او خوشالۍ فعاليتونه پيل کيږي ، خلک په دغو فعاليتونو کې شعرونه لولي ، يو بل ته د احترام چاي وړاندې کوي ، يو له بل څخه د متروکو د ترلاسه کولو لپاره سيالي کوي ، او داسي نور، په دغو فعاليتونو کې د متروکو د ترلاسه کولو سيالي ډېره په زړه پورې ده چې په ترڅ کې يې يو هلک غواړي د يوې نجلۍ له ﻻس څخه متروکه ترلاسه کړي ، په دې وخت کې نجلۍ په متروکه د سر څحه پرته د دغه هلک د بدن نورو ځايونه وهي ، که وهل درانه وي نو ترې معلوميږي چې نجلۍ له هلک سره مينه لري ، دغه فعاليت خلکو ته خوښي او خوشالي رامنځته کوي او د خلکو ترمنځ يووالی هم پياوړی کوي ٠

په سندرو او نڅاګانو برسيره د ويغوري قام خلک له سپورت سره هم ډېره مينه او علاقه لري ، په زياتو سپورتي فعاليتونو کې سرکس يا په لوړه هوا کې د رسۍ لوبه يوه ډېره په زړه پورې لوبه ده او د ويغوري قوم خلک ورسره ډېره علاقه لري ، د لوبې پروخت لوبغاړي خپلې قومي جامې اغوندي او په لوړه هواکې پر طناب باندې ځي او راځي ، کله کله ويرونکي حرکتونه هم ترسره کوي ، د ١٩٩٧کال د جون په٢٢ نېټه د سينجيانګ يو اديري وشور نومي سړي په ديارلسو دقيقواو اته څلويښتو ثانيو کې په لوړه هوا کې پر فولادي رسۍ باندې د شپزسوو څلويښتو مترو په اوږدوالي لاره ووهله او په دې برخه کې يې نوی نړيوال ريکارډ ټينګ کړ٠ =============== ويغوري سندره ===========

د ويغوري قوم په زياتو سندرو کې ويغوري نجوني د ګلانو په شان ستايل شوې دي ، دوي لويې سترګې ، جګې پوزې او تورې وروځې لري ،ډرې ويغوري

نجوني د ځان د سينګارولو لپاره طبيعي نباتات کاروي ، دغه طبيعي نباتات له يوې خوا د دوي د سنګارولو رول لوبولی شي او له بلې خوا هم ددوي بدن ته ګټه لري ٠

اوسني ويغوري نجوني نه يوازي ډېرې ښکلې ښکاري ، بلکې دوي په زده کړو کې هم ډېر زيارباسي ، نجلۍ مارياپولاتي د سينجيانګ پوهنتون يوه زده کوونکې ده ، هغې خبريال ته وويل حکومت قومي پوهنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري او د زده کوونکو لپاره يې ډېر ښه چاپيريال او شرائط برابرکړي دي ، په دغه پوهنتون کې دوه ويشت زره تنه زده کوونکي شته چې د ملي لږکيود زده کوونکو شميرپکې له يولس زرو تنو څخه اوښتی دی ، د دغه شمير په سلو کې نوي ويغوري زده کوونکي دي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد، نيکمرغه او خوشاله اوسي ٠