د سين هوا خبري اژانس د خبر له مخې : د افغانستان پوليسو د دې خبر پخلی وکړ چې د اکتوبر په دوولسمه نېټه سهار د دغه هيواد په ختيځ په خوست ولايت کې د دوو چاودنو له امله د دوو افغان سرتيرو په ګډون ١٩ تنه ټپيان شوي دي .
د خوست ولايت د پوليسو اداری مشر په همدې ورځ خبريالانو ته وويل دغه بمی چاودنه د سهار په اتو بجو د خوست ښار ته نژدی په يوه لاره پيښه شوه چې له امله يی دری بی ګناه کسان ټپيان شول . له دغې چاودنې لس دقيقې وروسته په دغه ولايت کې د حکومتی پوځ په وړاندې يوه بله ځان مرګې چاودنه وشوه چې له امله يی دوه حکومتی سرتيری او ١٤تنه بی ګناه کسان ټپيان شول او د چاودنې تر سره کوونکی ووژل شو .