د اکتوبر په ديارلسمه نېټه د افغانستان په جنوب د کندهار په ښار کې يوه ځان مرګې چاودنه وشوه چې له امله يې د دغه هيواد اته بی ګناه کسان ووژل شول .
د افغانستان د ځايی پوليسو د معلوماتو له مخې د ځان مرګې چاودنې تر سره کوونکي موخه په دغه سيمه کې د ناټو ځواکونو د ګزمی يوه ډله وه . په دغه چاودنه کې د ناټو دوه تنه سرتيري او دری تنه نور بی ګنا افغانان ټپيان شوي او د ناټو او د ملکی افغانانو څلور موټر هم زيانمن شوي دي .
د روان کال له جنورۍ راهيسی د افغانستان په بيلا بيلو ځايونو کې د ځان مرګو بريدونو پيښی له ٧٠ څخه اوښتی چې له امله يی په سل ګونو تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي .