<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-14 19:38:01    
مونږ او اوريدونکي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو د موږ او اورېدونكي همدغه خپل پروګرام ته مو زه امان الله عمران له خپلې همكارې سپوږمۍ سره په ګډه هركلى كوم، پوهېږم چې د خپلو ليكونو اورېدلو ته به په لېوالتيا راډيوګانو ته په انتظار ناست وئ، نو خپلې خبرې نورې نه اوږدوم او مخكې له دې چې مايكروفون سپوږمۍ ته پرېږدم، تاسې محترمو اورېدونكيو ته يادونه كوم چې د (زه او سي آر آى راډيو) مسابقې پايلې به د پروګرام په پاى كې درته اعلان كړو، دغه مسابقه د تېرې مۍ مياشتې له ديارلسمې څخه پيل او بيا يې د سپتمبر تر لومړۍ دوام وكړ چې تاسې محترمو اوردونكيو په كې برخه واخيسته، نو د بختورو او برياليو اورېدونكيو نومونه به د پروګرام په پاى كې درته اعلان كړو، خو اوس به سپوږمۍ لومړى ليك راوخلي او پروګرام پيل كړي.

سپوږمۍ – د صوبه سرحد له مانسهرې څخه د آريانا د كلب مشر محمد عارف عرفان له خوا درې ليكونه رارسېدلي دي، لو مړى يې سلامونه ويلي بيا يې ليكلي دي: زه او زما ملګري د آريانا كلب غړي سردار خان احمدي، خان محمد خاكسار، عبد الغياث همراز، سيدا ګل همكار، اغاګل ملنګيار، سرباز خان، غلام رسول غمګين، قدرت الله ارماني، طارق الله همدرد او نجيب الله خان موږ ټول هر ورځ د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې په شوق او ذوق سره اورو، په تېره بيا د موږ او اورېدونكي پروګرام سره خورا زياته مينه لرو. ښاغلى عرفان بيا ګيله كوي او وايي: زه د سي آر آى راډيو دپښتو څانګې له هغو همكارانو څخه ګيله لرم كله چې پوښتنپاڼې چاپ شي نورو ملګرو ته يې استوي او يوازې ما او زما ځينې نورو ملګريو ته يې نه را استوي، زه ډېر سخت ګيلمن يم. دغه ښاغلى اورېدونكى بيا ګواښ كوي او زياتوي: كه مو په راتلونكي كې له ماسره داسې ظلم وكړ، نو د خپل كلب له همكارانو سره به يو ځاى ستاسې سره

قلمي اړيكي پرې كړم. محمد عارف عرفان وړاندې تللى او وايي: زه ستاسو څخه لږ نه بلكې زيات ګيلمن يم، څو ځله مې د نويو همكارانو د عكسونو رالېږلو غوښتنه وكړه تاسې هېڅ مثبت يا منفي ځواب را نه كړ، او كه چېرې مو دا ځل د عكسونو او پوښتنپاڼو مثبت يا منفي ځواب را نه كړ نو د خپلو دوستانو سره يو ځاى به كلك هوډ وكړم چې له تاسې سره قلمي اړيكي پرې كړو، دا مې ځكه دومره كلك ليكلي دي چې زه ډېر سخت په غوسه يم او زياته ګيله لرم، هيله لرم چې ستاسې د خپګان لامل نه شي. دغه اورېدونكي خو يو ځل ښې له غوسې ډكې خبرې كړې آو بيا يې ويلي چې زموږ د خپګان سبب نه شي، ښاغلى عرفان صاحب موږ هڅه كووچې ټولو اورېدونكيو ته خپل مطبوعاتي او خپرنيز توكي واستوو، ښايي ستاسې په پته كې د ستونزې له امله زموږ خپرنيز توكې نه وي در رسېدلي، هيله ده خپلو ليكونو او نظرونو را استولو ته دوام وركړئ.

عمران – دغه ليك د پېښور له زرګر آباد څخه نعمت الله د شېرولي زوى رالېږلى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: ستاسو رالېږلې مجلې مو ترلاسه كړې، خو له بده مرغه په پاكټ كې يو شان مجلې وې او نور په كې هېڅ نه وو، مهرباني وكړئ چې مجلې په ګڼ شمېر مه رالېږئ بلكې رنګارنګ مواد راولېږئ. نوموړى بيا زياتوي: مهرباني وكړئ پاكټونه، انګليسي، پښتو او اردو مجلې، قلمونه، كتابچې او راډيو راولېږئ. ښاغلى اورېدونكيه نعمت الله صاحب څرنګه چې تاسې د يو كلب د درلودلو او د اويا په شمېر يې د غړيو ادعا كوئ نو موږ ځكه تاسې ته په ګڼ شمېر يو شان مجلې، خپرنيز توكي يا پښتو هنداره در استوو چې كه په رښتيا د اورېدونكيو كلب لرئ او تاسې يې مشري كوئ د هغوى تر منځ يې ووېشئ او يو له بل سره يې د

بڼې او موضوعاتو په اړه خبرې اترې او سلا مشورې وكړئ، ښاغلى نعمت الله بيا زياته كړې: ګرانو زما يو ورور دى چې ډېر زيات غريب دى او زما پر راډيو ستاسې خپرونې اوري، مهرباني وكړئ چې د هغه لپاره يوه راډيو راولېږئ. ښاغلى نعمت الله، تاسې خو ځان د كلب مشر بللى، نو يو مشر ته لازمه ده چې د خپل كلب له غړيو سره همكاري وكړي، بيا پاتې شوه د خپل ورور خبره چې بايد هرو وخت ورسره همكاري وكړى شي، دا چې ستاسې ورور ستاسې پر راډيو زموږ خپرونه اوري د خوشحالۍ ځاى دى، زموږ په نظر خو لازمه ده چې نه يوازې له خپل ورور بلكه د سي آر آى راډيو له هر بل مينه وال اورېدونكې سره د پښتو خپرونې په اورېدو كې همكاري، لارښونه او مرسته وكړئ.

سپوږمۍ – دغه راز د همدغه اورېدونكي پلار شېر ولي خان فلاينګ كوچ والا هم ليك را استولى، او ليكي: زه د خپل كلب په استازيتوب د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته سلامونه وايم. د چين د بين المللي راډيو له اړخه رالېږل شوې پښتو هېنداره مو ترلاسه كړه، چې خپل خپور شوى ليك مې هم په كې ولوست، دېر زيات خوشحاله شوم، هيله ده چې زما او او زما د زوى نعمت الله د رلېږلي عكسونه هم په پښتو هېنداره كې چاپ كړئ. ستاسې پروګرامونه په مينه او شوق سره اورو.

ښاغلى شېرولي خان زياته كړې: ګرانو د تېر كال په شان سږ كال بيا د خيبر لسنرز كلب د ۲۰۰۶ كال د اګست په لومړى نېټه د يوې غونډې جوړونكى دى، دغه غونډه به په پاكستان او افغانستان كې د سي آر آى راډيو مقبوليت تر عنوان لاندې تر سره كېږي، په دغه غونډه كې به د پنځه لسو كلبونو استازي ګډون لري. نوموړى بيا هيله كوي او وايي: د دغې غونډې لپاره موږ

ته هر ډول مواد راولېږئ، بيا زياتوي هېره دې نه وي چې موږ د اكتوبر په لومړۍ نېټه د چين په اړه يوه بله غونډه هم لرو. د ښاغلي شېرولي خان له ليك او سلامونو زياته مننه كوو، موږ هڅه كوو هر وخت تاسو او نورو اورېدونكيو ته د سي آر آى پښتو خپرونې خپرنيز مواد ولېږو، هيله تاسې د خپلې غونډې او نورو فعاليتونو په اړه موږ ته معلومات راواستوئ.

عمران – په مانسهره كې د افغان كډوالو د اچړيان له كمپ څخه د عبيد الله صديق له خوا دوه ليكونه را رسېدلي چې د امام نسائي د لومړي ښونځي زده كوونكى دى، او ليكي: زه او زما ملګري هر يو اظهار الحق رحيمي، هدايت الله همت، ضياء الرحمن سېلاب، عنايت الله رحيمي، حبيب الله رحماني، عطاء الرحمن، عبد الكبير محمدي، عبد المجيد فيض، سجاد الله سيند، محمد عارف بشر دوست او مسلم خان محمدي ټول د سي آر آى راډيو كاركوونكيو په تېره بيا د پښتو هېندارې چلوونكيو ته سلامونه استووو. ښاغلي عبيد الله صديق بيا ليكلي: زلزلې زموږ كورونه نړولي دي او دومره وزګار نه يوو چې تاسې ته ليكونه درواستوو. نوموړي د خپل يو ليك په پاى كې د پاكټونو د ورلېږلو او د موږ او اورېدونكي پروګرام د زياتولو غوښتنه كړې او بيا يې دغه ټوكه هم را استولې او

وايي: يو دكاندار د ګوړې پر بوجۍ (مالګه) ليكلي وو، نو يو سړى راغى اويې پوښتل چې ګوړه لرې؟ دكاندار ورته وويل: ورو وايه! چې مچان خبر نه شي. ما هم ځكه د ګوړې پر بوجۍ (مالګه) ليكلې ده.

سپوږمۍ- د پروګرام په وروستۍ برخه كې به د (زه او سي آر آى راډيو) مسابقې پايلې اعلان كړم او د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې په دغه مسابقه كې يې بخت ملګرى و او بريالي شوي دي:

د ځانګړې جايزې اخيستونکی: حفيظ الله غښتلی

د لومړۍ جايزې اخيستونکی: محمد اقبال بشر دوست( د اريوب کلب مشر)

د دوهمې جايزې اخيستونکي: نثار احمد احمدی (د خراسان کلب مشر)

محمد شفيق مقاليديار(د يوراج کلب مشر)

د دريمې جايزې اخيستونکي: مبشر حسين عشير( د پاک ليسنرز کلب مشر)

قاری نعمت الله (د خيبر لسنرز کلب مشر)

سيد الرحمان بهير( د باختر لسنرز کلب مشر)

عمران صاحب دا وه د (زه او سي آر آى راډيو) د مسابقې پايلې، اوس نو د پروګرام وروستيو شېبو ته لنډ شوي يوو نو د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې ده؟

عمران – راځه چې د پروګرام په دې برخه كې د (هما) په ښكلي غږ دغه سندره واورو:

(خوبه راشه جانان ته مې يوسه) د (هما) په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.