<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-19 18:45:55    
د چين د خوي قوم او ددوي کوچنی اختر

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننې کړۍ کې به تاسو ته د چين د خوي قوم او ددوي د روژې پاي يا کوچني اخترپه باب معلومات درکړو٠

د چين د خوي قوم خلک مسلمانان دي او زياتره خلک يې د چين په شمال لويديخ کې اوسيږي ، د روژې پای اختر د مسلمانانو يو مهم اختر دی او په چين کې هم د خوي قوم دکال له ډېرو مهمو اخترونو څخه دی ، ددغه اختر له رارسيدو مخکې د خوي قوم خلک تر ټولو لومړی خپل کورونه پاکوي ، سليمانۍ ته ورځي ، دغه راز هغه خلک هم چې په نورو ځايونو کې کار او سوداګري کوي بايد د دې جشن د رسيدو مخکې بيرته خپلو کورونو ته ولاړشي

په چين کې د خوي قوم خلکو کوچنی اختر درې ورځې دوام لري ٠ د اختر د لومړې ورځې په سهار خلک وختي له خوبه پاځيږي ، انګړونه او لارې پاکوي چې د اختر لپاره يو پاک او برابر چاپيريال رامنځته شي ،لويان ځان لمبوي ، کوچنيان هم خپل مخونه پاکوي او ټول خلک پاک او ښکلي کالي اغوندي او سپينې خولۍ په سرکوي ،جوماتونه هم پاک او په رنګينو څرانونو ښکلی کيږي ، د سهار په اتو بجو خلک په جوماتونو کې راغونډيږي، په ځينو ځايونو کې دلمونځ کوونکوشمير له لسو زرو څخه هم زيات وي ، که په جومات کې دومره زيات خلک نه ځاييږي ، نو خلک يو بل هوار او پراخ ځای غوره کوي او هلته مراسم ترسره کوي کله چې ملاد دعاد مراسمو پيل اعلان کړي ، نوخلک خپل بوټان باسي ، خپل جای نمازونه پر ځمکې اواروي ، کتار په کتار په منطم ډول مخ په لويديځ دقابلې لورې ته سجده کوي اود مکې معظيمې کعبې خوا ته لمونځ ادا کوي ، که له ليرې ځای څخه لمونځ کوونکي وګوري ، ددوي پر سرونو باندې سپينې خولۍ لکه ديوې پراخې سپينې وريځي په شان ښکاري ٠

دغه مراسم د معمولي جمعې ورځې د عبادت د مراسمو په پرتله ډېر درانه وي او هرومرو ترسره کيږي چې که باران اوري يا سخت باد لګيږي ، خلک هم په تودو احساساتو سره دغو مراسموته حاضريږي ٠

د مراسمو له پاي ته رسيدو وروسته خلک ملا ته د اختر مبارکي وايي او ورپسي بيا يوله بل سره سلام او مبارکي کوي ، له دې وروسته خلک دملاپه مشرۍ مقبرې ته ځي او د مړه شويو خپلوانانو لپاره دعاکوي او د قران أيتونه لولي چي ټول فعاليت پاي ته ورسيږي ، نو خلک يو بل ته د اختر مبارکي وايي او د اختر د مبارکي لپاره يو دبل کور ته ځي

دغه راز د اختر په ورځو کې د خوي قام هره کورنۍ د اوړو څخه راز راز ځانګړي سبک لرونکي دوديز خواړه پخوي او د چرګانو ، وزو، غويانو او سويانو له غوښو څخه هم ښه ښه خوندور خوراکونه پخوي چي خپلوانو او دوستانو ته يې د اختر د سوغاتونو په ډول ورکوي ٠

د اختر په ورځو کې د ګاونډيانو ، دوستانو او خپلوانو ترمنځ د اختر مبارکي پر ويلو برسيره واده شوي او کوژده شوي زومان هم د تحفې په وړلو سره د خپلې ميرمنې کور ته ځي او خسر او خواښې ته د اختر مبارکي وايي ، د خوي قوم د دود له مخې زوم بايد د اختر په لومړيو دوو ورځو کې دخپلې خسرګڼۍ کره ولاړشي چې د ميرمنې پلار او مور ته د اختر مبارکي ووايي ، که ناوخته وي نو دواړو خواوو ته به بدمرغي

ورسيږي ،

د خوي قام زياتره ځوانان د کوچني اختر په موده کې واده کوي ، چې له دې امله يې د اختر فضا نوره هم خوشاله او ګرمه ښکاري ،

د ټولنې د پرمختګ سره سره د خوي قام د خلکو په کوچني اخترکې ځيني نوي محتويات زيات شوي دي ، په هغو سيمو کې چې د خوي قوم زيات خلک اوسيږي پر پورتنيو فعاليتونوبرسيره د خوشالۍ او خوښۍ ساعت تيري لپاره ځينې فعاليتونه هم رامنځته شوي دي ، د بيلګې په توګه په ځينو سيمو کې د خوي قام ځوانان د اختر په ورځو کې د زمري په شکل هنري ننداره ښيي ، پهلواني کوي ، رسۍ کشوي او ځيني خلک چې د چين د وو شو سره مينه لري د ووشو يا کونګ فو سيالي کوي ، په ښارونو کې زيات ځوانان د ساعت تيري لپاره پارکونو او باغونو ته ځي ٠

ګرانو اوريدونکو د پروګرام ننني کړۍ په همدې ځای پاي ته ورسيده، ستاسې دې هم روژه او اختر مبارکه وي ، نيکمرغه او خوشاله اوسي ٠