<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-21 19:24:19    
مونږ او اورېدونکی

cri

غوټۍ – قدرمنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه، د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو دا ځل زه غوټۍ له خپل همكار امان الله عمران سره په ګډه هركلى كوم، پوهېږم چې تاسو ټول اورېدونكي به د خپلو ليكونو اورېدلو ته په لېوالتيا راډيوګانو ته په انتظار ناست وئ، او مخكې له دې چې مايكروفون عمران صاحب ته پرېږدم، تاسې محترمو اورېدونكيو ته يادونه كوم چې د (زه او سي آر آى راډيو) ماسبقې پايلې به د پروګرام په پاى كې درته اعلان كړو، دغه مسابقه د تېرې مۍ مياشتې له ديارلسمې څخه پيل او بيا يې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې دوام وكړ چې تاسې محترمو اوردونكيو په كې ګډون وكړ، نو د بختورو او برياليو اورېدونكيو نومونه به د پروګرام په پاى كې درته اعلان كړو، خو اوس به عمران صاحب لومړى ليك راوخلي او پروګرام پيل كړي.

عمران- غوټۍ زه به هم همداسې وكړم، لومړى به يو برېښنا ليك راواخلم چې امين عادل له يو نامعلوم ځاى څخه را استولى. ښاغلي عادل په خپل برېښنا ليك كې څه نه دي ليكلي، خو د (ژوند يو موسكا او يوه اوښكه) تر سر ليك لاندي يې يوه ليكنه را استولې ده چې ورته وبه يې لولو:

(هره اوښكه پاى لري، د هرې اوښكې پاى موسكا ده... هره موسكا پاى لري او د هرې موسكا پاى اوښكه ده... ژوند پيل او پاى لري... موسكا او اوښكه... نو مه ډېر خوشالېږه او مه ډېر خپه كېږه.

ناهيلي مه پرېږده چې د نفس واګې دې په لاس كې واخلي... او ګوره چې هر سهار نوى لمر راخېژي.. ترڅو هر انسان هغه درس زده كړي، چې الله يې ور زده كول غواړي... لمر چې هر سهار را و نه خېژي هېڅكله به لوېده ونه لري، هېڅكله خپګان مه كوه ځكه خپګان پاكې سوتره اوبه درته خړې ښكاروي، ګل د اغزي په رنګ اړوي او ښكلى بڼ د وچې دښتې په

بڼه ښيي.

د ګناه وړتوب ته مه ګوره... بلكه د هغه چا لويوالي ته وګوره چې په سرغړونه كې يې ترې كوې. دنيا د سيند د اوبو په ډول ده... څومره چې زياتېږي هومره نور تېزېږي، هوښيار ته پكار ده چې د خپل پېر ټول خلك په ښه توګه وپېژني.. د خپلې ژبې واك ولري، ځكه ژبه د هر انسان لپاره بلا هم وي.

د خپل واك او خپلې ګټې لپاره خلك مه سپكوه، كه يو ځل دغه واك او دغه ګټې د بل شوې كله به هم ستا پر لور را ونه ګرځي.

اى بني ادمه! كله چې زيږېدې، ستا په سترګو كې اوښكه او د نورو پر خوله موسكا وه، داسې مړ شه، چې ستا پر خوله موسكا او د نورو په سترګو كې اوښكې وي.

غوټۍ- د افغانستان دخوست ولايت د علي شېرو ولسوالۍ له صبريو كلي څخه د شفيق الرحمن مقاليد يار له خوا دوه ليكونه رارسېدلي دي. لومړى يې د چين بين المللي راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې په خپل يو ليك كې ليكلي چې يوراج كلب ټول كارونه ماته را په غاړه شول، ځكه چې د ده په وينا د كلب مشر څه موده مخكې دوبۍ ته سفر وكړ، نو د كلب د نورو غړيو په خوښه دغه دنده ماته را په غاړه شوه، بيا زياتوي: له خپل وس سره سم به ټول كارونه سرته رسوم خو په درناوي له تاسې نه هيله كوم چې خپل په زړه پورې وړانديزونه او مرستې را نه ونه سپموئ.

ښاغلى مقاليد يار بيا په خپل بل ليك كې وايي: زه به له نن نه وروسته د محمدشفيق مقاليديار په نامه ليكونه درلېږم، ځكه وايي چې په ولسوالۍ كې د تذكرې د اخيستلو په مهال مې چارواكي نوم همداسې وليكه. اورېدونكي ښاغلي مقاليديار په پښتو هنداره كې هم د دغې خبرې د يادونې غوښتنه كړې ده چې د ده په وينا ټول اورېدونكې پرې خبر شي.

عمران – غوټۍ ښاغلى مقليديار نو د خپل نوم په بدلولو سره ټول اورېدونكي خبروي، ده يو غزل هم را استولى چې يو څو بيتونه به يې ورته ولولو:

نه مې پردى او نه مې خپل وژني ولې ما به ستا اوربل وژني

چې تور زلفان دې پر مخ شړك راكوي نو وايه ما به څنګه بل وژني

صرف راته ست كړه شونډې نه غواړمه ټول رقيبان به ستا راښكل وژني

غوټۍ دغه بل ليك به هم راواخلم چې له كوهاټ څخه د احمد شاه ابدالي كلب مشر ملنګ جان شابيوال رالېږلى دى. ده لومړى سلامونه او خپلې نېكې هيلې ليكلې او بيا يې ويلي: له هر څه مخكې د خپل كلب په استازيتوب خوږې او په پښتو ژبې مينې سپوږمۍ جانې ته د پښتو نوم په غوره كولو د زړه له كومي مباركي وايم. بيا زياتوي: د

سپوږمۍ جانې دغه عمل موږ ستايو او پر دې وياړو چې زموږ له ژبې سره دومره مينه لري. ښاغلي شابيوال د سپوږۍ په ستاينه كې نوره زياته كړې: موږ د سپوږمۍ له پښتو

خبرو سره زياته مينه لرو، موږ ته يې خبرې بيخي د يوې پښتنې په څېر ښكاري، په زړه پورې پښتو وايي. ښاغلي شابيوال د خپل ليك په اوږدو كې د پوښتنپاڼو، پښتو هندارې او د نورو مطبوعاتي موادو د ور رسېدو ډاډ راكړى او د پښتو هندارې ستاينه يې كړې ده، چې موږ هم په خپل واور ترې مننه كوو.

غوټۍ – د پاكستان د صوبه سرحد له اچړيان څخه اورېدونكې عبد الكبير محمدي دغه ليك را استولى دى، لومړى يې د سي آر آى راډيو پښتو څانګې ټولو كاركوونكيو سلامونه ويلي، او بيا يې ليكلي: محترمو، زه د پېښور په صدر كې د مسافرۍ شپې او ورځې سبا كوم، زه چې هر ځاى وم نو هلته د چين بين المللي راډيو ستاينه كوم ځكه چې ډېره مينه ورسره لرم. ښاغلى محمدي زياتوي: زما سره دلته په صدر ښار كې ملګري هر يو خالد نوري، شاهد ارماني، مجاهد، رضوان ارماني، شريف الله او رفيع الله قدرتي هم نېكې هيلې وړاندې كوي. نوموړى وايي: ما خپله پته مانسهره ليكلې ځكه چې كور مې هلته دى خو له ډېرې مودې راهيسې دلته يم، نوموړي بيا په پاى كې د چين د لوى دېوال د ډي وي ډي ور استولو غوښتنه كړې او كه نه نو خپه به شي او په خپله وينا قلمي رابطه به پرېكړي.

عمران – د صوبه سرحد د كوهاټ له ګمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشردوست او ورسره ملګرو يې هر يو جمال الدين، اجمير، محمد نعيم، قاري سعد الدين، قاري اختر محمد، شاه مير دوكاندار، هرات خان ځاځى، ميوند، عبد الله او وړوكۍ دانش يو اوږد ليك را استولى دى، لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسو له هلو ځلو څخه يو جهان مننه، ستاسې ښايسته او په زړه پورې خپرونه موږ دېته هڅوي چې ستاسې سره خپل قلمي اړيكي او همكاري ټيګه وساتو. بيا زياتوي او ليكي: ستاسې د انټرنېټ پاڼه ډېره په زړه پورې ده، موږ يې تل ګورو او ستاسې له راډيو څخه ټول خپاره شوي پروګرامونه په كې موجود وي. ښاغلى بشر دوست بيا د يوې ستونزې يادونه كوي او وايي: موږ له يوې داسې ستونزې سره مخامخ يوو چې دلته كمپيوټرونه د پښتو زېرميز له خدمت څخه برخمن نه دي او دغه آسانتيا دلته نه شته او ټول پروګرامونه په انګريزي ژبه دي، موږ چې كله برېښنا ليك در استوو نو د انګريزي يا لاتيني توريو په كارولو سره يې ليكو، او په دې نه پوهېږو چې تاسې به زموږ پر برېښنا ليك پوهېږئ او كه نه. ښاغلى بشر دوست صاحب موږ ستاسې پر برېښنا ليك پوهېږو، نو كه د انټرنېټ له آسانتيا څخه برخمن وئ نو هيله ده چې برېښناليكونه هم راوستوئ. ښاغلي بشر دوست د خپل ليك په اوږدو كې د راډويو له اورېدو سره د خپلې مينې كيسه كړې او ټينګار يې كړى چې اوس يوازې د سي آر آى راډيو اوري، چې موږ هم ترې مننه كوو، او د لا نور برياليتوب هيلمن يې يوو.

غوټۍ- عمران صاحب اوس به نو د پروګرام په دې برخه كې د (زه او سي آر آى راډيو) مسابقې پايلې اعلان كړم او د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې په دغه مسابقه كې يې بخت ملګرى و او بريالي شوي دي:

د ځانګړې جايزې اخيستونکی: حفيظ الله غښتلی

د لومړۍ جايزې اخيستونکی: محمد اقبال بشر دوست( د اريوب کلب مشر)

د دوهمې جايزې اخيستونکي: نثار احمد احمدی (د خراسان کلب مشر)

محمد شفيق مقاليديار(د يوراج کلب مشر)

د دريمې جايزې اخيستونکي: مبشر حسين عشير( د پاک ليسنرز کلب مشر)

قاری نعمت الله (د خيبر لسنرز کلب مشر)

سيد الرحمان بهير( د باختر لسنرز کلب مشر)

عمران صاحب دا وه د (زه او سي آر آى راډيو) د مسابقې پايلې، اوس نو د پروګرام وروستيو شېبو ته لنډ شوي يوو نو د پروګرام لپاره دې كومه سندره غوره كړې ده؟

عمران – راځه چې د پروګرام په دې برخه كې د (صديق شباب) په غږ دغه سندره واورو:

(ګرده دې لمن) د (صديق شباب) په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.