<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-26 18:29:39    
د خه جه قوم له کب نيونکو سره يوه ورځ

cri

============= موسيقي ===============

قدرمنو دوستانو همدا اوس تاسو د چين د خه جه قوم د کب نيونکو په اړه د يوې سندرې يوه برخه واوريده ، د چين د خه جه قوم د چين په ٥٥ قومونو کې له هغو قومونو څخه دی چې د خلکو شمير يې ډېر کم دی او تر اوسه پورې تر پنځه زرو تنو هم لږ دي ، دوي د چين په شمال ختيځ کې اوسيږي او د اوسيدنې سيمه يې د خۍ لونګ جيانګ ، وو سولي جيانګ او سونګ خوا جينګ د دريو سيندونو پر غاړو پرته ده ، دوي د کبانو نيولو او د حيواناتو د ښکارولو له ﻻرې خپل ژوند تيروي ٠

سهار چې کله لمر هم پوره د سمندرله سطحې څخه ﻻنه وي راختلی او د سينددپاسه نري ګرد هم ليدل کيږي ، د خه جه قوم کب نيولو کار پيل کيږي ، د خۍ لونګ جيانګ ولايت د ژاو خه ولسوالۍ د خه جه قوم کب نيونکي يو مين جي او دده زوي د خپلې کب نيونکې بيړۍ په چلولو سره له بندر څخه وخوځيد او په خپل کار يې پيل وکړ ، بيړۍ له شلو دقيقو روانيدو وروسته د کبانو نيولو ځای ته ورسيده ٠

د خه جه قوم کب نيونکو اکثرأ په سيندونو کې له څه نا څه لسو کلونو راهيسي کبان نيولي دي ، ځينو يې حتی خپل ټول عمر د کبانو نيولو لپاره تيرکړی دی، دوي ټول د کبانوپه نيولو کې لوي ﻻس لري ، د سيند په کوم ځای کې څه ډول کبان شته او بايد په کومه ﻻره ونيول شي ، پردغو ټولو چارو ښه پوهيږي ، يو جون تاو د کب

نيونکی يو مين جي زوي دی ، هغه زمونږ خبريال ته وويل ===== اواز ٣ =========

زه روان کال درويشت کلن يم ، اوس د خپل پلار سره کبان نيسم او د ژمي په موسم کې ﻻسي هنري شيان جوړوم ، مثلأ د ونو پر پوست باندې انځورونه کاږم، دا ډول مهارت زما له نيکه څخه راپاتې شوی دی ، زما پلار ، کاکا او ماما هم له کارونو څخه په فارغ وخت کې هم دغسي انځورونه کاږي = هغه زياته کړه چې پخوا به د خه جه قوم کب نيونکو د کبانو نيولو په وخت کې له لرګيو څخه جوړې شوي کوچني بيړۍ چلولې خو اوس د هرې کورنۍ کب نيونکي موتوريزه بيړۍ لري ، دوي اوس هم دغسي بيړۍ چلوي ،

غرمه وه ، کب نيونکي د نيول شويو کبانو سره بندر ته بيرته راغلل ، کله چې دوي بندر ته پورته شول نو کبان پيرودونکي سمدستي کب نيونکي راچاپيرشول او په لنډ يو مهال کې د کب نيونکولخوا نيول شوي کبان د پيرودونکو لخوا واخيستل شول ، هلک يو مين جي د خپلو کبانو د پلورلو له ﻻرې سل يوانه پيسې ترلاسه کړې =

زمونږ خبريال د خه جه قوم د يوه سړي په کور کې ډوډۍ وخوړله ، دده کور د خه جه قوم ځانګړي بڼه لري ، د کور پر ديوال باندې د کبانو د پوستکو څخه جوړشوي زيات شيان ځوړند دي ، کوربه ښاغلي سون له هغولږوکسانو څخه دی چې د خه جه قوم په ژبه خبرې کولای شي ، د خه جه قوم ليک نه لري ، خو دوي د اوږدې مودې د کبانو نيولو او حيواناتو ښکارولو په بهير کې خپله قومي ژبه جوړه کړې ده ، خو اوس ډېر لږ خلک په دغه ژبه خبرې کولای شي ،هغه وويل ====== اواز ٤ =======

زه سږکال څلور پنځوس کلن يم ، کله کله زه په قومي ژبه خبرې کوم ، پلار او مورمې په قومي ژبه خبرې کوي ٠

د ښاغلي سون په کور کې د غرمې له ډوډۍ خوړلو وروسته خبريال د يو بل کب نيونکي ښاغلي ګاو وين کب نيونکي بيړۍ ته پورته شو، په بيړۍ کې مونږ د سيندمخکني غاړه وليده ، پر دغې غاړې د روسيې خلک اوسيږي ،د سيند منځنې برخه د چين او روسيې ترمنځ سرحدي کرښه ده ، خبريال ويريده چې بيړۍ له سرحدي کرښې څخه پوري ووځي ، خو ښاغلي ګاو وين په باور سره وويل === اواز ٥ ====== څه دپاسه شل کاله کيږي چې زه په دې سيند کې کبان نيسم ، هيڅکله له دغې کرښې څخه پوري نه يم پورې وتلی ، زمونږ دغه ځای يو ډېر ښه ځای دی ، غرونه او ښه سيند پکې شته ،وخت ماښام ته نژدې شو ، د ښاغلي ګاو وين بيړۍ د زياتو نيول شويو کبانو سره بيرته دخپل کور په لور روانه شوه چې بندر ته ورسيده ، خبريال وليدل چې د زياتو کورنو له دودکښونو څخه دود پورته کيږي ٠ د خه جه قوم له کب نيوونکوسره يوه ورځ په خوشالۍ سره تيره شوه ،٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد خوشاله او نيکمرغه اوسي ٠