<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-10-28 19:06:00    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه، د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه امان الله عمران هركلى كوم، له دې وروسته به د موږ او اورېدونكي پروګرام د وړاندې كولو دنده يوازې زما پر غاړه وي، د پروګرام په اوږدو كې به تاسې ته يوه سندره هم خپروم، هيله ده تاسې هم د سندرو په غوره كولو كې راسره مرسته وكړئ او د خپلې خوښې سندرو د خپرولو لپاره خپل وړانديزونه را واستوئ. اوس نو څرنګه چې تاسې ټول اورېدونكي به د خپلو ليكونو اورېدلو ته په لېوالتيا راډيوګانو ته غوږ وي، نو خپلې خبرې نه اوږدوم، خو مخكې له دې چې په ليكونو پيل وكړم، يادونه كوم چې د (زه او سي آر آى راډيو) ماسبقې پايلې به د پروګرام په پاى كې درته اعلان كړم، دغه مسابقه د تېرې مۍ مياشتې له ديارلسمې څخه پيل او بيا يې د سپتمبر تر لومړۍ نېټې دوام وكړ چې تاسې محترمو اوردونكيو په كې هم ګډون وكړ، نو د بختورو او برياليو اورېدونكيو نومونه به د پروګرام په پاى كې و وايم، خو اوس به د پروګرام لومړى ليك راوخلم.

- دغه لومړى ليك به را واخلم چې د امريكا له كليفورنيا څخه سندرغاړي او هنر مند حيات كاكړ را استولى دى. د پښتو څانګې كاركوونكيو ته يې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: ستاسې د ډېر لطف او محبت ډك ليك له مجلو او د سي آر آى په باره كې له پوره معلوماتو سره يو ځاى راورسېد، رښتيا هم ډېر يې خوشحاله كړم او دا چې زما سندرې مو خوښې شوې دي بيا هم ډېر خوشاله يم او ستاسې مننه كوم. ان شاء الله زه به همېشه ستاسو سره اړيكي تينګ ساتم او نوې سندرې او ډكلمه شوې شعرونه به درلېږم. ښاغلي كاكړ بيا زياته كړې: زه په قندهار كې نړى ته راغلى يم او له وړكتون څخه تر پوهنتون پورې مې ټول ژوند په كابل كې تېر كړى دى، زما مېرمن د هندوستان له مسلمانانو څخه ده، په هند كې مې هم ډېر ژوند كړى او هندي ژبه مې پوره زده ده، نو نه پوهېږم چې دري او هندي سندرې ستاسو د استفادې وړ كرځي او كه نه؟ ښاغلي كاكړ بيا ليكلي: زه له ګران افغانستان څخه ډېر كلونه كېږي چې بهر يم، اوس په امريكا كې ژوند كوم او زده كړې مې د الوتكې د انجينيرۍ په برخه كې كړې دي. د نړۍ زياتو هېوادونو ته مې سفر كړى، موسيقې مې له وړكتوب راهيسې ملګرې ده او مينه ورسره لرم، زه د افغاني اورېدونكيو په پرتله ډېر هندوستاني اورېدونكي لرم، په موسيقۍ كې له ماسره بل ملګرى نه شته، ټول ترتيب يې د كمپيوټر له لارې په خپله ترسره كوم. سندرغاړى حيات كاكړ د خپل ليك په دوام ليكي: زما سندرې په بازار كې نه پيدا كېږي، ځكه چې زه د پيسو لپاره سندرې نه وايم او دا يوازې زما شوق دى. ډېر كسان چې زما سندرې يې پر ټلويزيون او راډيو اورېدلې او له ما نه يې د ورلېږلو غوښتنه كړې نو هغوى ته يې د سوغات په توګه ور استوم. زه نژدې ۱۵ سي ډي ګانې او درې ډي وي ډي لرم.

درنو اورېدونكيو، د پروګرام په دې برخه كې به د ښاغلي كاكړ صاحب له سندرو څخه يوه سندره واورو چې موږ ته يې رالېږلې دي.

(ورو ورو ځه زما دلبره) د حيات كاكړ په غږ مو درنو اورېدونكيو ښكلې سندره واورېده. پروګرام ته به دوام وركړو او دغه بل ليك به راواخلم چې د صوبه سرحد د كوهاټ له ګمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست را استولى دى، د ده ليك خورا ډېر اوږد دى، لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاكوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: تر ټولو مخكې اريوب كلب ټولو مسلمانانو او افغانانو ته د كوچيني اختر مباركي وايي. اورېدونكي اقبال بشردوست د خپل ځان پېژندګلوي هم را استولې او وايي چې د پكتيا ولايت د ځاځيو اريوب ولسوالۍ د علي خېلو كلي اوسېدونكى دى چې پر افغانستان د روسانو له يرغل راهيسې په كوهاټ كې د افغان كډوالو په ګمكول كمپ كې ژوند كوي. نوموړي د چين نړيوالې راډيو د اورېدو په اړه خپله كيسه هم ليكلې ده او وايي چې له ۱۹۹۵ كال راهيسې يې اوري او قلمي اړيكي يې ورسره پيل كړي دي.

درنو اورېدونكيو دغه بل ليك له پېښور څخه د سرحد پشاوري لسنرز كلب مشر محمد بلال را استولى او له سلامونو وروسته يې ليكلي: ستاسو رالېږل شوي مواد مو تر لاسه كړل خو د سي آر اى سند مو نه و رالېږلى، مهرباني وكړئ تاسو له موږ څخه هرو مرو خپل ملاتړ څرګند كړئ. ښاغلى محمد بلال وايي: موږ ته په مخامخ دوكان كې زما درې ملګري دي، هغوى ته مې ستاسو په باره كې معلومات وركړل، نو زما درې واړه ملګري ډېر زيات خوشاله شول او ستاسو له خپرونې او پروګرامونو سره يې ډېره مينه پيدا شوه، هيله لرم چې تاسو به زموږ له ملګرو سره هرومرو اړيكي ټينګ كړئ. دغه اورېدونكي بيا غوښتنه كړې چې موږ ته به تل خپل مواد را استوئ او مهرباني وكړئ موږ ته د ليكونو پاكټونه راولېږئ.

دغه ليك بيا د صوبه سرحد له چارسدې څخه اورېدونكي ګل حسين چارياري را استولى دى. ده خپل ليك ډېر غټ غټ ليكلى، د پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ويلي: ستاسې پروګرامونه هره ورځ د زړه په مينه اورو، خو موږ ته له پښتو خپرونې پرته د نورو خپرونو په اړه څه معلومات نه شته. ښاغلي ګل حسين بيا غوښتنه كړې چې مهرباني وكړي له دغه ليك سره سم موږ ته د پښتو، اردو، دري، عربي، انګريزي، فارسي او د سي آر آى د نورو خپرونو د پروګرامونو مهال ويشونه، د لنډ څپو جدول او پوره معلومات ژر تر ژره راولېږئ. دغه اورېدونكي بيا د خپل ليك په پاى كې د پاكټونو او فرهنګي موادو د وراستولو غوښتنه هم كړې ده.

ښاغليه ګل حسين صاحب تاسې كولى شئ چې د نورو خپرونو په اړه د معلوماتو لپاره پر انټرنېټ د هرې خپرونې وېبپاڼې ته ورشئ او يا هم د خپلې خوښې هرې خپرونې ته ليك واستوئ او خپله غوښتنه ترې وكړئ. بريالي اوسئ.

دغه بل ليك به راواخلم چې د صوبه سرحد په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه فضل الله عمري را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ليكلي او بيا يې ويلي: زما سره ملګري هر يو لطف الله عمري، جميل الرحمن، لقمان الله عمري، قسيم الله همدرد او فدا محمد فدا دوى د اچړيان كلب غړي دي او دوى هم تاسې ته ډېر ډېر سلامونه وايي. اورېدونكي فضل الله عمري ليكلي: د سي آر آى راډيو اورېدونكي او د اچړيان كلب غړي له سي آر آى راډيو څخه په ډېره كلكه غوښتنه كوي چې بايد زموږ پر وړانديزونو غور وشي، دغه وړانديزونه يو ځل مخكې هم موږ تاسې ته استولي و. نوموړى خپل وړانديزونه داسې ليكي:

لومړى، سي آر آى راډيو بايد د خپرونې د لا ښه والي لپاره د خپلې خپرونې وخت زيات كړي چې خپرونه نوره هم خوندوره شي.

دغه اوردونكى په خپل دويم وړانديز كې ليكي: سي آر آى راډيو بايد داسې يوه مجله چاپ كړي چې د هر كلب د غړي عكسونه او د هغوى نظريات او وړانديزونه په كې وي، د داسې مجلې چاپ بايد هرو مرو وشي.

اورېدونكى فضل الله عمري په خپل وروستي وړانديز كې وايي: تاسې بايد داسې يو پروګرام جوړ كړئ چې زيات اورېدونكې په كې د ټليفون له لارې برخه والي او د هغوى غږونه بايد پر راډيو خپاره شي. دغه اورېدونكى په پاى كې غوښتنه كوي چې د اچړيان كلب غړيو ته پاكټونه زيات ور ولېږو. موږ هم د ښاغلي عمري له ليك اوړانديزونو څخه مننه كوو.

اوس به نو دغه وروستى ليك به راوخلم چې د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ د صبريو كلي له يوراج كلب څڅه اصيل الرحمن عرفان را استولى دى. لومړى يې د سي آر آى راډيو پښتو څانګې ټولو كاروكوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: موږ ستاسې پروګرامونه په شوق او مينې سره اورو او ډېر خړند ترې اخلو. بيا وايي: ستاسې پروګرامونه مې ځكه خوښ دي چې ګټور او په زړه پورې دي، زه ستاسو خپرونه له ۲۰۰۴ كال راهيسې اورم، خو دا مې دوهم ليك دى چې درلېږم يې. محترمه اورېدونكيه اصيل الرحمن عرفان، ليك مو دې دا دى خپور كړ، هيله ده چې اورېدلى دې وي.

د پروګرام په دې وروتسو شېبوكې به د (زه او سي آر آى راډيو) مسابقې پايلې اعلان كړم او د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې په دغه مسابقه كې يې بخت ملګرى و او بريالي شوي دي:

د ځانګړې جايزې اخيستونکی: حفيظ الله غښتلی

د لومړۍ جايزې اخيستونکی: محمد اقبال بشر دوست( د اريوب کلب مشر)

د دوهمې جايزې اخيستونکي: نثار احمد احمدی (د خراسان کلب مشر)

محمد شفيق مقاليديار(د يوراج کلب مشر)

د دريمې جايزې اخيستونکي: مبشر حسين عشير( د پاک ليسنرز کلب مشر)

قاری نعمت الله (د خيبر لسنرز کلب مشر)

سيد الرحمان بهير( د باختر لسنرز کلب مشر)

په همدې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.