د سين هوا خبري اژانس د خبر له مخې : د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د نړيوال امنيت مرستندويه پوځ د اکتوبر په نهه ويشتمه نېټه د يوی ابلاعيی په خپرولو سره وويل د دغه پوځ د موټرونو يو کاروان د روانې مياشتی په اته ويشتمه نېټه د دغه هيواد د ارزګان په ولايت کې له يوه بمی بريد سره مخامخ شو چې له امله يی يو سرتيری وژل ، اته سرتيری او دوه عام وګړي ټپيان شوي دي .
په ابلاعيې کې د وژل شوی سرتيری تابعيت او نوم نه دی خپور شو .
په همدې ورځ د نړيوال مرستندويه ځواکونو له خوا په يوې بلې ابلاعيې کې ويل شوي چې سل تنه وسله والو طالبانو د اکتوبر په اته ويشتمه نېټه په ارزګان ولايت کې پر ايتلافی پوځ او افغان حکومتی پوځ باندی بريد وکړ چې له امله يی پنځه پنځوس وسله وال طالبان ووژل او د ناټو پوځ يو سرتيری ټپي شوی دی .