د چين د سن هوا اژانس د خبر له مخې : د المان د دفاع وزارت وياند توماس رابی د اکتوبر په ديرشمه نېټه وويل : تر اوسه يی په افغانستان کې له شلو تنو المانی سوله ساتو سرتيريو څخه د کوپړۍ عکسونو د رسوايی له امله تحقيقات کړی دی او پکې دوه تنه سرتيری چې اوس لاهم په المانی ځواکونو کې کارکاوه له پوځی څحه شړلی دی .
رابی وويل : د دغې پيښی په اړه ټول کسان د ټولي مشر تر کچې لاندی سرتيری دی او زياتره يی له پوځ څخه وتلی دی .
د اکتوبر په پنځه ويشتمه نېټه د المان د بليد زېتونګ ورځپاڼې په افغانستان کې د المانی سرتيرو هغه پنځه عکسونه خپاره کړل چې د انسان له کوپړۍ سره يی لوبې کولې او له دې وروسته د المان يو ټلويزيون هم يو شمير اړوند عکسونه خپاره کړل .