<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-01 20:09:03    
په افغانستان کې د بريتانيا پوځ له طالبانو سره د ١٠٧ ورځو لپاره جګړه وکړه

cri

د چين د خبري اژانس د خبر له مخې : په افغانستان کې د بريتانيا پوځ د اکتوبر په ٣١مه نيټه وويل دوی د ليری صحرا په يوه چوڼۍ کې له طالبانو سره يو سل او اوه ورځنې جګړه وکړه . بريتانيايی پوځ د طالبانو له خوا و ١٤٩ ځلو بريدونو ته ماتې ورکړې او څه دپاسه دوه سوه تنه طالبان يی وژلي دي .

دغه جګړه له دوهمی نړيوالې جګړی راهيسی د بريتانيا په معاصر پوځی تاريخ کې تر ټولو اوږده دفاعی جګړه ده . د سلو سرتيرو ټولي له طالبانو سره د جګړی په ترڅ کې ٨٩ زره کارتوس او د هاوان يو زر او پنځه سوه ګولۍ وويشتلې دي . په افغانستان کې ايتلافی ځواکونو هم د دغه پوځ په لارښوونی ٢٨ ځل هوايی بريدونه تر سره کړي دي .