<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-02 19:19:03    
د چين د سينجيانګ په سيمه کې ميشته ازبکان

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني ګړۍ کې به تاسو ته د چين د سينجيانګ د اويغوري قام په خپلواکه سيمه کې د ازبک قوم په اړه معلومات وړاندې کړو

=========== د سينجيانګ سندره =============

سورټکری مو پورته کيږي او ستاسي ښکلې څيره ښه کتل کيږي ،دا خوږه سندره د سينجيانګ په سيمه کې يوه ډېره خوندوره سندره ده او د ازبک قوم د يوې فولکلوري سندرې څخه رااړول شوې ده،

د ازبک قام ډېر پخوا په منځني اسيا کې اوسيده او د ١٤ پيړۍ وروسته ګام په ګام له منځني اسيا څخه د چين سينجيانګ سيمې ته کډه شوي او تر اوسه پوري په دغه سيمه کې ژوندکوي ،اوس په سينجيانګ کې د ازبک قوم د خلکو شمير څوارلسو زرو تنو ته رسيږي ، دوي خپله ژبه او لغتونه لري ، خو په عمومي ډول دوي په اويغوري ژبه خبرې او ليکنه کوي ، دوي پر اسلامي دين باندې عقيده لري دوي نه يوازي په خپل منځ کې بلکې د اويغور او تاتار قومونو د خلکوترمنځ هم ودونه کوي ، څرنګه چې د ازبک قوم خلک د سينجيانګ په بيلابيلو ځايونو کې اوسيږي او د نورو قومونو سره يې نژدې اړيکې ټينګې کړې نو ځکه دغه قام د اويغوري او قزاقي قومونو سره يو شان رسمونه او رواجونه لري او د ژوندانه شکلونه يې هم سره ورته دي خو دوي خپل ځانګړي او په زړه پورې دودونه هم ساتلي دي ،

پرکوچني او لوي اخترونو سربيره ازبکي قوم د چين د هان قوم د پسرلني جشن

په شان نوروزهم لمانځي ، د هرکال د مارچ په يوويشتمه نېټه د ازبکي قوم د خلکو نوروز دی په دې ورځ د ورځې او شپې وخت برابروی ، د دې ورځې مخکې ازبکيان د غنمو تخمونه په اوبو کې لندوي چې بوزغلي يې رامنځته شي او د نوروز په بيګا بوزغلي لرونکي تخمونه بيا په اوبو کې اچوي ، بيا په اوبو کې بوره ،مالګه ، غوړي او اوړه ورګډوي او خامليتي پخوي ، ازبيکان دغې خامليتۍ سومېلايک بولي، د جشن په ورځ دوستان او خپلوانان سره يوځای دغه ډول خامليتي خوري ، خلک له دې لارې دعاکوي چې په روان کال کې ښه محصولات ښه وي او خلک نيکمرغه ژوند ولري ،

========== موسيقي =============

د ازبکي قوم د دودونو او رسم رواجونو له مخي هلکان او نجوني بايد د مشرتوب او کشرتوب له مخې واده وکړي ، په بله ژبه په يوه کورنۍ کې لومړي مشر ورور او يا مشره خور واده وکړي بيا کشر ورور او خور واده کوي او د واده مراسم هم د نجلۍ په کور کې ترسره کيږي ، د مراسمو ترسره کولو په ورځ د ناوي او زوم پلرونه او ميندې په جلاجلا توګه د خپلوانو او دوستانو مبارکي مني ، د شپې لخوا د واده مراسم ترسره کيږي ، له مراسمو وروسته ناوي د زوم سره د زوم کورته ځي.، کله چې ناوي د زوم کور ته وليږل شوه ، يو بل ډول مراسم هم ترسره کيږي ، يعني د ناوي کورني خپلوان د زوم له کور څخه بيا ناوي خپل کور ته بيايي او زوم د سوغات په وړلو سره ور پسي د ناوري کور ته ځي چې ناوي بياخپل کور ته بوځي ، د زوم کور په انګړ کې يوه دلۍ اور بليږي ، ناوي د اور په چاپيره ګرځي ، وروسته له هغه ناوي پر هغې لارې چي سپين ټوکر ورباندې غځيدلی د زوم کور ته ننوځي ، له دې څخه خلکو ته ښودل کيږي چې ناوي د خپل نجليتوب دوره پاي ته ورسوله او د خپل خاوند سره به ګډ ژوند وکړي ،په همدې مهال کوچنيانو ته شرين باب او ميوې ويشل کيږي چې زوم او ناوي ته د نوي واده مبارکي ويل کيږي ،

د ازبکي قوم نوي زيږيدلي ماشوم ته د نوم ورکولو او د لامبو مراسم هم په زړه پوري دي ، د ماشوم له زيږيدنې وروسته په دريمه ورځ پرماشوم د نوم ايښودلو مراسم ترسره کيږي ،د ماشوم نوم په عمومي توګه د ملا يا روڼ اندې لخوا ايښودل کيږي ،د نوم ايښودلو له مراسمو وروسته د ماشوم پلارله ملا يا روڼ اندانو څخه د مننې څرګندولو لپاره يوه ميلمستيا چمتوکوي ، د ماشوم د زيږيدنې وروسته په څلويښتمه ورځ د ماشوم لپاره د تعميد مراسم پرځای کيږي ، په دې ورځ کې د ماشوم پلار او مور د غسل کولو لپاره يوه لويه کاسه برابروي چې اوبه ، مالګه ، مميز او ميوې پکې اچوي، ماشوم په کاسه کې اچول کيږي او يو شمير هلکان د کاسې تر څانک د کاچوغو له لاري پر ماشوم باندې اوبه پاشي ، د اوبو پاشلو په ترڅ کې ماشوم ته د نيکمرغۍ او روغتيا په ګډون يو شمير بختورې خبرې ويل کيږي ، کله چې ٤٠ کاچوغې پوره شي نو د اوبو پاشلو کار پاي ته رسيږي ، په دې وخت کې د ماشوم مور يو ځل بيا په کاسه کې د ماشوم ځان مينځي ، تردې وخته پوري د ماشوم د لامبو مراسم پاي ته رسيږي ٠

ګرانو اوريدونکو ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، خوشاله او نيکمرغه اوسي ٠