د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د نومبر په دوهمه نېټه په کابل کښی د هغه روغتون د پروژې د پرانيستلو په مراسمو کښی ګډون وکړ چې د چين په مرسته جوړيږی٠
ولسمشر حامد کرزی په نوموړو مراسمو کښی وويل: د دغه نوی روغتون له جوړيدو څخه څرګنديږی چې افغانان به په خپل هېواد کښی غوره طبی خدمتونه ترلاسه کړی٠ هغه د افغانستان په بيا أبادۍ کښی د چين د حکومت او خلکو له ملاتړ نه مننه وکړه٠
د معلوماتو له مخی، نوموړی روغتون به چې د ډيزاين له مخی د جوړيدو لګښت يې پنځلس مليونو امريکايی دالړو ته ورسيږی ، يوه لس پوړيزه ودانی وی او دری سوه او پنځوس بسترې به ولری چې پر پرمختللو طبی تجهيزاتو به سمبال وی