<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-04 19:44:15    
مونږ او اوريدونکی

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې، د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه امان الله عمران هركلى كوم، دا چې د خپلو ليكونو اورېدلو ته به په لېوالتيا راډيوګانو ته غوږ وي، نو خپلې خبرې نه اوږدوم، او سمدلاسه د پروګرام لومړى ليك را اخلم.

- د آريانا كلب غړي سلامت خان جګرخون په خپل ليك كې ليكلي: زه د افغانستان د ننګرهار ولايت اوسېدونكى يم او اوس د د پاكستان، صوبه سرحد په مانسهره كې د مساپرۍ شپې او ورځې تېروم، زه په مساپرۍ او مهاجرت كې د سي آر آى راډيو محترمو كاركوونكيو ته د زړه له كومي سلامونه وړاندې كوم. ښاغلى جګرخون په خپل ليك كې وايي: زما سره ملګري هر يو طارق الله همدرد، نثار احمد احمدي، قدرت الله ارماني او ماما مې عبد الستار اتل هم تاسې ته سلامونه وايي. دغه اورېدونكى زياتوي: محترمو ما د يو وخت لپاره ستاسې پروګرام ته ليكونه نه وو لېږلي، زه خپل وطن ته تللى وم، له راستنېدو وروسته دا دى لومړى ليك درته ليكم، تاسو يې بايد له رسېدو سره سم په خپل پروګرام كې خپور كړئ. ښاغلى جګرخون صاحب دا دى موږ هم درته خپور كړ، هيله ده اورېدلى دې وي. نوموړي بيا د خپل ليك په پاى كې ويلي: ماته د مجلې، مطبوعات، خپل عكسونه او يو ښكلى موبايل را ولېږئ، ځكه چې زه يتيم يم، بل ورور نه لرم او يوازې يو ماما لرم.

- دغه بل ليك د محمد اويس امين پاكستاني له خوا رارسېدلى، لومړى يې د چين بين المللي راډيو ټو كاركوونكيو په تيره بيا عمران او سپوږمۍ ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ګرانو دوستانو دا زما څلورم ليك دى چې تاسو ته يې در استوم، خو ستاسو له لوري ځواب نه راځي او نه زما ليكونه خپروئ، دا څه وجه ده، ما ته خپله تېروتنه په ګوته كړئ، اخر زما څه قصور دى چې ماته مطبوعات نه لېږئ او ليكونه مې نه خپروئ. دوولس كاله كېږ ي چې زه ستاسې پروګرامونه اورم خو د ليكونو لړۍ مې اوس پيل كړه. دغه اورېدونكي بيا د خپل ليك په پاى كې د مطبوعاتو، مجلو، پاكټونو، پښتو هېندارې او د اردو ژبې خپررونې د پتې ورلېږلو غوښتنه كړې، ښاغلي امين ته به ووايو چې دى كولى شي زموږ د اسلام آباد په پته اردو خپرونې ته ليك واستوي. هيله ده خپل ليك دې اورېدلى او د ګيلې لامل دې له منځه تللى وي.

- د اچړيان كلب مشر فضل الله عمري په خپل رالېږلي ليك كې ليكي: زه په داسې حال كې د اچړيان كلب مشر شوم چې نژدې له پنځو څخه تر پنځه لسو اورېدونكي مې دې وهڅول چې تاسو ته ليكونه در واستوي، نو له امله يې زه هم دې ته وهڅول شوم چې يو كلب جوړ كړم، او د كلب د چارو د لاښه والي لپاره نور اورېدونكي هم راجلب كړم. اورېدونكى فضل الله عمري زياتوي: ما به نورو ملګريو ته پاكټونه او نور مطبوعات وركول، نو هغوى به په خپله دې ته تشويقېدل چې تاسو ته ليكونه در واستوي او ستاسې ټول پروګرامونه په مينه واوري، ډېر زيات اورېدونكي د موږ او اورېدونكي پروګرام خوښوي. له دې وروسته مې كلب نوره هم پراختيا وموندله او نور هم مخكې لاړو، ټولو غړيو به ماته مشورې راكولې او ماته به يې خپل وړانديزونه كول چې موږ ټولو به په ګډه پرې غور كاوه.

- دغه ليك بيا د بلوچستان په ژوب كې له مندوخېل لسنرز كلب څخه عبد الصمد احمد خېل را استولى دى، ده او ورسره ملګرو يې هر يو حيات الرحمن احمد خېل، مير آدم تنها، محمد جميل، شمس الرحمن او راحت شا سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي دي: ډېر كلونه كېږي چې ستاسې ښكلې او په زړه پورې خپرونه هر وخت په شوق او مينه سره اورو، په زړه پورې معلومات ترې لاسته راوړو او ډېره استفاده ترې كوو، هيله ده چې دغه ليك به خامخا راته خپور كړئ، موږ به پرې ډېر زيات خوشاله شو او په راتلونكي كې به نور ليكونه هم در استوو. دغه اورېدونكي د خپل ليك په پاى كې د لوى دېوال عكسونو، پښتو هېندارې او نورو خپرنيزو موادو د ورلېږلو غوښتنه كړې. محترم احمد خېل صاحب ليك مو دې دادى خپور كړ، هيله ده چې اورېدلى دې وي، ستاسو د نورو ليكونو او برياليتوب په هيله.

- دغه ليك بيا د طارق الله همدرد له خوا رارسېدلى دى، ده ليكلي زه او زما ملګري هر يو، محمد عارف عرفان، قدرت الله ارماني، عبد المنان حيدري، عبد المالك تقوا او فضل واحد واحدي ټول تاسې ته سلامونه وايو. نوموړى له سلامونو وروسته ليكي: ستاسو ټول پروګرامونه له پخوا څخه ډېر ښه شوي دي،او زموږ شوق ورسره ورځ په ورځ زياتېږي، خداى وكړي چې نور هم ښه شي. طارق الله همدرد د موږ او اورېدونكي پروګرام د وخت د زياتوالي غوښتنه كوي او بيا وايي: د پښتو خپرونې وخت ډېر كم دى، كه مو وخت زيات كړ نو موږ به ډېر زيات خوشاله شو.

- درنو اورېدونكيو سندرې ته رسېدو مخكې به د پروګرام په دې برخه كې د هغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې موږ ته يې ليكونه راسېدلي: د پېښور له زرګر آباد څخه شېرولي خان، د چارسدې له خزانې كمپ څخه معشوق جان كاموال، له كابل څخه سيد اعظم عزيزي بخارايي، له اچړيان كمپ څخه فدا محمد، له همدغه ځاى څخه لقمان الله عمري، لطيف الله عمري او عاشق الله، بيا هم له همدغه ځاى څخه كفتان همدرد، د له هريپور څخه د سيد الرحمن بهير له خوا درې ليكونه، له مانسهرې څخه د عبيد الله صديق له خوا درې ليكونه، د كوهاټ له ګمكول دريم شمېره كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست له خوا دوه ليكونه، د خراسان كلب غړيو هر يو علي محمد خاكسار، راز محمد وفا، آصف علي خان، خان محمد سيند، فدا محمد فدا او عبد الصبور صابري ليكونه رارسېدلي دي.

درنو اورېدونكيو اوس د پروګرام وروستۍ شېبې دي، نو د اورېدونكي علي محمد خاكسار په غوښتنه به د نغمې په غږ دغه ښكلې سندره واوړو.

(خورې ولاړ زېړيه ګوله) د نغمې په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز د برېښنا ليك له لارې زموږ سره تماس نيولى شئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.