د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخی : د المان پارلمان د نومبر په لسمه نېټه د رايو ورکونې له لارې هغه پريکړه تصويب کړه چې مخې به يی په افغانستان کې د دغه هېواد د سولی ساتونکو ځواکونو د پاتې کېدو وخت يو کال اوږد شی .
له دغې پريکړې سره سم ، په دغه هېواد کې د المان د سولې ساتونکو سرتيرو شمير به يو زر او اته سوو ته کم شی ، خو سل تنه نور ځانګړي سرتيری به دغه هېواد ته وروليږی .
اوس د افغانستان په پلازمينه کابل او په شاوخوا سيمه کې څه دپاسه دوه زره اواته سوه المانی سرتيری ميشت دی .