<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-11 18:31:24    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – قدرمنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه مې ومنئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام ته مو زه امان الله عمران هركلى كوم، هيله ده روغ رمټ او خوشاله وئ، پوهېږم چې د خپلو ليكونو اورېدلو ته به انتظار كوئ، نو نور څه نه وايم، او سمدلاسه د پروګرام لومړى ليك را اخلم.

- دغه ليك د مانسهرې له خاكي كمپ څخه اورېدونكي شفيق الله دلسوز را استولى دى، لومړى يې د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه ليكلي او بيا وايي: زه شفيق الله د اتم ټولګي زده كوونكى يم او دلته له ما سره ملګري هر يو اجمل خان ارماني، حاجي سيد آغا ثاقب، زين الله، اظهر خان، جميل خان، جاويد، ناصر خان، فضل نبي درويش او محمد نبي فريادي ټول تاسې ته سلامونه وايي. دغه اورېدونكى بيا ليكي: په افغانستان كې د خپل تره زامنو شريف الله ملنګى او افريدي افتاب ته هم سلامونه وايم، زه ستاسې پروګرامونه ډېر په مينه اورم، مهرباني وكړئ يوه كامره را ولېږئ. ښاغلى شفيق الله د خپل ليك په پاى كې ليكي: يو ليك مې درلېږلى خو ځواب يې نه دى را رسېدلى. شفيق الله خانه، ليك مو دې دادى درته خپور كړ هيله ده چې اورېدلى دې وي.

- دغه ليك بيا د كوهاټ له ګمكول درېيم شمېره كمپ څخه هرات خان ځاځي را استولى دى، او ليكلي يې دي: زه هرات خان ځاځى د سي آر آى راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو په تېره بيا د ليكونو پروګرام وړاندې كوونكيو ته سلامونه وړاندې كوم، او زما له خوا د راډيو له لارې د اريوب كلب مسئول محمد اقبال بشر دوست ته هم سلامونه ورسوئ. ښاغلى هرات خان بيا ليكي: زه ستاسې خپرونې له څو كلونو راهيسې اورم او تر دې مهاله مې ستاسو د خپرونو او پروګرامونو له لارې ډېر څه زده كړي دي، تاسې په زړه پورې پروګرامونه ترتيبوئ، زموږ لپاره د ډېرې ستاينې وړ دي. اورېدونكى هرات خان زياتوي: په لومړيو كې مې نه شوى كولى چې تاسو ته په پښتو ژبه ليك وليكم ځكه چې دى وايي: د پښتو له ادب او ليكنې سره مې پوره آشنايي نه درلوده. نوموړى خپلو خبرو ته دوام وركوي او وايي: كه څه هم د پښتو په لغتونو پوهېدل راته ګران وو خو په خپل كوشش اوس د پښتو لغات څه نا څه ژباړلى شم، چې ښايي مطلب يې پرې پوهېدل وي. بيا وايي: اوس د پښتو ليكنې او ادب سره ډېره مينه لرم، په لږ وخت كې مې د پښتو زده كړه او ليكنه په څه نا څه زياته اندازه ترسره كړې ده، اوس د پښتو ژبې په لوستنه او ليكنه كې دومره ستونزه نه لرم، د پښتو ژبې له زده كړې وروسته او له ۲۰۰۶ راهيسې مې له تاسې سره د ليكونو اړيكي پيل كړي دي، كه له تاسې سره د ليكونو له لارې په پروګرام كې ګډون ونه لرم خو د موږ او ورېدونكي پروګرام وخت نه هېروم او په خپل وخت يې اورم. اورېدونكي هرات خان ځاځي د خپل ليك په پاى كې د پښتو ډكشنرۍ او د پښتو هندارې د نوې چاپ شوې ګڼې د ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- دغه ليك هم له كوهاټ څخه رارسېدلى، خو د ګمكول دويم شمېره كمپ څخه د شينواري كلب مشر حضرت الله همكار را استولى دى، نوموړى ليكي زه او زما ملګري هر يو افسر خان، وارث خان، محمد عمران، عظمت، اشرف خان، نور خان او قدرت الله د سي آر آى راډيو ټولو كاركوونكيو ته سلامونه او احترامونه وړاندې كوو، ستاسې له خوا ليك او مطبوعات راورسېدل او ستاسې څخه يوه نړۍ مننه كوو. نوموړى زياتوي او ليكي: موږ ستاسې خپرونه هر وخت اورو، او ډېر زيات خوند ترې اخلو، ستاسو ټول پروګرامونه په زړه پورې دي، زموږ د كلب غړي ورځ په ورځ زياتېږي، موږ ستاسې دايمي اورېدونكې يوو او خپله قلمي دوستي به د تل لپاره روانه ساتو. ښاغليه حضرت الله خان له نېكو هيلو دې مننه موږ به هم ستا د نورو ليكونو او نظرنو په هيله وو.

- دغه بل ليك لولم چې اورېدونكى په كې وايي: زه احمد الدين فريادي د پاكستان له صوبه سرحد څخه تاسې ليك ليكم او له خپلو ملګرو هر يو قاري سراج الدين سراج، عبدالمجيد خان او وړوكى مطيع الله سره يو ځاى د سي آر آى راډيو ته خپل سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كوم. دغه اورېدونكى بيا وايي: هيله لرم چې زما دغه ليك د مجلې په يوه برخه كې خپور كړئ، چې مطلب يې ښايي پښتو هنداره وي، نو وايي: زه به له تاسو نه ډېر خوشاله شم، دغه زما دوهم ليك دى چې سي آر آى راډيو ته يې استوم، بيا ليكي ستاسو له دغه پروګرام څخه دومره خوشاله يم لكه سړى چې مړ ژوندى شي، زه ستاسې پروګرام ته خپل ملګري او ټولګيوال رابولم. ښاغليه احمد الدين موږ ستا له نېكو احساساتو مننه كوو، ليك مو دا دى خپور كړ هيله ده اورېدلى دې وي.

- دغه بل ليك را اخلم چې د خراسان كلب غړي هدايت الله همت را استولى، خپل ځان يې دايمي اورېدونكى بللى او بيا يې د چين بين المللي راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي دي. اورېدونكى هدايت الله همت ليكي: قدرمنو، تاسو ته ما مخكې څلور ليكونه در لېږلي، خو يو هم نه دى خپور شوى، زه له يو بل نه پاكټونه غواړم، نو په راتلونكي كې ماته پاكټونه راولېږئ زه به هم خپل قلمي اړيكي له تاسې سره ساتم، دغه اورېدونكي د خپل ليك په پاى كې د چين د لوى دېوال د انځور، سي ډي او د راډيو د كاركوونكيو انځورونو د ور استولو غوښتنه كړې ده.

- په دغه بل ليك كې د صوبه سرحد د مانسهرې د خاكي پنځم شمېره كمپ څخه اورېدونكى دروېش خان فريادي لومړى د سي آر آى راډيو كاركوونكيو ته سلامونه ويلي، او بيا يې ليكلي: زه دروېش خان فريادي د اعلى لېسې د لسم ټولګي زده كوونكى يم او دلته له ماسره ملګري شفيق الله، دروېش، اسماعيل ارماني، طارق، سيد جان، خاني، شېر علم، ګل آغا آتش هم تاسې ته سلامونه وايي، او بيا زياتوي: زه په افغانستان كې خپل كليوال ظاهر آفتاب ته د هوا په څپو كې سلامونه وايم. دغه اورېدونكى د خپل ليك په پاى كې وايي: زه ستاسې ټول پروګرامونه هره ورځ اورم، مهرباني وكړئ د انګريزي او چيني ژبې مجلې راولېږئ.

درنو اورېدونكيو اوس د پروګرام وروستۍ شېبې دي او د سندرې وخت رارسېدلى، نو د راځئ چې د خيال محمد په غږ دغه ښكلې سندره واوړو.

(لا مې چې زړګي ته رانژدې نه وې) د خيال محمد په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.