<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-16 18:56:30    
د چين د داخلي مغولستان د اين شان په غره کې پر ډبرو باندې کښل شوې نقاشي

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د چين د داخلي مغولستان د اين شان په غره کې پر ډبرو باندې کښل شوي نقاشي او انځورونه دروپيژنو ٠

د چين په شمال د داخلي مغولستان په پراخه ساحه کې لوي لوي څړځايونه او د غرونولړۍ غځيدلې ، د اين شان په نامه غرونو کې د چين د ملي لږکيو لرغوني هنري اثار يا د اين شان په نامه پر ډبرو باندې کښل شوي انځورونه ليدل کيږي ، په دغو انځورونو کې په ژوندی ډول په دغه سيمه کې د پخوانيو مغوليانو متمدن تاريخ مجسم شوی دی ،

د اين شان په نامه غرونه د چين د داخلي مغولستان په خپلواکه سيمه کې پراته دي چې له ختيځ څخه تر لويديځ پوري څو سوه کيلومتره اوږدوالی لري ، د دغو غرونو پر ډبرو باندې کښل شوي نقاشي او انځورونه ليدل کيږي چې ښکاريان ، سوارکاران، نڅاکوونکي ، وحشي حيوانات او کورني څارويان پکې کښل شوي دي ،ښاغلي بيسګولين چې د مغولي قوم دی زمونږ خبريال ته وويل ===== اواز١ =====

کله چې ما دغه ډبرين انځورونه وليدل ډير حيران شوم ، پر ډبرو باندې نه يوازي د وزو، ګاوزو ،غواييانو ، أسانو ،ببراو پړانګ بلکې د نباتاتو ، لمر ، سپوږمۍ او د انسانانو د توليد او ژوندانه په شمول زيات انځورونه او نقاشي کښل شوې دي ٠

د اين شان غرونو په جنوب او شمال کې پخوا پراخ څيړځايونه وو چې د سيان بۍ

، چيدان او دانګ سيانګ په ګډون د قومي لږکيو څه دپاسه لس قومونو خلک په دغو سيمو کې ژوندکاوه ، په نوموړو ډبرينو انځورونو کې په بيلابېلو مودوکې د دغو قومونو د خلکو د ژوند مهرونه ولګيدل ، د داخلي مغولستان د راډيو خبريالې وو ژي نيلا زمونږ خبريال ته وويل ===== اواز٢ ======د لمر ختو او لويدا مهال د ډبرينو انځورونو د کتلو لپاره ډېر ښه وخت دی ، ځکه پر دې مهال په ډېر ښه او څرګنډ ډول انځورونه کتل کيږي ، ځينې انځورونه چې په معمولي وخت کې نه ليدل کيږي په دغه وخت کې تر سترګو کيږي ،

د اين شان په غرونو کې پټ شوي ډبرين انځورونه ﻻ د زرو کلونو مخکې د چين د جيالوجي پوه لي داو يون لخوا کشف شوی و ، خو دده وروسته هيڅوک دغه ځای ته نه و ورغلی ، د شلمې پيړۍ تر دريمې لسيزې پورې د چين او سويډن يوې ګډې څيړونکي ډلې د اين شان په غرونو کې څو ډبرين انځورونه کشف کړل چې له دې امله يې دغه زيرمه خلکو ته معلومه کړه ، ورپسې د شلمې پيړۍ په اومه لسيزه کې د چين د داخلي مغولستان لرغون پيژندونکو د اين شان په غرونو کې د ډبرينو انځورونو او نقاشيو هراړخيزه څيړنه وکړه په پايله کې زيات شمير ډبرين انځورونه په وار سره کشف شوي او د هېواد په دننه او بهر کې يې د پوهانو پام ځانته اړولی دی ، د چين د ډبرينو انځورونود مرکز څيړونکي ښاغلي باوليداو وويل ====== اواز٣ =======================

د اين شان غر ډبرين انځورونه د چين په ډبرينو انځورونو کې خپله ځانګړتيا لري ، تر اوسه پورې په دغه سيمه کې تقريبأدرې پنځوس زره ډبرين انځورونه کشف شوي دي

او په محتوياتو کې يې له هواپيژندنې څخه ترجيالوجي پورې ډير شيان شامل دي ، دغه راز هغه انځورونه چې تر ټولو مخکې دی تر اوسه پوري يې عمر څه دپاسه لسو زرو کلونو ته رسيږي ،ښاغلي باوليداو وويل د اين شان له ډبرينو انځورونو څخه په هراړخيزه توګه د پخواني ټولنې واقعيت او د خلکو ژوندڅرګنديږي ، د بيلګې په توګه په انځورونو کې د حيواناتو د ښکارولو د کوچيانو ژوند، جګړې ، نڅا په شمول ټول انځورونو په ژوندی توګه په پخوانيو دورانونو کې د بيلابيلو قومونو د تمدن د پرمختګ بهيرښودلي دي ،

ښاغلي باوليداو زمونږ خبريال ته وويل د غرونو ډبرين انځورونه د تمدن د پرمختګ په بهير کې تر ټولو لومړي برياليتوب دی ، هرقوم او هېواد د خپلو کلمو او لغتونو د رامنځته کولو مخکې لومړي نقاشي او انځورونه رامنځته کړي وو ، مونږ به په ژوره توګه د داخلي مغولستان لرغوني ډبرين انځورونه ﻻ ښه تنظيم کړواو دا ډول هنري اثار ټول هېواد او نړۍ ته وښيو ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد ، نيکمرغه او خوشاله اوسي ٠