<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-17 09:38:55    
د ناتو بلاک پوځ په افغانستان کښی په تيروتنی سره دوه تنه عام افغان وګړی مړه او يو تن ټپی کړ

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخی، په افغانستان کښی د ناتو بلاک پوځ د نومبر د ١٦ نېټې په ماښام د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل: دغه پوځ يوه ورځ مخکښی د افغانستان په جنوب کښی د ګزمې په ترڅ کښی په تيروتنی سره بی ګناه خلکو ته زيانونه ورسول چې په پايله کښی دوه تنه مړه او يو ماشوم ټپی شويدی٠

په اعلاميه کښی ويل شوی : کله چې د ناتو بلاک د پوځ د ګزمې يو کاروان د نومبر په ١٥ نېټه د هلمند ولايت په ګرشک سيمه کښی ګزمه کوله او يو کوچنی بس دوی ته مخامخ حرکت کاوه، پوځ له دغه بس څخه غوښتنه وکړه چې ودريږی ، خو بس لا هم روان و٠ د ناتو بلاک پوځ له ځان څخه د دفاع لپاره پر دغه بس باندی ډزې وکړې او دوه تنه بی ګناه سپرلۍ يې ووژل٠

په نوموړی اعلاميه کښی ويل شوی: د ناتو بلاک پوځ بی ګناه خلکو ته د تلفاتو رسولو له امله خواشينی څرګندوی او د دغې پيښې هراړخيزې او جدی څيړنې يې پيل کړيدی٠