<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-18 17:38:50    
مونږ او اوريدونکی

cri

 قدرمنو اورېدونكيو نېكې هيلې او سلامونه مې ومنئ، زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم، هيله ده روغ جوړ او خوشاله وئ، او له سړې هوا سره مو ګذاره وي، پوهېږم چې تاسې به بيا هم د خپلو ليكونو اورېدلو ته لېوال وئ، نو خبرې نورې نه اوږدوم، او سمدلاسه په پروګرام پيل كوم.

- پروګرام به له كوهاټ څخه د آريانا كلب مسئول او د افغان كلتوري بهير مشر سكرتر سيد وارث حنيفي په ليكونو پيل كړم، د ده له خوا درې ليكونه رارسېدلي، لومړى يې د چين بين المللي راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: ښاغلو پروګرامونه مو تل اورو او ښه په زړه پورې معلومات ترې ترلاسه كوو، ستاسې له دغه خدمت څخه يوه نړۍ مننه كوو چې په دغو سختو حالاتو كې د پښتو ژبې خدومت كوئ. پښتانه به ستاسې دغه خدمت هېڅكله هېر نه كړي. ښاغلى حنيفي زياتوي: ستاسې ښكلې وېبپاڼه هم ګورو چې د هغې له لارې مو نوي خبرونه، راپورونه، د اورېدونكيو ليكونه، د چيني ژبې لوست، ګاونډى هېواد افغانستان او داسې نور رنګارنګ پروګرامونه لوستي او د پښتو مينه مو پرې ماته كړې ده. دى بيا د خپل كلب په اړه ليكي: زموږ آريانا پښتو ادبي ټولنه په ۱۹۹۸ كال كې جوړه شوې چې له پيل څخه يې د نړۍ د ګوټ ګوټ پښتو خپرونو او راډيو ګانو سره خپلې قلمي، فرهنګي او ادبي اړيكې ټينګې كړې دي، خو بيا وايي: خوښي هغه وخت موږ ته راپه برخه شوه كله چې زموږ د ملګرو اړيكې د چين د بين المللي راډيو له پښتو څانګې سره ټينګې شوې. اورېدونكى سيد وارث حنيفي ليكي: اوس زموږ ملګري يو ګام نور هم مخ پروړاندې تللي او په ۲۰۰۴ كال كې يې د افغان كلتوري بهير په نامه يوه بله ټولنه او د چين بين المللي راډيو اورېدلو لپاره يو پرمختللى كلب پرانيست، چې اوس دغه تكړه او د قلم استعداد لرونكي څښتنان د افغان كلتوري بهير په نامه يادېږي او هره مياشت څلور ځله يا په اونۍ كې يو ځل غونډه كوي، د غونډې په مهال خپل قلمي آثار او د چين د راډيو د پښتو څانګې د خپرونې په اړه پوښتنې او وړانديزونه سره تبادله كوي. نوموړي په پاى كې د هوا څپو له لارې د خراسان كلب مشر نثار احمد احمدي، فضل الله عمري، عبيد الله صديق او محمد عارف عرفان ته سلامونه ويلي دي او بيا يې پر وخت د مطبوعاتو د ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- له همدغه كوهاټ څخه د افغان كلتوري بهير مشر سيف الرحمن هاشمي هم يو ليك را استولى دى، د چين بين المللي راډيو همكارانو ته يې له سلامونو او نېكو هيلو وروسته ليكلي: تاسو ته به ياد وي او كه نه، زه د چين راډيو يو ډېر پخوانى اورېدونكى او مينوال همكار وم، خو د څه كورنيو مشغولتياوو له امله مې و نه شو كړى چې ليك در ولېږم خو راډيو اورېدل مې نه دي بند كړي او ستاسو د احوال پوښتنه له ښاغلي سيد وارث حنيفي نه تل كوم او كوشش به وكړم چې يو ځل بيا ستاسو سره قلمي اړيكي ټينګ كړم. اورېدونكى ښاغلى هاشمي ليكي: زه ستاسو څخه يوه هيله لرم، خداى دې وكړي چې راته پوره يې كړئ، هغه دا چې د چين هېواد په ګوانجو ولايت كې د اسلام د ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم د صحابي ابي وقاص روضه ده، چې په نژدې وخت كې زموږ څو ملګري هم ورغلي وو او تعميراتي كار پرې پيل شوى دى، دى وايي: زه هيله كوم چې د دغې روضې په اړه يو څه څېړنه وكړئ او په راډيو كې يې خپره كړئ او ما ته يې له انځورونو سره را ولېږئ چې دلته يې موږ په خپلو مطبوعاتو كې په اړه مطالب خپاره كړو. درنه اورېدونكيه سيف الرحمن هاشمي، ستا وړانديز به موږ چارواكيو ته ورسوو چې غور پرې وكړي، كه رښتيا هم د دغه صحابي روضه ګوانجو ښار كې وي چې اټكل يې نه كېږي نو ښايي چې په اړه يې يو راپور يا پروګرام جوړ شي.

- دغه بل ليك را اخلم چې د خراسان كلب غړي ښاغلي عبيد الله صديق د مانسهرې له اچړيان كمپ څخه را استولى دى، نېكې هيلې او سلامونه يې د چين بين المللي راډيو ټولو كاركوونكيو ته ډالۍ كړي دي، بيا يې ليكلي دي: قدرمنو ستاسو له خپرونې سره ډېره مينه لرو خو نورې خپرونې هم ورسره ګډېږي او موږ يې ښه نه شو اورېدلى، دغه اورېدونكى بيا وايي: بله دا چې تاسې صوبه سرحد كوهاټ ته په چكر راځئ كه تاسو راغلئ نو دلته مانسهرې ته هم راشئ موږ به ستاسو هركلى وكړو. اورېدونكي عبيد الله صديق بيا د خپل ليك په پاى كې له اورېدونكيو سره د مركو او ده ته د چين د اوى دېوال د انځور ورلېږلوغوښتنه هم كړې ده.

- درنو اورېدونكيو د پروګرام په دې برخه كې به يو شمېر برېښناليكونه راواخلم چې د اورېدونكيو له خوا را رسېدلي او په ځينو كې يې د سي آر آى راډيو د پنځه شپېتمې كلېزې په مناسبت مباركۍ هم ويلي دي.

اورېدونكي خالد له كابل څخه په خپل برېښنا ليك كې د پښتو خپرونې د كارډلې ټولو غړيو ته د د سي آر آى راډيو د پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت مباركي ويلې ده. دغه راز د پښتو سوفټ مشر اسرار كريمزي په خپل برېښنا ليك كې په سي آر آى كې هر يو په تېره بيا پښتو څانګې ته د يوې نېكمرغه او خوشاله كلېزه هيله څرګنده كړې ده. پر دې سربېره حفيظ الله غښتلي د برېښنا ليك له لارې په خپل پيغام كې ليكلي: سرلوړي او بری مو له لوی خدای څخه غواړم. د چين بين المللي راډيو ۶۵ کليزې مبارکي د دغې راډيو ټولو کارکوونکيو ته وايم. د چين نړيوالې راډيو د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې برياوې تر لاسه کړې دي، له لوړو ژورو سره مخ شوې، خو زموږ لپاره دا د وياړ ځای دی چې د چين نړيواله راډيو په خپل پراخه لمن کې پښتو څانګه لري. نوموړى په خپل پيغام كې زياتوي: د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې د خپرونه لړۍ ډېره ښه شوې ده په همدغه مناسبت د دغه پرمختګ مبارکي هم درته وايم، د چين نړيوالې راډيو پښتو وېبپاڼې بل سيال نه شته، يوازينۍ وېبپاڼه ده چې ډېر په زړه پورې معلومات لري. ښاغلى غښتلى د خپل پيغام په پاى كې هيله كوي که د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګه د همدغې کليزې په وياړ په افغانستان کې خپلې خپرونې په منځنۍ او اېف اېم څپو پيل کړي دا په يوه خوشالي دوه کړي.

- اوس به دهغو اورېدونكيو نومونه واخلم چې ليكونه يې رارسېدلي دي: د اريانا كلب غړي غلام رسول غمګين، له پېښور څخه د معشوق جان كاموال، له هريپور څخه د سيد الرحمن بهير، په مانسهره كې له اچړيان كمپ څخه د خراسان كلب غړي محمد اويس، له همدغه ځاى څخه د طارق الله همدرد، بيا هم له همدغه ځاى څخه د ډاكټر محمد اسماعيل احمدزي او دغه راز د كوهاټ له ګمكول كمپ څخه د اريوب كلب مشر محمد اقبال بشر دوست له خوا ليكونه رارسېدلي دي.

درنو اورېدونكيو اوس د پروګرام وروستۍ شېبې دي او د سندرې وخت رارسېدلى، نو د راځئ چې د ځوان سندرغاړي عرفان خان په غږ دغه سندره واورو.

(ما ته خطونه په پښتو كې ليكه) د عرفان په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.