د چين د بين المللې راډيو د خبر له مخې : د بريتانيا صدراعظم تونی بلير د نومبر په شلمه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې څرګنده کړه : بريتانيا به په مداومه توګه د ترهګرۍ پرضد په مبارزې کې له افغانستان څخه ملاتړ وکړي .
ښاغلي تونی بلير د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره له خبرو اترو وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کې نوموړی څرګندونې وکړې .
ولسمشر حامد کرزي باور څرګند کړ چې نړيواله ټولنه به تل د ترهګرۍ پر ضد په مبارزي او د هېواد په بيا جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي .