د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د نومبر په شلمه نېټه د دغه خبر پخلی وکړ چې د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د افغانستان جنوبی او لويديځې سيمې يو ځل بيا له سختو بارانونو څخه مخامخ شوی چې له دې امله يی اته پنځوس تنه وژل شوي او سل هاو کورنه وران شوي دي. دا له تېرې اوونۍ راهيسی په افغانستان کې دوهم ځل دی چې سيلابونه راځی. له ژمي راهيسی د افغانستان په زياتو ځايونو کې په پر له پسی ورځو کې سخت بارانونه اورېدلي، که څه هم له امله يی وچکالي ورکه شوی، خو سيلابونه هم رامنځته شوي دي.
|