<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-23 19:33:33    
د مغولي کوچيانو نوی ژوند

cri

ګرانو اوريدونکو د پروګرام په ننني کړۍ کې به تاسو ته د چين د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې د من که چينک په نوم کلي کې د مغولي کوچيانود نوی ژوند بڼه دروپيژنو ،

د چين د داخلي مغولستان د خپلواکې سيمې په لويديځ کې يو ښار شته چې غردوس نوميږي ، په دغه ښار کې زيات مغوليان اوسيږي ، پخوا دا يو بې حاصله ځای و ، طبيعي چاپيريال يې خراب او اقتصاد يې وروسته پاتی و ، خو اوس په دغه ښار کې ايکولوژيکي چاپيريال ښه والی موندلی او د مغولي کوچيانو د ژوندانه سويه هم پکې لوړه شوې ده ٠

لږه موده مخکې زمونږ خبريال ددغه ښار د من که چينګ په نوم کلي ته تللی او په خپلو سترګو يې د دغه کلي د مغولي کوچيانو نوی ژوند کتلی دی ،

من که چينګ کلی د غردوس ښار په جنوب کې د ايجينخولو په ولسوالۍ کې پروت دی ، له ښار څخه تر دغه کلي پوري د غزيږي سړک په دواړو اړخونو کې شنې او لوړې ونې ولاړې دي ،======= اواز ١ ====== کله چې خبريال کلي ته ورسيد نو د کلي په سر کې يې د يوه کوچي دکور په مخکې د جوارونو له سوارو څخه ډکه يوه ﻻرۍ وليدله ، د کورځاوند ښاغلي سه لين خبريال ته بلنه ورکړه چې د ميلمه په توګه دده کور ته ننووځي ، کله چې مونږ کور ته داخل شوو ، هغه سمدستي شيدې او نور خواړه خبريال ته راوړل ، د سه لين په کور کې رنګين تلويزيون ، وي سي دي او نور بريښنايي شيان ليدل کيدل ، هغه له ځان سره يو موبايل هم لري ،

دغه کلي ته دورتګ مخکې خبريال ددغه کلي د پخوانيو حالاتوپه اړه معلومات ترلاسه کړي وو چې پخوا په دغه کلي کې بريښنا ، پوستخانه او عمومي سړک نه وو، أسان نه يوازي د ځايي کوچيانو د مځکې د کرنې اله ده بلکې د دوي ډېر ښه ترانسپورتي اله هم ده ، د ايجينخولو ولسوالۍ د تبليغاتي څانګې مرستيال ښاغلي وانګ پينګ خبريال ته وويل ====== اواز٢ ==========پخوا د من که چينګ کلي اساسأ د نورو ځايونو څخه بيل و ، د دغه کلي څړځايونه صحرايي شوي وو او خلکو د تګ راتګ ښه ﻻر هم نه درلوده ، که څه هم يو سړک جوړشوی و ، خو د ايکولوژيکي چاپيريال د سختوالي له امله دغه سړک ورو ورو له منځه تللی و ، د دغو خرابو حالاتو د بدلون او د کوچيانو د ژوند دښه والي لپاره سيمه ايز حکومت يو ښه طبيعي چاپيريال لرونکي ځای وټاکه او پکې يې د کوچيانو نوي کورونه اودکرنې وړ ځمکو د خړوبولو او د اهلي حيواناتو د روزنې په اړه يو لړ تاسيسات جوړکړل ، دغه راز حکومت د دغه کلي په شاوخوا کې زيات شمير ونې هم کيښينولې او کوچيان يې وهڅول چې اهلي څارويان په طبيلو کې وروزي چې له دې امله يې مځکې شنې شوې ، برسيره پر دې حکومت د کوچيانو لپاره سړک جوړکړ، د بريښنا مزي وغزول او د اوبو لګولو اړوند تاسيسات هم بشپړکړل

ښاغلي سه لين په خوښۍ سره خبريال ته وويل د دغو کارونو د پاي ته رسيدو وروسته د من که چينګ کلي اود شاوخوا ځايونو چاپيريال يې ښه شوی دی ،هغه زياته کړه چې له لسو کلونو راهيسي زمونږ د کلي دکوچيانود ژوندانه سويه لوړه شوې ده اوس د هرې کورنۍ کلني عايدات ديرشو او څلويښتو زرو يوانو ته رسيږي

د ښاغلي سه لين سره د خداي په امانۍ وروسته خبريال د سه لين دګاونډي

عرات کور ته ولاړ ، هغه د خپل دوست سره تلفوني خبرې کولې ، د خبرو پاي ته رسيدو وروسته ښاغلي عرات خبريال ته وويل ===== اواز ٤ ======د تليفون د خدمت ترلاسه کولو مخکې مونږ په کور کې په أسانه توګه بازاري معلومات نشول ترلاسه کولی خو د تليفون د نصبيدو او د موبايل د کارولو وروسته مونږ په أسانه توګه بازاري معلومات ترلاسه کولای شو او په سوداګرۍ کې مونږ ته زياتې اسانتياوې برابريږي

د معلوماتو له مخې د ١٩٩٨کال مخکې په دغه کلي کې زيات کوچنيان له ښوونځي څخه بې برخې وو ، ځيني کوچنيان د اقتصادي ستونزو له امله درسونه نشول لوستلی ، خو اوس د من که چينګ په کلي کې د ترانسپورت اسانتيا برابره شوې او د کوچيانو عايدات هم زيات شوی نو له دې امله يې هلکان او نجوني ښوونځيو ته تللي او د پوهنې سويه يې هم لوړه شوې ده ، تيرکال د دغه کلي لس تنه هلکان په پوهنتونونو کې شامل شول (

د خلکو د ژوندانه سويې د لوړيدو سره سره د دغه کلي د خلکو معنوي او کلتوري ژوند هم ښه شوی دی ، له کارونو څخه په فارغ وخت کې خلک سره راغونډيږي او د موسيقي په راز راز ألاتو سره أهنګونه غږوي او سندرې وايي ، ==== اواز٦ =======

د من که چينګ کلي د کوچيانو په شان په نورو ځايونو کې مغولي کوچيان همدغسي نيکمرغه ژوندکوي ٠

ګرانو اوريدونکو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځای پاي ته ورسيد نيکمرغه او خوشاله اوسۍ ٠