<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-11-25 18:21:26    
مونږ او اوريدونکی

cri
عمران – قدرمنو اورېدونكيو سلامونه او نېكې هيلې ، زه امان الله عمران مو د موږ او اورېدونكي پروګرام ته هركلى كوم، خداى وكړي روغ جوړ او خوشاله وئ، پوهېږم چې بيا به هم د خپلو ليكونو اورېدلو ته لېوال او په تمه وئ، نو زه به هم سمدلاسه پروګرام پيل كړم.

- د پروګرام دغه كړى به بيا هم په يو شمېر برېښنا ليكونو پيل كړم چې د اورېدونكيو له خوا رارسېدلي دي، دغه لومړى برېښنا ليك را اخلم چې په بدخشان كې د يوې موسسې مرستيال مدير سبحان الله شفق را استولى دى، دى ليكي: زه ډېر خوښ يم چې تاسې د چين بين المللي راډيو پنځه شپېتم تلين لمانځئ، زه دغه راز د افغانستان په شمال ختيځ بدخشان ولايت كې ستاسې پښتو خپرونه اورم. نوموړى زياتوي: د چين راډيو پښتو خپرونه د افغانستان لپاره يوازينۍ داسې راډيو ده چې ټول افغانان يې خوښوي او ستاسې راډيو ډېر ښه پروګرامونه لري، زه هيله لرم چې د پښتو خپرونې وخت زيات كړئ ځكه چې ټول افغانان يې خوښوي او د وخت نه زياتېدو په اړه يې پوښتنه كوي. ښاغلي شفق د خپل برېښنا ليك په پاى كې يو ځل بيا موږ او ټولو اورېدونكيو ته د چين راډيو د پنځه شپېتمې كليزې په مناسبت مباركي او درناوى وړاندې كړى، موږ هم دلته د ده له نيكو هيلو مننه كوو او د لا نورو ليكونو او نظريو په تمه يې يوو.

- دغه بل برېښنا ليك د پاكستان له مظفر ګړ څخه د سادت اورېدونكيو كلب مشر سيد خيزار حيات شاه را استولى دى او ليكلي يې دي: زه ستاسې پخوانى اورېدونكى يم، زه د سادت اورېدونكيو كلب مشر يم، زموږ كلب اوس ۳۵ تنه غړي لري، او د كلب ټول غړي ستاسې منظم اورېدونكي دي، نوموړي بيا د خپل كلب هدفونه په ګوته كړي او ويلي يې دي چې د كلكې ملګرتيا ټينګول، د پاكستان په لروبر كې ستاسې خپرونې په اړه د معلوماتو خپرول چې اورېدونكي زيات شي، ستاسې د پښتو خپرونې او او رېدونكيو تر منځ د ملګرتيا ټينګښت، لږ تر لږه په مياشتيني ډول د اورېدونكيو تر منځ د يوې غونډې سمبالښت، ستاسې د خپرونې د څپو څارنه او د غوره خپراوي په اړه وړانديزونه، د پروګرامونو د لارښود، وروستي مهالوېش او نورو اړوندو معلوماتو وېشنه او د زده كوونكيو تر منځ يې د لوبو تنظيول د خپل كلب د عمده موخو په توګه ښودلي دي. ښاغلي حيات شاه د خپل برېښنا ليك په پاى كې ويلي: زموږ د كلب غړي په يوه مياشت كې څلور ځله ستاسې پروګرامونه په ګډه اوري، دا د ده په وينا يو حقيقت دى چې د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونه د دوى يوه كورنۍ راډيو ده.

- دغه راز د شعيب الرحمن د برېښناليك له لارې د سرحد پشاوري كلب مشر حافظ محمد بلال يو پښتو اټاچ يا نيښلولى ليك را استولى، لومړى يې ټولو كاركوونيكو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي دي: ګرانو قدرمنو، ستاسو مواد مو تر لاسه كړل، خو د سي آر اى سند مو ترلاسه نه كړ، ستاسې رالېږل شوي مواد پرانيستل شوي وو او موږ ته پرانيستل شوي راورسېدل، مهرباني وكړئ موږ ته يې د را لېږلو څه بندو بست وكړئ، ښاغلى محمد بلال زياتوي: موږ ستاسو له پروګرامونو سره ډېره مينه لرو او ستاسو د پروګرامونو په باره كې نورو ملګرو ته هم معلومات وركوو، ستاسې خپرونې او پروګرامونه په پاكستان كې ډېر لوى ارزښت لري او د اورېدونكيو شمېر ورځ په ورځ زياتېږي. اورېدونكى محمد بلال د خپل ليك په دوام ليكي: د چيني ژبې له لوست سره زموږ ډېره مينه ده، نو موږ ته د چيني ژبې لوست كتاب راولېږئ هيله لرم چې تاسې به له موږ سره دوستي او قلمي اړيكي هر وخت وساتئ، ده د خپل ليك په پاى كې سپوږمۍ، مېرمن سون مي جو، ليلا او نورو كاركوونكيو ته ځانګړي سلامونه ويلي دي.

- د اورېدونكي عطاء الرحمن فاروقي له خوا بيا دوه برېښنا ليكونه رارسېدلى او ليكلي يې دي: مهرباني وكړئ د سي آر آى راډيو د كاركوونكيو په اړه پوره معلومات راكړئ، ځكه چې دى وايي: زه غواړم هر يو ته سلامونه واستوم. بيا زياتوي ستاسې پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي او زه ورسره مينه لرم او زه د افغانستان د بغلان د پلخمري يم چې په كابل كې اوسېږم. ښاغلي فاروقي بيا د پښتو خپرونې د كاركوونكيو د انځورونو ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- دغه بل برېښنا ليك بيا د صوبه سرحد له بنو څخه د عمر لسنرز كلب مشر عمر نياز خان را استولى دى او له سلامونو ورسته يې ليكلي: زه او زما ملګري ستاسې پروګرامونه اورو او خوند ترې اخلو، د سي آر آى پښتو خپرونه د چين په اړه ګټور معلومات وړاندې كوي. ښاغلي عمر خان نيازي د خپل برېښناليك په پاى كې په احترام سره د پروګرامونو لارښود، د انګريزۍ او پښتو مجلو، د ليكونو پاكټونو او دغه راز د پښتو خپرونې او د چين په اړه د نورو معلوماتو د ور استولو غوښتنه كړې ده.

- يو برېښنا ليك را اخلم چې د پاكستان له مظفر ګړ څخه د محمد طارق الرحمن له خوا رارسېدلى او ليكلي يې دي: زه د پاكستان د نېكو هېوادوالو د شورا مشر يم، زه او زما د كلب غړي په منظمه توګه ستاسې پروګرامونه اورو، زما كلب له ۳۵ غړيو څخه جوړېږي. اورېدونكي طارق الرحمن په خپل برېښنا ليك كې د چين نړيوالې راډيو د ټولو پوګرامونو ستاينه كړې او ويلي يې دي چې هېڅ نړيواله راډيو ستاسې له غوره او په زړه پورې راډيو سره سيالي نه شي كولى، ده بيا په دې اړه خپله خوښي څرګنده كړې او په پاى كې يې د پروګرامونو د لارښود او نورو موادو د ورلېږلو غوښتنه كړې ده.

- دغه وروستى او خورا اوږد برېښنا ليك را اخلم چې د نور علي شاه كاروان له خوا رارسېدلى دى، د چين راډيو پښتو خپرونې كاركوونكيو ته يې له سلامونو وروسته ليكلي دي: زه له لسو كلونو راهيسې ستاسې اورېدونكى يم، ما پخوا ستاسې پروګرام ته ډېر ليكونه در استولي چې تاسې هم پوهېږئ، زه ستاسې پښتو پروګرامونه خوښوم چې د نړۍ په ګوټ ګوټ كې د پښتنو وګړو لپاره ګټور دي. ښاغلى نور علي زياتوي: موږ ډېر خوشاله يوو چې تاسې زيار باسئ او ډېر ښه پروګرامونه جوړوئ نو له دې امله موږ له چين او د پښتو خپرونې له كاركوونكيو ډېره مننه كوو. نوموړى بيا وايي: ستاسې له خپرونې موږ نړيوال خبرونه او د چين په اړه ګټور معلومات اورو. نوموړي بيا د خبرونو پر وخت خپراوي لپاره د نور زيات زيار ايستلو او دغه راز په پاكستان او افغانستان كې د خٰبريالانو د ټاكلو غوښتنه كړې ده. اورېدونكي نور علي خان ويلي چې ستاسې له خپرونې د پښتو موسيقي ډېره كمه ده يا هم زړې سندرې خپروئ. نوموړي بيا د خپل برېښنا ليك په پاى كې د سي آر آى د ۶۵ تلين په مناسبت مباركي هم ويلې ده.

درنو اورېدونكيو اوس د پروګرام وروستۍ شېبې دي او د سندرې وخت رارسېدلى، نو د راځئ چې نن د فرهاد دريا په غږ دغه سندره واورو.

(ستا د سترګو بلا واخلم) د فرهاد دريا په همدې خوندورې سندرې سره درنو اورېدونكيو د موږ او اورېدنكي پروګرام پاى ته ورسېد، زمونږ دغه او نور پروګرامونه د انټرنېټ له لارې هم اورېدلى شئ. د پښتو وېبپاڼه ده: http://pu.chinabroadcast.cn

او دغه راز كولى شئ له موږ سره د برېښنا ليك له لارې هم تماس ونيسئ، پته يې ده: pushtu@chinabroadcast.cn

پر دې سربېره تاسې كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اونۍ مو په لوى څښتن سپارو، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.